د چین او آسترالیا ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې خبرابې دي، مګر دغه اړېکه له هغه وروسته لا ډېرې خبرابې شوې چې د چین د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه یو جعلي انځور خپور کړ.
په یاد انځور کې لیدل کېږي چې یو آسټرالیايي سرتيري د یوه افغان ماشوم پر ستوني چاړه ایښې ده. د انځور له خپرېدلو وروسته د آسټرالیا لومړي وزیر له چین څخه د بښنې غوښتنه وکړه او له ټویټر څخه یې وغوښتل ترڅو یاد انځور پاک کړي.
دا چې د چین او آسټرالیا ترمنځ اړیکې له څه وخت څخه خرابې شوي؟ او چین د یوه جعلي انځور په خپرولو سره څه ترلاسه کول غوښتل ؟ د همدغې موضوع په اړه مو له د ویسټرن سیډني پوهنتون له څېړونکي او استاد ښاغلي احسان آزري سره مرکه ترسره کړې.
مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.