طالبانو د اسټراليايي ځواکونو لخوا جنګي جنايتونو ادعاوو ته غبرګون وښود

Dr Naeem, Taliban spokesperson

Source: Supplied

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اس بي اس پښتو خپرونې قطر کې د طالبانو وياند ډاکټر نعيم سره ځانګړې مرکه کړې.


د اسټراليا حکومت په افغانستان کې د خپلو ځانګړو ځواکونو ادعا شوي جنګي جنايتونو څخه پرده پورته کول او له افغانانو ژوره بښنه غوښتل له بيلابيلو غبرګونو سره مل ده.

د ياد رپوټ موندې ډيرو لپاره حيرانونکې وې ځکه لومړنيو موندنو کې د ۳۹ بې ګناه افغانانو د وژل خبر ورکوي ولې د د لا نورو ورته پيښو را برسيره کيدو خبر هم کيږي.

د اسټراليا حکومت لخوا د پوځيانو پلټنې له ګام څخه طالبانو هر کلی کړی او له اسټراليا حکومت څخه يې د يادو پيښو پلټنې او عاملينو ته سزا ورکولو غوښتنه کړې.

اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال د طالبانو وياند ډاکټر نعيم وويل، افغانستان ته د بهرني پوځيانو راتګ له پيل څخه غير اصولي کار وه.

د ښاغلي نعيم پر بهرنيو پوځيانو د لا ډيرو افغانانو وژنې او د هغوی کورونو او يا ودونو بمبارولو تور لګول کيږي او وايي داسې ورته ډيرې پيښې شتون لري.

قطر کې د طالبانو وياند ډاکټر نعيم وايي، د اسټراليا حکومت بايد له قرباني شوو کورنيو سره وګوري او له هغوی دې پوښتنه وکړي چې هغوی څه غواړي.

د افغان دولت او ځينو نړيوالو بشري حقونو ادارو معلوماتو له مخه په افغان جګړه کې ښکيلو ډلو جنګي جنايتونه ترسره کړي.

بله خوا د روان کال جون مياشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې پر هغو قضايي چارواکو بندیزونه ولګول څوک چې دا پلټي چې ايا امريکايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي او که نه ؟

نړیواله جنايي محکمه د امریکا دا پرېکړه د دې ادارې د قانون حاکمیت او قضایي چارو کې د نه منوونکې لاسوهنې هڅه بولي.

 ډاکټر نعيم وايي، افغان جګړه د ښکيلو ټولو غاړو د جنګي پلټنو ملاتړ کوي او وايي،  که دا جرم هر چا ترسره کړی وي پلټنه دې وشي.

تاسې کولی شئ له اس بي اس پښتو خپرونې سره د ښاغلي ډاکټر نعيم بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول