د اسټراليا د پوځ لوی درستيز انګس کمپبل د اسټراليايي ځواکونو لخوا د بې ګناه افغانانو وژنې لپاره ژوره بښنه وغوښته او د خپل پوځ نا قانونه کړنې يې وغندلې.
د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو لخوا افغانستان ماموريت دوران د وژنو او ځورونو پيښو پلټنې څلور کاله وخت ونيوه او پدې رپوټ کې موندل شوي چې د کره معلوماتو له مخه ځينو پوځيانو بې ګناه افغانان وژلي.
پلټنې رپوټ کې ادعا شوې چې د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو لخوا ۳۹ بې ګناه افغانان په غير قانوني ډول وژل شوي.
پر ۲۵ اوسنيو او پخوانيو ځانګړو ځواکونو د بې ګناه افغانانو وژنې تور دی او ۱۹ له يادو ځواکونو لخوا د اسټراليا پوليسو لخوا پلټل کيږي.
رپوټ کې راغلي، هيڅ يو د وژنې جګړې دوران کې نده ترسره شوې او نه هم د يادو افغانانو لخوا اسټراليايي ځواکونو ته کوم خطر پيښ وه.
د رپوټ خپريدو څخه مخکې د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټليفون له لارې خبرې کړي او يادو موندنو لپاره يې له ولسمشر او افغانانو بښنه غوښتې.
د ياد رپوټ موندنې ځورونکې دي، داسې ادعا کيږي چې نوي ګومارل شوي ځانګړي ځواکونه هڅول کيدل ترڅو نيول شوي بې ګناه کسان ووژني ترڅو هغوی خپل ټوپک سره خپل لومړی وژنه وکړي او يا وينه تويه کړي.
ځانګړو ځواکونو د اسټراليا نظامي قانون هم تر پښو لاندې کوه او همدا وجه وه چې د يادو کړنو رپوټ د اسټراليا ملي پوځ ته نه رسيده او پيښې پټې پاتې کيدې.
د پوځ لوی درستيز وويل، "زه د اسټراليا پوځ لخوا له ټولو خلکو چې افغانستان کې دي د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ناوړه کړنو لپاره ژوره بښنه غواړم."
" ادعا شوو کړنو پر مونږ د افغانانو اعتبار او درناوې اغيزمن کړ، ځکه همدې افغانانو له مونږ غوښتي ول ترڅو هيواد کې يې امن راولو او ورسره مرسته وکړو."
افغانستان کې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو جنګي جنايتونو پلټنه له څلورو کلونو راهيسې روانه وه او د لوی درستيز په وينا داسې اټکل کيږي چې لا نورې ورته وژنې او ځورونې ادعاوې رابرسيره شي.
رپوټ کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمينځ ادعا شوو جنګي جنايتونو ته کتنه شوې او موندنې ښايي، ډيري پيښې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمينځ پيښې شوي.
رپوټ کې دا هم موندل شوي چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو د بې ګناه افغانانو وژنې وروسته له هغوی سره وسلې او مخابرې کيښودلې ترڅو وښايي وژل شوی کس يې په حقه وژلی.
د اسټراليا فدرال پوليس به افغانستان کې د ۳۶ جنايتونو پلټنه کوي او دا جنايتونه د ۱۹ ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره شوي.
لوی درستيز وويل، يادو کړنو لپاره د پوځ ځينو قومندانانو او لوړ پوړو چارواکو څخه هم پلټنه کيږي او ټوله کې به د پوځ جنګي ماموريت څرنګوالي کې بدلون راولي او هم ټولو پوځيانو ته به يو لړ زده کړې پروګرامونه پر مخ واچوي.
د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ته ورکړل شوي مډالونه ترې بيرته اخيستل کيږي او که چيرې پر يادو پوځيانو جنګي جنايتونه ثابت شي هغوی به د اسټراليا قانون له مخه له سزا سره مخ کيږي.
بله خوا لوی درستيز له قرباني شوو کورنيو بښنې ترڅنګ وويل، د يادو پيښو پلټنې ټاکل شوې ډله به د افغان دولت او ځايي ادارو په مرسته کورنيو ته رسيدنه وکړي او هغوی ته به تاوان ورکوي.
لوی درستيز وويل، دا پلټنه به جريان لري او که هر څوک د ځانګړو ځواکونو غير قانوني کړنو په اړه معلومات لري د پلټنې له ډلې سره دې شريک کړي.