د اسټراليا لومړی وزير: چين لخوا د افغان ماشوم سر پرې کولو جعلي انځور خپرول له شرم ډک عمل دی

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د چين بهرنيو چارو وزارت لخوا يو ګرافيک انځور خپور شوی په کوم کې چې د افغانستان او اسټراليا بيرغونو ترڅنګ اسټراليايي پوځي د يو کوچني ماشوم سر پريکول ښودل شوي.

Australian Prime Minister Scott Morrison speaks to the media during a virtual press conference at Parliament House in Canberra.

Australian Prime Minister Scott Morrison speaks to the media during a virtual press conference at Parliament House in Canberra. Source: AAP

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، چين هيواد بايد په ټولنيزه رسنۍ کې د يو ناسم، تيري کوونکي او ځورونکي انځور خپرولو لپاره بښنه وغواړي.

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند Zhao Lijian يو ګرافيک انځور چې په هغې کې د اسټراليايي پوځي لخوا د يو ماشوم سر پرې کول جعلي انځور شوی په ټولنيزه رسنۍ خپور کړ.

له خپور شوي انځور سره د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ليکلي، " د اسټراليايي ځواکونو لخوا د عامو افغانانو او بنديانو قتل کولو شوک کړم."

"مونږ په کلکه دا عمل غندو او پوځيان دې مسول وګڼل شي."

د چين هيواد بهرنيو چارو وزارت د وياند دا پوسټ د اسټراليايي ځواکونو افغانستان کې د ادعا شوو جنګي جنايتونو رپوټ خپريدو سره تړاو لري.

د اسټراليا لومړي وزير له چين څخه د ياد انځور خپرولو لپاره د بښنې غوښتنه کړې او له ټويټر څخه يې غوښتي ترڅو دې خپور شوی انځور لرې کړي. 

ټويټر نن غرمه دا انځور لرې کړ.
ښاغلي سکاټ موريسن وويل، " اسټراليا خپل داسې مسايلو مخې ته وړلو لپاره ډير شفافه ده او د ياد شفافيت شاته کريډيت يا نوم بايد د هغو زرګونو اسټراليايانو ياد شي کوم چې يونيفرم کې د اسټراليا دفاع کوي."

ښاغلي موريسن وويل، " نړۍ کې به ډيرو لږو هيوادونو يادې مسلې ته لکه مونږ په شان عمل کړی وي. تاسې بايد غلط معلوماتو پر اساس مخې ته لاړ نشئ ولې دا د چين حکومت د پوسټ مرداری ښايي.

افغان جګړه کې اسټراليايي ځواکونو لخوا ادعا شوو جنګي جرمونو رپوټ خپريدو وروسته چين او روسيې دواړو پر اسټراليا سختې نيوکې کړي.

روسيې ويلي، افغانستان کې د اسټراليا پوځيانو لخوا جنګي جنايتونو د رپوټ خپريدو وروسته اوس په نړيواله کچه د اسټراليا حيثيت راټيټ شوی.
Australia is calling on China to apologise for the fake photo.
Australia is calling on China to apologise for the fake photo. Source: Supplied
د اسټراليا پوځ لخوا افغانستان کې جنګي جنايتونو رپوټ موندنو کې ادعا شوې چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي.

د چين او اسټراليا سياسي کړکيچ ورځ تر بلې ډيريدو حال کې دی او چين په تيرو څو مياشتو کې پر اسټراليايي توکو تعرفې هم ډيرې کړې.

د دواړو هيوادونو ترمينځ کړکيچ هغه وخت زور واخيست چې اسټراليا د نړۍ ډير شمير هيوادونه سره يوځای کړل ترځو د کرونا ويروس اصلي سرچينه معلومه کړي، بله خوا چين ورته فشار له مخه پر اسټراليايي وارداتو تعرفې لوړې کړې.


شریکول
خپور شوی 30/11/2020 په 5:14pm
اپډیټ شوی 2/12/2020 په 2:27pm
لخوا Jarni Blakkarly