افغانستان کې د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو لخوا جنګي جنايتونو رپوټ خپريدو پر وړاندې اسټراليا کې د ميشتو افغان ټولنو غبرګون

ABC Four Corners has aired footage from a helmet camera showing an Australian soldier shooting dead an unarmed Afghan man.

ABC Four Corners has aired footage from a helmet camera showing an Australian soldier shooting dead an unarmed Afghan man. Source: ABC Australia

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

افغانستان کې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لخوا ادعا شوو جنګي جنايتونو رپوټ خپور شو او موندنې يې ډيرو لپاره ځورونکې وې.


څلور کاله پلټنې وروسته د اسټراليا پوځ خپلو هغو ځانګړو ځواکونو د عملياتو پلټنه بشپړه کړه پر کومو چې افغانستان کې د جنګي جنايتونو ترسره کولو تور دی.

د ياد رپوت خپرول ډير افغانان ناراحته کړل ځکه د ځينو په وينا، د اسټراليايي ځواکونو په لاس د داسې کړنو هيڅ تمه يې نه لرله.

دا رپوت چې د اسټراليا د پوځ لوی درستيز لخوا د پنجشنبې په ورځ خپور شو ادعا کيږي چې ځانګړو ځواکونو ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي.

ياد رپوټ ته د اسټراليا او نورو نړيوالو رسنيو پراخ پوښښ ورکړل او افغانستان جګړه کې د نورو ښکيلو هيوادونو ورته ګام اخيستلو موضوع يې را برسيره کړه.

اسټراليا کې د دوو لويو ټولنو استازو له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال د يادو پيښو غندنه وکړه او ترڅنګ يې قربابي شوو کورنيو ته تاوان او ښکيلو پوځيانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

اسټراليا کې ميشتو افغانانو د ياد رپوټ خپريدو په اړه خپل نظرونه شريک کړي او ځيني غوښتنې يې هم کړي.

تاسو ته مو اسټراليا کې د دوو تر ټولو لويو ټولنو له استازو، حاجي روښان اکبر د افغان اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات کميټې وياند او هم د افغانانو همکارۍ ټولنې مشر ښاغلي نادر اعظمي خبرې راخيستي چې دواړه مرکې دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول