افغانستان کې د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو لخوا غير قانوني کړنو په ګوته کول د ډيرو کره او سمو معلوماتو په بنسټ شوي او ياد پلټنې رپوټ کې د ۳۹ عامو افغانانو او يا زندانيانو د نا حقه وژنې خبر ورکړل شوی.
دا رپوټ د اسټراليا ستر جنرال پاول بريريتن لخوا له څلورو کلونو پلټنې وروسته خپور شو او پکې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لخوا د ډيرو نا قانونه کړنو پيښې موندل شوي.
په لومړيو کې يواځې د داسې کړنو ګونګوسې خپرې شوې وې ولې له پلټنې وروسته د اسټراليا د پوځ لوی درستيز وويل، هو داسې ناوړه او غير قانوني کړنې ترسره شوي.
رپوټ څه وموندل
نن د پنجشنبې په ورځ د اسټراليا لوی درستيز د ياد رپوټ موندې خبرې کړې او يادو موندنو کې په ۲۳ بيلابيلو پيښو کې د ۳۹ افغانانو غير قانوني وژنه او دوه افغانانو شکنجه شامله دي.
ستر جنرال بريرتن موندلې چې ۲۵ اوسني او يا پخواني پوځيان په يادو کړنو کې ښکيل بلل شوي.
رپوټ کې دا هم موندل شوي چې ځيني غير قانوني کړنې پټې ساتل کيدې او يادو غير قانوني کړنو کې د زندانيانو دې لپاره وژل چې يو پوځي خپل لومړۍ وژنه وکړي او يا عامو خلکو وژل او له هغو سره وسلې او مخابرې کيښودل ترڅو د وژنې دليل وښايي دا هغه ځيني پيښې دي چې ډيرې ځورونکې دي.
پر اسټراليايي ځانګړو ځواکونو دا تور هم دی چې د عامو افغانانو پلټنې لپاره يې سپې کارول ترڅو له هغوی پوښتنې او پلټنې وکړي.
د پلټنې پدې رپوت کې دوه داسې پيښې چې په کال ۲۰۱۲ ترسره شوي ويل کيږي چې دا دومره ځورونکې وې چې کيدای شي دا د اسټراليا نظامي تاريخ کې تر ټولو بدې پيښې ثبت شوې اوسي.
دا ولې جرم ګڼل کيږي؟
پلټنه کې موندل شوي چې ټولې پيښې يا عامو خلکو سره او يا هم داسې حالاتو کې پيښې شوي چې د جګړې حالت نه وه او نه هم يادو کسانو لخوا اسټراليايي ځواکونو ته کوم خطر مخ وه.
پدې پلټنه کې د جګړې دوران ورته پيښې ندي پلټل شوي بلکې يوازې هغو پيښو په اړه پلټنه شوې په کوم کې چې بې ګناه افغانان وژل شوي.
د اسټراليا لوی درستيز وويل، وژل شوي کسان يا عام خلک ول او يا هم زندانيان کوم بشپړ ډول سره مات ول او ځواکونو ته کوم خطر نه پيښوه.
د قانون نه شتون کلتور
رپوټ کې موندل شوي چې ځينو ځانګړو ځواکونو غړو ځانونه جنګيالي ګڼل، خپل عمليات يې پټ ساتل، دروغو کيسي يې جوړولې او ټوله کې يې داسې سوچ کاوه چې دوی ته څوک لاس نشي وړاندې کولی.
د اسټراليا لوی درستيز وويل، "Iدا هم موندل شوي چې ځينو ګزمو دوران کې به پوځيانو قانون په خپل لاس کې اخيسته، قوانين ماتيدل، کيسې جوړيدې، دروغ ويل کيدل او زندانيان وژل کيدل."
داسې هم ويل کيږي چې ځانګړو ځواکونو چا څارنه نه کوله او نه هم ورته لارښوونه کيده.
داسې هم ويل شوي چې ځانګړو ځواکونو به د افغانانو شکايتونه نه اوريدل او ورته ويل کيدل چې تاسې د اورپکو ډلو تبليغات يا ملاتړي کوئ او يا هم دې لپاره دا شکايتونه کوئ ترڅو تاسو ته تاوان درکړل شي.

Chief of the Australian Defence Force General Angus Campbell delivers the findings from the Afghanistan Inquiry in Canberra. Source: AAP
لدې وروسته څه کيږي؟
داسې اټکل کيږي چې قرباني شوي کسان او يا.د هغوی کورنۍ به د اسټراليا حکومت څخه تاوان ترلاسه کړي.
د اسټراليا لوی درستيز وويل، د تاوان ورکولو پروګرام به د افغان دولت په همکارۍ نږدې راتلونکي کې پر مخ واچوي.
ښاغلي کمپبل وويل، "مونږ غواړو دا تاوان داسې ورکړو ترڅو د کورنيو ډاډ او ملاتړ ترلاسه کړو او دا هغه څه دي چې مونږ يې غواړو ترڅو له هماغو کورنيو سره مرسته وکړو."
اسټراليايي ځانګړو ځواکونو ته ۲۰۰۷ او ۲۰۱۳ ترمينځ ورکړل شوي ټول مډالونه بيرته اخيستل کيږي
د اسټراليا فدرال پوليس به د ۲۶ جنايي جرمونو پلټنه کوي او دا جرمونه ادعا کيږي چې د ۱۹ ځواکونو لخوا ترسره شوي.
ټول هغه ځواکونه چې په يادو جنګي جرمونو محکوم شي هغوی ته سزا ورکول کيږي.