په سیډني ښار کې د کرونا وېروس د نویو پېښو له ثبت وروسته د سفر نوي محدودیتونه وضع شوي

کوم کسان چې غواړي په راتلونکو رخصتیو کې د آسټرالیا له یوه ایالت څخه بل ایالت ته سفر وکړي، هغو ته پکار ده ترڅو د سفر له وروستیو محدودیتونو څخه ځان خبر کړي.

Just a week before Christmas, state and territory leaders have rushed to impose new travel restrictions on travellers from Sydney's Northern Beaches.

Just a week before Christmas, state and territory leaders have rushed to impose new travel restrictions on travellers from Sydney's Northern Beaches. Source: Getty Images AsiaPac

د کریسمس له رخصتیو یوه اوونۍ وړاندې د آسټرالیا د ایالتونو او سیمو مشران هڅه کوي ترڅو د سیډني ښار له شمالي ساحلي سیمو څخه نورو سیمو ته پر سفر محدودیتونه وضع کړي.

د نیو سوت وېلز ایالت مشرې ګلاډیس بریجیکلین ، اعلان کړی چې د شنبې د مازدیګر له ۵ بجو څخه به د چهارشنبې د ورځې تر پایه پورې د سیډني ښار شمالي ساحلي سیمې قرنطین واوسېږي.

د نویو پېښو له ثبت سره د سفر نوي محدودیتونه وضع شوي. که چېرې تاسو غواړئ په راتلونکو رخصتیو کې د آسټرالیا له یوه ایالت څخه بل ایالت ته سفر وکړي، نو پکار ده ترڅو د سفر د محدودیتونو په اړه له وروستیو مالوماتو (معلوماتو) څخه خبر شئ.
ویکټوریا

د وېکټوریا ایالت لومړي وزیر، ډنیل انډریز خبریالانو ته په خبرو کې ویلي چې د دغه ایالت پولې به د سیډڼي ، سینټرل کوسټ او بلو ماونټز د اوسېدونکو پر مخ له نن شپې څخه وتړل شي.

هر هغه څوک چې له نن شپې وروسته وېکټوریا ایالت ته سفر وکړي ۱۴ ورځې باید قرنطین شي.

د وېکټوریا ایالت هغه اوسېدونکي چې له نن شپې وروسته بېرته خپل ایالت ته ستانه شي باید د کرونا وېروس ټېسټ وکړي او ۱۴ ورځې په کور کې قرنطین شي.

هغه کسان چې د دوشنبې له شپې وروسته بېرته وېکټوریا ته ستانه شي ۱۴ ورځې په هوټلونو کې قرنطین کېږي.

کوینزلنډ 

د ډیسمبر د میاشتې د ۲۰ نېټې له یوې بجې څخه ، د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکو ته پکار ده ترڅو کوینزلنډ ته له سفر مخکې د سفر اجازه لیک ترلاسه کړي. 

د کوینزلنډ د روغتیا ادارې مسئولین له هغو کسانو څخه چې له سینټرل کوست او د سیډني له ساحلي سیمو پرته له نورو سیمو څخه کوینزلنډ ته سفر ترسره کوي پکار ده ترڅو د کرونا وېروس معاینه وکړي او د معاینې د نتیجې تر معلومېدلو پورې ځانونه قرنطین کړي.

هغه کسانو چې د دیسمبر د میاشتې له  ۱۱ نېټې وروسته د سیډني شمالي ساحلي سیمو ته سفر ترسره کړی او اوسمهال په کوېنزلنډ کې دي، پکار ده ترڅو د کرونا وېروس معاینه وکړي او د ۱۴ ورځو لپاره ځانونه قرنطین کړي.

د آسټرالیا مرکزي سیمه

د کانبرا ښار له اوسېدونکو څخه غوښتنه شوې ترڅو د سیډني ښار شمالي سیمو ته له سفر څخه ډډه وکړي.

د  آسټرالیا د مرکزي  سیمې روغتیايي چارواکي وايي که چېرې د یادې سیمې اوسېدونکو د ډیسمبر له ۱۱ نېټې وروسته یادو سیمو ته سفر ترسره کړی وي نو پکار ترڅو ځانونه له نورو جلا کړي او د کرونا وېروس لپاره معاینه شي.

لویدیځه آسټرالیا

د سیډني ښار په شمالي سیمو کې د کرونا وېروس له یو ناڅاپه خپرېدو وروسته د دغه ایالت مسئولین غواړي ترڅو د سفر نوي محدودیتونه وضع کړي.

د ډیسمبر د میاشتې له ۲۰ نېټې وروسته د نیو ساوت وېلز ایالت یواځې هغه اوسېدونکو لویديځي آسټرالیا ته سفر کولای شي چې د سفر اجازه ولري.
د لویدیځې آسټرالیا مشر مارک ګاون وايي، په دغه وخت کې د سفر د نوي محدودیتونو وضع کول یوه ډېره ګرانه پرېکړه ده.

هغه وايي " زه پوهېږم چې ډېر خرابه خبر دی د هغو کسانو لپاره چې غواړي کورنۍ و ګوري په نیو ساوت وېلز کې ".

د آسټرالیا شمالي سیمه

د آسترالیا د شمالي سیمې مسئولنیو د سیډني ښار شمالي ساحلي سیمې د کرونا وېروس د مرکز په توګه پېژندلي او پرېکړه یې کړې ترڅو د یادو سیمو اوسېدونکو شمالي سیمې ته له سفر وروسته ۱۴ ورځې په داروين یا الیس سپرینګ ښار کې قرنطین شي.

تزمانیا

د تزمانیا ایالت چارواکو پرېکړه کړې ترڅو د سیډني د شمالي ساحلي سیمو اوسېدونکي یاد ایالت ته له سفر وروسته د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شي.

هغه کسانو چې  د سیډني ښار شمالي سیمو ته په وروستو کې سفر کړی اوسي او اوسمهال په تزمانیا کې دي پکار ده ترڅو د کرونا وېروس لپاره معاینه شي او ځانونه قرنطین کړي.

سویلي آسټرالیا

د سویلي آسټرالیا مسئولین وايي، هغو کسانو چې د ډیسمبر د میاشتې له ۱۱ وروسته  د سیډني ښار شمالي سیمو ته سفر کړی اوسي او اوسمهال په سویلي آسټرالیا کې دي ، پکار ده ترڅو د کرونا وېروس لپاره معاینه شي او ځانونه قرنطین کړي.

د آسټرالیا د نورو ایالتونو اوسېدونکي ، سویلي آسترالیا ته له سفر مخکې باید د سفر اجازه لیک ترلاسه کړي ترڅو مسئولین وکولای شي هغه کسان و ژپېژني چې په وروستو کې یې د سیډني شمالي ساحلي سیمو ه سفر تر سره کړی اوسي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 


شریکول
خپور شوی 20/12/2020 په 8:44am
اپډیټ شوی 20/12/2020 په 1:46pm
لخوا SBS News
سرچینه: SBS