د سیډني په شمالي ساحلي سیمو کې د کرونا وېروس د پېښو له زیاتوالي وروسته ، د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولې، د دغه ایالت له اوسېدونکو غوښتنه کړې ترڅو سیډني ښار ته له سفر څخه ډډه وکړي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نیو ساوت وېلز په ایالت کې د کرونا وېروس ۲۳ نوې پېښې ثبت شوي. د دغو نویو پېښو له ثبت سره د سیډڼي په شمالي ساحلي سیمو کې د کرونا وېروس د پېښو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
لا ډېر ولولئ

د نن ورځې مهم خبرونه
ښاغلی فولې وايي چې د وېکټوریا او نیو ساوت وېلز ایالتونو ترمنځ پولې تراوسه پورې خلاصې دي مګر هر وخت پدې برخه کې تغیرات را تللی شي.
نوموړی وايي، په نیو ساوت وېلز ایالت کې وضعیت په دوامداره توګه څارل کېږي او ممکن د وخت له تېرېدلو سره په محدودیتونو کې تغیرات راشي.
هغه وايي " زما پیغام د وېکټوریا هر اوسېدونکي ته دا ده ترڅو سیډني ته له سفر څخه ډډه وکړي".
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: