جو بایډن: په ۱۰۰ ورځو کې به ۱۰۰ میلیونه کسان د کرونا واکسین ترلاسه کړي

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن، د خپل حکومت په ۱۰۰ لومړنیو کاري ورځو کې د کرونا ویروس د ۱۰۰ میلیونو ډوزو ژمنه کړې ده. د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدلو سره په زیاتېدو ده. تر دې دمه په امریکا کې شاوخوا ۱۵.۵ میلیونه کسان په کرونا وېروس اخته شوي او نږدې ۳۰۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Biden promises 100 million doses of COVID-19 vaccine in first 100 days

Source: AP

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 

 



شریکول
خپور شوی 9/12/2020 په 6:22pm
اپډیټ شوی 10/12/2020 په 10:20pm