نږدې ۴۰ زره آسټرالیایان غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

Australian Stranded overseas (Image representational only)

Australian Stranded overseas (Image representational only) Source: ABCNews

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د آسټرالیا د حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي‌ چې ۳۹ زره آسټرالیایانو خپل ځانونه د آسټرالیا له حکومت سره راجسټر کړي او غواړي بېرته آسټرالیا ته راشي.


د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، ټول مهم کارونه ترسره شوي ترڅو په بهر کې بند پاتې آسټرالیایان بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي موریسن د آسټرالیا پارلمان ته په خبرو کې ویلي، خپله هغه ژمنه یې پوره کړې چې آسټرالیایان به تر کریسمسه پورې بېرته خپل هېواد ته را ستانه کړي. 


نوموړی زیاتوي، د سپتمبر په ۱۸ نېټه یې ژمنه کړې چې په بهر کې بند پاتې آسټرالیایان به بېرته خپل هېواد ته راولي، په هغه وخت کې ۲۶ زره او ۲۰۰ کسانو په بهر کې ځانونه راجستر کړي و او بند پاتې و. مګر له هغه وخت نه تر اوسه پورې ۴۳ زره او ۸۰۰ کسان آسټرالیا ته بېرته راغلي.
سره لدې چې سکاټ موریسن آسټرالیا ته د لسهاوو زره آسټرالیایانو د بېرته راتګ خبره کوي، د حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر اوسه هم شاوخوا ۳۹ زره آسټرالیایان له آسټرالیا څخه بهر په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي او غواړي بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

 

شریکول