پاکستان يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې دی او هره ورځ د کرونا ويروس ډيرې مثبتې پيښې او مړينه ثبت کيږي.
خيبر پښتونخوا کې بيا طبعي پوهان اټکل کوي چې ياد ايالت کې نږدې ۱۰ سلنه اوسيدونکي په کرونا ويروس اخته شوي.
داچې د کرونا ويروس په ډيره اسانۍ له يو کس څخه بل ته ليږل کيږي ولې پښتنو ميشتو سيمو کې د ناسمو معلوماتو خپريدل ډاکټرانو لپاره ستونزې ډيرې کړي.
ناسم معلوماتو له مخه ډيري خلک درملنې او يا هم د کرونا ويروس معاينې ته مخه نه کوي او نه هم دا ناروغي جدي نيسي.
پيښور کې مشر ډاکټر ايوب افريدي وايي، يوازې ازمايښتي ډول باندې يې ۹۰ کسان معاينه کړه او له هغو څخه د ۹ کسانو پايلې مثبتې راغلې.
د ښاغلي په وينا له معاينه شوو کسانو څخه دوه کسانو يې کرونا ويروس نښې لرلې ولې هغوی د کرونا ويروس نه درلود ولې په زړه پورې دا وه چې نورو ټولو هغو کسانو معاينې پايلې چې مثبت راغلې هغوی د کرونا ويروس هيڅ نښې نه لرلې.
پاکستان کې کرونا ويروس نه يوازې ګڼ شمير ډاکټرانو بلکې ځيني مخورو کسانو ژوند هم اخيستی.
پاکستان کې سينماوو، ودونو او نورو محفلونو باندې بنديز لګيدلې ولې د ډاکټرانو په وينا دا بنديز کافي ندی او خلک بايد لا ډير احتياط څخه کار واخلي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پيښور کې د روغتيا ادارې کارکوونکي او مشر ډاکټر ايوب افريدي سره مرکه کړې چې تاسې لا نور معلومات په مرکه کې اوريدلی شئ.