د کرونا (کووېډ-۱۹) واکسین:
د آسټرالیا حکومت ژمن دی ترڅو ټول آسټرالیایان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خوندي او ګټور واکسین ته لاسرسی پیدا کړي.

Source: SBS
کرونا ويروس ضد واکسين ترلاسه کولو لپاره نوم ليکنه او نور معلومات له ويبپانې څخه ترلاسه کولی شئ.
که ستاسو عمر ۴۰ کلونو يا له هغه ډير وي تاسې واکسين کيدو لپاره وړ ياست، ځيني کسان چې عمرونه يې د ۱۶ او ۳۹ کلونو ترمينځ دي هغوی هم کيدای شي واکسين ترلاسه کولو لپاره وړ اوسي.
پدې ويبپاڼه کې معلومات وليکئ او دا معلومه کړئ چې ايا تاسې واکسين ترلاسه کولو لپاره وړ ياست.
که تاسې دا مهال واکسين ترلاسه کولو لپاره وړ نه ياست او عمر مو له ۱۸ لوړ دی، تاسې کولی شئ خپل خوښه وښايې چې هر کله مو وار راغی تاسو ته خبر درکړل شي.
اسټراليا کې له ۱۶ کلونو لږ عمر لروونکي اسټراليايان اړ ندي ترڅو اسټراليا کې واکسين ترلاسه کړي.
تاسې خپل کورني ډاکټر سره وخت نيولی شئ او لا ډير معلومات پر خپل ژبه لدې ويبپاڼې ترلاسه کولی شئ.
د کومو واکسينو وړانديز کيږي؟
د اسټراليا د واکسين برخې مشورې تخنيکي ټيم د فايزر واکسين ۱۶ څخه تر ۵۹ کلونو لپاره مناسب بوله.
بله خوا کوويډ-۱۹ واکسين اسټرازينيکا هم ۱۸ څخه تر ۵۹ کلونو وړانديز کيږي.
د کرونا وېروس پر مهال د رواني روغتیا د ملاتړ خدمتونه
د آسټرالیا حکومت په ۲۰۲۰ کال کې لس ځله له ارواپوهانو څخه وړیا مشورې ترلاسه کولو مرستې کڅوړه وړاندې کړه.
هر کال به ټول په شرايطو برابر ناروغان وشي کولی د روانني ناروغۍ مشورې د يو پلان له مخه ترلاسه کړي او دا د ارواح پوهانو او کورني ډاکټرانو له لارې ترلاسه کيدلی شي. دا د حکومت Better Access پروګرام نوښت دی.
د اسټراليا حکومت د کرونا وبا سره تړلي رواني ناروغۍ ملاتړ او روغتيا لپاره د معلوماتو څانګه پرانيستې ترڅو له مخه يې خلکو ته معلومات ورکړل شي چې څنګه کرونا وبا دوران کې او ځانونو کورونو کې بندولو دوران کې مرسته ترلاسه کړي.
لا ډيرو معلوماتو لپاره له ويبپاڼې څخه کتنه وکړئ.
د آسټرالیا حکومت په مالي ملاتړ اوس په شرایطو برابر کسان کولای شي په یوه مالي کال کې لس ځله له ارواپوهانو څخه وړیا مشورې ترلاسه کړي.
Embrace Mental Health يوه پروژه ده چې د اسټراليا رواني روغتيا ادارې لخوا پر مخ وړل کيږي. لدې پروګرام له لارې له هغو کسانو سره مرسته کيږي کوم چې له نورو کلتورونو او يا ژبو څخه وي. پدي پروګرام کې هغوی ته منابع، خدمتونه او معلومات ورکول کيږي.
که تاسې رواني ناروغۍ لپاره مشورې يا مرستې ته پر خپل ژبه اړتيا لرئ نو TIS ژباړې ادارې ته په ۱۳۱۴۵۰ شميره زنګ ووهئ او يا tisnational.gov.au ويبپاڼې له لارې ژباړونکی ترلاسه کړئ.
د TIS National اداره له ۱۰۰ ډيرو ژبو باندې ۷ ورځې د اونۍ او ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي. يوازې پر تاسو د ځايي ټليفون لږښت راځي. رواني روغتيا په اړه لا ډير معلومات لدې ويبپاڼې لارې ترلاسه کولی شئ.
مالي ستونزې
که چېرې تاسو مالي ستونزې لرئ، نو له څخه لیدنه وکړئ یا ۰۰۷ ۰۰۷ ۱۸۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.
د آسټرالیا فدرال حکومت د وبا پر مهال له ګارګرو سره مالي مرسته کوي چې د "Disaster Payment" په نوم یادېږي.
دغه پیسې هغو کارګرو ته ورکول کېږي چې د کرونا وېروس له امله باید ځانونه قرنطین کړي او او کارګمارونکي ورته د قرنطین پر مهال معاش نه ورکوي.
د آسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې د دغو پیسو په اړه معلومات د هر ایالت له وېب پاڼې څخه تر لاسه کولای شئ.
- - نیو ساوت وېلز
- -وېکتوریا
- -کوینزلند
- -سویلي آسترالیا
- -د آسټرالبا مرکزي سیمه
- - لویدیځه آسترالیا
- - تزمانیا
د کرونا وېروس ( کوېډ - ۱۹) څنګه له یو کس څخه بل کس ته خپرېږي؟
د کرونا وېروس له یو کس څخه بل شخص ته له لاندې لارو خپرېږي.
- هر کله چې تاسو له یوه داسې کس سره نږدې اړیکې ولرئ چې په کرونا وېروس اخته وي او یا هم ۲۴ ساعته مخکې له دې چې یو کس د کرونا وېروس نښې ولري او تاسو ورسره نږدې اړیکې ولری.
- کله چې تاسو له یوه داسې کس سره اړیکه ونیسئ چې په کرونا وېروس اخته وي او ناروغ کس ټوخېږي او یا پرنجېږي.
- که چېرې په کرونا وېروس اخته کس و ټوخېږي او یا و پرنجېږي نو وېروس په چاپېریال کې په شته شیانو باندې سرېښېږي او کله چې تاسو په هغو شیانو لاس و وهئ او هغه لاس خولې ، پوزې او یا سترګو ته یوسی نو وېروس تاسو ته هم انتقالېږي.
د اسټرالیا حکومت له ټولو اسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډونلوډ کړي. د دغه اپلېکېشن په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ.
د کرونا وېروس ( کوېډ - ۱۹) نښې کومې دي؟
د اسټرالیا د فدرال حکومت ویبپاڼې معلومات ښيي چې د کرونا وېروس نښې کېدای شي د یوې عادي ناروغۍ په څېر وي او یا هم د سینه بغل په څېر نښې ولري. د کرونا وېروس نښې د ریزش او زکام ناروغۍ ته ورته دي او په لاندې ډول دي.
- تبه
- د ستوني درد
- ټوخی
- ستړیا
- تنفسي مشکل
- په نورو علایمو کې ممکن سر درد ، د عضلاتو درد، خواګرځیدنه ، اسهال ، د زره بدوالی ، د بوی حس له لاسه ورکول ، د خوند بدلیدل ، د اشتها له لاسه ورکول او ستړیا شامل وي
چارواکو د کرونا یا کوېډ -۱۹ د نښو معلومولو اسانتیا رامنځ ته کړې ترڅو خلک له خپل کور څخه ورته لاسرسئ ولري.
د کووېډ-۱۹ ناروغي تر دې مهاله صحیح درملنه نلري او د مکروب ضد درمل د یادې ناروغۍ په ښه والي کې مرسته نه کوي.
که چېرې تاسو د کرونا وېروس نښې لری، نو څه باید وکړئ؟
که چېرې تاسو اسټرالیا ته تر راتګ وروسته په ۱۴ ورځو کې یا هم په کرونا وېروس له اخته کس سره تر اړېکې وروسته په ۱۴ ورځو کې د کرونا وېروس نښې لرئ، نو دبېړڼۍ ارزونې لپاره له خپل ډاکټر سره لیدنه وکړئ.
تاسو کولای شئ، له خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ او د معاینې لپاره وخت و ټاکئ یا هم د کرونا وېروس د معلوماتو له مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
که تاسو غواړئ له چا سره د خپلو نښو په اړه وغږیږئ ، د مشورې لپاره د کرونا وېروس د معلوماتو له مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. دغه شمېره په ورځ کې ۲۴ ساعته او په اوونۍ کې اووه ورځې فعاله یي.
که چېرې تاسو د ساه اخیستلو پر مهال له ستونزې سره مخ یاست او یا هم کومه بله بېړنۍ روغتیايي ستونزه لرئ نو مهرباني وکړئ ۰۰۰ شمېرې ته زنګ و وهئ.
چېرته کولای شئ د کرونا وېروس معاینه وکړئ؟
د آسټرالیا په هر ایالت کې د کرونا وېروس د ټیسټ د مرکزونو په اړه معلومات له لاندې وېب پاڼو څخه ترلاسه کولای شئ:
- نیو ساوت وېلز
- وېکتوریا
- کوینزلند
- سوت آسترالیا
- د آسټرالیا مرکزي سیمه
- لویدیځه آسټرالیا
- تزمانیا
- شمتلي سیمه
READ MORE
کوم کسان ډېر په خطر کې دي؟
په کرونا وېروس ځینې اخته کسان کیدای شي په بشپړه توګه هېڅ ناروغه نشي، ځینې کسان کېدای شي عادي نښې ولري او په اسانۍ سره بېرته روغ شوي خو یو شمېر کیدای شي ډېر ناروغه شي او درملنه یې ډېر وخت ونیسي او یا هم خپل ژوند له لاسه ور کړي.
پخوانۍ تجربې ښيي، هغه کسان چې په کرونا وېروس له اخته کېدو وروسته ډېر ناروغه کېداي شي، په لاندې ډلو وېشل شوي.
- بومی اسټرالیایان ( ابوریجنل او ټورسټرېټ ایلنډرز ) چې پنځوس کاله او یا هم له پنځوسو کلونو لوی عمرونه لري او پخوانۍ روغتیایي ستونزې لري
- هغه کسان چې ۶۵ یا هم له ۶۵ کلونو لوی عمرونه لري او پخوانۍ روغتیایي ستونزې لري.
- هغه کسان چې ۷۰ کاله یا هم له ۷۰ کلونو لوی عمرونه لري
- هغه کسان چې د معافیت سیسټم یې ضعیفه وي
تاسو څنګه کولای شئ، د کرونا وېروس د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړئ؟
د دې لپاره ترڅو د کرونا وېروس د خپرېدو مخنیوی وشي، تاسو ته پکار ده ترڅو:
- له اړتیا پرته له خپل کور څخه بهر ونه وځئ
- له نورو خلکو سره یو نیم متر ټولنیز واټن وساتئ، او په هر څلور متره مربع کې د یوه کس د شتون قانون په یاد ولرئ.
- خپل لاسونه په دوامداره توګه په اوبو او صابون ومینځئ، په ځانګړې توګه له ډوډۍ خوړلو مخکې او وروسته، همدا راز پکار ده ترڅو له تشناب وروسته هم لاسونه ومینځل شي.
- د ټوخي او پرنجي پر وخت له دستمال او خپل څنګل څخه کار واخلئ.
- که تاسو روغ نه یاست، له نورو سره اړیکه مه نیسئ (له نورو خلکو سره یو نیم متره فاصله ولرئ).
- د مسولیت احساس وکړئ او هر څومره چې امکان لري په خپل کور کې پاتې شئ.
ټولنیز واټن څه ته وايي؟
ټولنېز واټن یوه مهمه لاره ده ترڅو د کرونا وېروس د خپرېدو سرعت کم کړي. هر څومره چې د خلکو ترمينځ فاصله ډيره وي هغومره ګرانه کيږي ترڅو دا ويروس خپور شي. پدې کې پر سطحو لاس وهل هم شامله دي، يعنې که کوم کس کرونا ويروس ولري او هغه خپل لاس پر دروازو لاسو او نورو ځايو وهلی وي تاسې هم بيمار کولی شي.
آیا تاسو کولای شئ، د لوی عمر لرونکو کسانو د پاملرنې په مرکزونو کې د خپلې کورنۍ له غړو او یا ملګرو سره وګورئ؟
د یوې عمومي قاعدې په توګه ټولو اسټرالیایانو ته پکار ترڅو په لاندې حالتونو کې د لوی عمر لرونکو د پاملرنې له مرکزونو څخه لیدنه ونکړئ.
- که چېرې تاسو په تېرو ۱۴ ورځو کې له بهر څخه اسټرالیا ته راستانه شوي یاست.
- په تېرو ۱۴ ورځو کې مو له داسې کس سره نږدې اړیکه درلوده چې په کرونا وېروس اخته وو.
- یا هم تاسو تبه، ټوخی، د ستوني درد او یا د نفس تنګي لرئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ ، د اسټرالیا ایالتونه اوسیمې خپل قوانین لري چې دغه قوانین نشي کولای د فدرال حکومت د کابینې له وړاندیزونو سره په مخالفت کې واوسېږي.
آیا تاسو ته پکار ده ترڅو ماسک واغوندئ؟
د آسټرالیا په یو شمېر ایالتونو کې د ماسک اغوستلو غوښتنه شوې ده، مګر په ځینو سیمو کې د ماسک اغوستل جبري دي.
که چېرې ستاسو په ایالت او سیمه کې وضعیت خراب شي نو ستاسو په ایالت کې هم د ماسک اغوستل جبري کېدای شی.
په خپل ایالت او سیمه کې د ماسک اغوستلو په اړه وروستي مالومات له لاندې وېب پاڼو څخه پيدا کولای شئ:
- د آسټرالیا مرکزي سیمه
- نیو ساوت وېلز
- شمالي سیمه
- کوینزلنډ
- سوت آسټرالیا
- تزمانیا
- ېکتوریا
- لویدیځه آسټرالیت
آیا تاسو کولای شئ، له اسټرالیا څخه بهر او یا هم د اسټرالیا له یوه ایالت څخه بل ایالت ته سفر وکړئ؟
ټول اسټرالیایان باید له غیر ضروري داخلي سفرونو څخه مخنیوی وکړي. د اسټرالیا د ایالتونو او سیمو ادارې کولای شي خپل محدودیتونه وضع کړي.
د عامه ترانسپورت ملي اصول:
د عامه ترانسپورت خدمات د ایالتونو او سیمو د حکومتونو مسؤلیت دی. د فدرال حکومت کابینې د عامه ټرانسپورټي شبکو د کارمندانو او مسافرینو د روغتیا او خوندیتوب لپاره یو لړ اصول تایید کړي. د بیلګې په توګه، که چېرې د یو کس روغتیايي حالت ښه نه یي نو باید سفر ونکړي، له چلوونکو سره فزیکي واټن و ساتل شي او د نغدو پیسوله ورکړې څخه ډډه وشي.
د عامه ترانسپورت برخې کاروونکي اړتیا نلري ترڅو ماسک واغوندي مګر په خپله خوښه دا کار کولای شي. د عامه ترانسپورتت د اصولو په اړه نور معلومات دلته لوستلی شئ:
نړیوال مسافرین:
د اکټوبر د میاشتې په ۲۳ نېټه د آسټرالیا ملي کابینې پرېکړه کړې ترڅو لا ډېر آسټرالیایانو ته اجازه ورکړل شي ترڅو بېرته خپل هېواد ته راستانه شي:
- د سویلي آسټرالیا ایالت تر دې وروسته د ۵۲۵ کسانو پرځای۶۶۵ کسانو ته اجازه ورکوي ترڅو له بهر څخه یاد ایالت ته ستانه شي
- کوینزلنډ د ۵۰۰ کسانو پرځای ۶۵۰ کسانو ته اجازه ورکوي
- نیو ساوت ویلز په اوونۍ کې ۸۵۰ کسانو ته اجازه ورکوي
- کانبرا په هرو ۱۶-۱۸ ورځو کې ۱۵۰ مسافرو ته اجازه ورکوي ترڅو یاد ښار ته ستانه شي
- اوسمهال د ۶۰۰۰ کسانو پر ځای په ېوې اوونۍ کې ۶۲۹۰ کسان اجازه لري ترڅو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي
ټول هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو څخه اسټرالیا ته راځي ( له نوي زیلنډ هېواد پرته) هغوی ته پکار ده ترڅو د ۱۴ ورځو لپاره په یوه ځانګړي شوي ځای کې قرنطین شي او تر هغې وروسته کولای شي خپل کور ته ولاړ شي.
له بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو آسټرالیایانو د قرنطین چارې د ایالتونو او سیمو د حکومتونو لخوا پر مخ وړل کېږي:
- نیو ساوت وېلز:
- وېکټوریا:
- د آسټرالیا مرکزي سیمه:
- د آسټرالیا شمالي سیمه:
- کوینزلنډ:
- سویلي آسټرالیا:
- تزمانیا:
- لویدیځه آسټرالیا:
اسټرالیایان او هغه کسان چې د اسټرالیا دایمي ویزې لري، نشي کولای د کرونا وېروس د بندیزونو له امله له دغه هېواد څخه بهر سفر وکړي. مګر که چېرې له لاندې ډلو څخه واوسېږي کولای شي د سفر اجازه ترلاسه کړي.
- هغه کسان چې له کرونا وېروس سره د مبارزې یا مرستې په موخه سفر ترسره کوي.
- هغه کسان چې لازمي وي ترڅو د سوداګریزو موخو لپاره سفر ترسره کړي (واردات او صادرات).
- هغه کسان چې د عاجلې طبي درملنې لپاره سفر کوي چې په آسټرالیا کې شتون نلري.
- هغه کسان چې د ملي ګټو او یا بشردوستانه مرستو په موخه سفر ترسره کوي.
د ټرانزیت مرکزونه
د سفر مقررات په لنډ وخت کې بدلون موندلی شي، له همدې امله اسټرالیا ته له سفر مخکې لاندې ټکي په یاد ولري.
- له کومې لارې چې تاسو غواړئ اسټرالیا ته راشئ هغه په دقت سره وګورئ چې خلاصه ده او که نه. همداراز د الوتکې له هوايي شرکت او ټریول اېجنټ سره په اړیکه کې اوسئ.
- د هغو هېوادونو او هوايي ډکرونو اعلامیې تعقیب کړئ چې تاسو غواړئ په هغه لاره اسټرالیا ته راشئ.
- که چېرې تاسو د ټرانزیت په اړه کومه پوښتنه لرئ، کولای شئ، له نږدې سفارت او یا هم قونسلګرئ سره اړیکه ونیسئ.
د اسټرالیا چارواکي څرنګه دغه وېروس اداره کوي؟
د اسټرالیا لومړي وزیر د کرونا وېروس (کوېډ – ۱۹) د کنټرول لپاره د بېړني غبرګون پلان فعاله کړی
د اسټرالیا ګورنر جنرال د بایو سیکیورټي اضطراري حالت د جون له ۱۷ نیټې څخه د سپتمبر تر ۱۷ نیټې پورې تمدید کړی.
د ځینو ویزو درلودونکو کسانو لپاره په شرایطو کې نرمښت راغلی
د رخصتیو د کاري ویزو درلودونکي کسان: دغه کسان له یوه کارګمارونکي سره د شپږو میاشتو کاري دورې له محدودیت څخه معاف دي. که چېرې دوی د یوه مهمه صنعت له کارکونکو څخه اوسي لکه : روغتیا، د لوی عمر لونکو د پاملرنې، د معلولینو د پاملرنې ، د ماشومانو د پاملرنې ، کرنې یا خوړو ،دوی کولای شي بله ویزه ترلاسه کړي که چېرې په راتلونکو ۶ میاشتو کې یې وخت پوره شي.
د آرام سمندر او موسمي کارګرو پروګرام ویزې درلودونکي کسان: دغه کسان به وکولای شي نرڅو خپلې ویزې دیوه کال لپاره تمدید کړي.
د لنډمهاله مهارت لرونکو ویزو درلودونکي کسان: د لنډمهاله سپانسر شویو کاري ویزو درولودونکي کسان لکه ، ۴۵۷ او ۴۸۲ ویزو درلودونکو کسانو که چیرې خپلې دندې له لاسه ورکړې اوسي، نو دوی ۶۰ ورځې وخت لري ترڅو یو بل سپانسر ومومي او یا هم آسټرالیا پریږدي.
که چېرې دوی له کار لرې شوي اوسي او دایمي له کار څخه ندي جواب شوي یا یې هم کاري ساعتونه کم شوي اوسي نو دا دوېزې له شرایطو سرغړونه نده. دوی کولای شي په روان کتل کې تر۱۰ زره ډالرو پورې خپلو تقاعدي پيسو ته لاسرسی پيدا کړي.
بهرني زده ګړیالان: هغه بهرني زده کړیالان چې تر اوسه کار لري، کولای شي په اسټرالیا کې پاتې شي . که چېرې دوی خپل کار له لاسه ورکړی اوسي، د کورنۍ ملاتړ او سپما پيسې نلري نو کېدای شي د نورو لارو په اړه فکر وکړي.
هغه بهرني زده کړیالان چې د لوی عمر لرونکو کسانو په مرکزونو او یا هم د نرسانو په توګه کار کوي ، کولای شي له ۲۰ ساعتونو زیات کار وکړي. که چېرې دوی په اسټرالیا کې ۱۲ میاشتې تېرې کړې اوسي نو کولای شي د خپلو تقاعد پيسو ته لاسرسی ولري.
په ویکتوریا ایالت کې به بهرني زده کړیالان له دولت څخه ۱۱۰۰ اسټرالیايي ډالره مرسته ترلاسه کړي او دغه مرستې به په یاد ایالت کې زرګونه کسانو ته ورکړل شي.
سیلانیان: باید خپل هېواد ته ستانه شي، په ځانګړې توګه هغه چې د کورنۍ ملاتړ نه لري.
د جاب سیکر پيسې
د جا سیکر پيسو ترلاسه کولو لپاره پکار ده ترڅو تاسو په لاندې ټولو شرایطو برابر اوسئ:
- ستاسو عمر د ۲۲ کلونو او تقاعد د عمر ترمنځ و اوسېږي
- تاسو د هستوګنې په شرط برابر اوسئ
- ستاسو عاید او سرمایه له ټاکل شوي حد څخه کمه اوسي
تاسو همدا راز باید له لاندې حالتونو څخه یو حالت ولرئ:
- تاسو زمونږ د بیکارۍ په تعریف برابر یاست او د کار موندلو په لټه کې یاست
- تاسو ناروغ یا ټپي یاست او د لنډ وخت لپاره نشئ کولی خپل عادي کار یا زده کړې وکړئ
د نورو معلوماتو لپاره د اسټرالیا دخدمتونو ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
د جاب کیپر پيسې
حکومت شاوخوا ۶ میلیونه کارګرانو ته د معاش سبسېډي برابروي ترڅو کارګران په هرو دوو اونیو کې دخپلو کارګارونکو له لارې له مالیې مخکې ۱۵۰۰ ډالره ترلاسه کړي. د جاب کیپر ۱۳۰ میلیارده ډالره به مرسته وکړي ترڅو اسټرالیایان خپل کارونه له لاسه ورنکړي او په دندو کې پاتې شي. دغه پيسې د شپږو میاشتو لپاره کارګمارونکو ته ورکول کېږي ترڅو ټولو کارکونکو ته ورکړل شي چې تر لومړۍ نېټې لدوی سره ثبت دي او دکار ګمارونکي لخوا ساتل شوي یا بوخت ساتل دوام یې لري.
کارګمارونکي به د هر مستحق کارمند لپاره په هرو څوارلس ورځو کې ۱۵۰۰ډالر تادیه ترلاسه کړي. دغه پروګرام به د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۳۰ نیټې پيل شي او د مې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به پيسې سوداګریزو ادارو ته ورکړل شي.
شاوخوا یو ملیون کورنۍ به د کرونا وېروس د ناروغۍ پرمهال د ماشومانو د پاملرنې وړیا خدمتونه ترلاسه کړي. د پلان له مخې به حکومت دماشومانو د پاملرنې د سکتور د عوایدو ۵۰ سلنه ورکړي، سربېره په هغو مرستو چې له پخوا یې ترلاسه کوي ترڅو مخکې لدې چې میندې او پلرونه خپل ماشومان له یادو مرکزونو څخه وباسي دغه کار ترسره کړي. د ماشومانو د ساتنې مرکزونو تمویل به د اپریل له ۶ نېټې څخه پلي شي.
د رواني روغتیا ملاتړ
د دولت د رواني روغتیا دیجیټلي پورټال هېډ ټو هېډ () د معلوماتو یواځنۍسرچینه چې د کرونا وېروس پرمهال د رواني روغتیا د ښه ساتلو، د ځان د قرنطين ، رواني روغتيایي خدماتو او پاملرنې په اړه معلوماتو ته په کې لاسرسی موندلی شئ.
که غواړئ پوه شئ چې د اسټرالیا حکومت د کرونا وېروس یا کویډ -۱۹څرنګه ادره کوي له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
په انګلیسي ژبه د معلوماتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ
ستاسو په ژبه کې لا ډېر معلومات د کورنیو چارو وزارت لخوا چمتو شوي: په پښتو ژبه معلومات دلته لیدلی شئ.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي. په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[].
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: