د آسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس د دویمې څپې له پای سره، د یاد ایالت مسئولینو نړیوالو پروازونو ته د سفر اجازه ورکړې. مګر هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو څخه آسټرالیا ته راځي باید د ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو کې قرنطین شي.
راپورونه ښيي چې نن سهار اته بجې، په یوې نړیوالې الوتکه کې ۲۵۳ کسان ملبورن ښار ته را رسېدلی. ټاکل شوې ترڅو دغه کسان د ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو کې قرنطین شي.
دا لومړنی پرواز دی چې د جولای میاشتې له پیل وروسته، ملبورن ښار ته ترسره کېږي.
د ویکټوریا ایالت د روغتیا برخې مسئولین وايي چې په تېرو ۳۸ ورځو کې په دغه ایالت کې د کرونا وېروس هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوي او اوسمهال په یاد ایالت کې د کرونا وېروس ټول ناروغ بېرته ښه شوي.
د آسټرالیا په بیلابیلو ایالتونو کې د کرونا ویروس د پيښو له کموالي سره د سفر محدودیتونه له منځه وړل شوي. مګر تر دې دمه نده مالومه چې د آسټرالیا اوسېدونکي به څه وخت یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته د سفر اجازه ولري.
څو ورځې وړاندې د ویکټوریا حکومت اعلان وکړ چې له بهر څخه راتلونکي مسافر به د ملبورن ښار او هوايي ډګر په ۱۱ هوټلونو کې ۱۴ ورځې قرنطین شي او د قرنطین لګښت هم د مسافر پر غاړه دی.
د قرنطین د لګښت په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ:
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: