د دغې پاڼې معلومات په دوامداره توګه اپډېټ کېږي. مونږ تاسو ته دا وړاندیز هم کوو ترڅو د لا ډ ېرو معلوماتو لپاره د اسټرالیا د هر ایالت له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
وېکټوریا
د آسترالیا د ملي کابینې د اکټوبر د میاشتې د ۲۳ نېټې له ناستې وروسته، د وېکټوریا ایالت مسئولینو هغه اصول منلې ترڅو د آسټرالیا ایالت پولې تر کریسمس پورې پرانستل شي.
د محدودیتونو په اړه مهم معلومات( مالومات) دلته لوستلی شئ:
د ویکټوریا ایالت د ټولو اوسېدونکو لپاره محدودیتونه او لارښوونې:
- له کور څخه د بهر وتلو هېڅ محدودیت نشته
- له کور څخه بهر به عامه ځایونو کې ۵۰ کسان سره یوځای کېدای شي
- هر ورځ پنځلس ۱۵ میلمانه کولای شي ستاسو کور ته راشي. همدا راز میلمانه له ځان سره هغه ماشومان چې له ۱۲ میاشتو کوچني دي هم کولای شي ستاسو کور ته راولي.
- رسټورانټونو، کافي شاپونو او بپونو ته ۳۰۰ کسان ورتللي. مګر د ودانۍ دننه ۱۵۰ کسان کښیناستلی شي
- په سینماګانو کې ۱۵۰ کسان فلم کتلای شي
- د عبادت په موخه ۲۰ کسان د ودانۍ دننه یو ځای کېدای شي . مګر له ودانۍ څخه بهر ۵۰ کسان د یو ځای کېدو اجازه لري
- کتابونونه بېرته پرانستل شوي .
د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې وېب پانې څخه لیدنه وکړئ:
جریمې
- د غیر قانوني یو ځای کېدو پر مهال خلک ۵ زره ډالره جریمه کېږي
- د ماسک نه اغوستل ۲۰۰ ډالره جریمه لري
- که چېرې د وېکټوریا ایالت یو اوسېدونکی، په کرونا وېروس اخته شوی اوسي یا هم له ناروغ کس سره په نږدې اړیکه کې پاتې شوی اوسي او ځان قرنطین نکړي، نو ۴۹۵۷ ډالره جریمه کېږي
- هغه کس چې سرغړونه کوي، کېدای شي تر ۲۰ زرو ډالرو پورې جریمه هم ترلاسه کړي
ماسک
د نومبر د میاشتې له ۲۳ نېټې څخه په ملبورن ښار کې د ماسک اغوستل جبري ندي. مګر د ویکټوریا اوسېدونکو ته پکار ده ترڅو له یو بل څخه یو نیم متر فاصله وساتي.
د ودانیو دننه لکه په شاپنګ سنټرونو او د عامه ترانسپورت په وسایلو کې د ماسک اغوستل تر دې وروسته هم جبري دي.
مالي مرسته
- د وېکټوریا ایالت هغه اوسېدونکي ۳۰۰ ډالره مرسته ترلاسه کولای شي چې د کرونا ویرس له معاینې وروسته د پایلو په انتظار اوسي او ځان قرنطین کړي.
- ۱۵۰۰ ډالره هغو کارګرو ته په پام کې نیول شوي چې د کرونا ویروس له امله باید ځان قرنطین کړي او له کارګمارونکي څخه پیسې نه ترلاسه کوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
کارګمارونکي
- د سپتمبر د میاشتې له ۲۸ نېټې څخه د کارګرو لپاره په ځینو محدودیتونو کې نرمښت راغلی دی.
- که چېرې له کور څخه کار امکان لري، نو کارمندانو ته باید اجازه ور نکړل شي ترڅو له کار ځای څخه کارونه ترسره کړي.
- هغه کارګمارونکي چې غواړي کارمندان یې له کارځای څخه خپل کارونه پر مخ یوسي نو باید هغو ته جواز لیک ورکړي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړي:
ښونخي
- ټاکل شوې ترڅو د ښونځیو حضوري درسونه په څلورم سمستر کې پیل شي.
- د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
د ناورین حالت
- د ناروین حالت پر مهال پولیس لا ډېر واک لري او مسئولین کولای شي د پارلماني قوانینو اجرا وځنډوي
- دغه حالت په دې موخه اعلان شوی، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې حکومت د ګرځبندیز د عملي کولو واک لري.
نیو سوت وېلز
نیوساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د وروستیو ثبت شویو پېښو د ځایونو په اړه معلومات دلته پیدا کولی شئ:
د نیو ساوت ویلز حکومت د کووېډ-۱۹ په اړه مهم معلومات په نورو ژبو هم ژباړلي دي. په پښتو ژبه معلومات دلته لوستلی شئ:
که چېرې تاسو هغو ځایونو ته تللي یاست چې د کرونا وېروس پیښې په کې ثبت شوي، نو پکار ده ترڅو :
- ۱۴ ورځې ځان قرنطین کړئ
- د کرونا وېروس معاینه وکړئ، حتا که چېرې تاسو نښې هم نلرئ
- که چېرې د کرونا وېروس له معاینې وروسته مو د یادې ناروغۍ نښې پیدا کړې، یو ځل بیا د کرونا وېروس معاینه وکړئ
- که چېرې ستاسو معاینه منفي هم واوسېږي ځان باید قرنطین کړئ
د وبا پر مهال د رخصتۍ پیسې:
- د آسټرالیا فدرال حکومت د وبا پر مهال له ګارګرو سره د ۱۵۰۰ ډالرو مرستې اعلان کړی چې د "Disaster Payment" په نوم یادېږي.
- د نیو ساوت ویلز ایالت هغه کارګر چې باید ځانونه قرنطین کړي، کولای شي دغه پیسې ترلاسه کړي.
- د آسټرالیا حکومت هغو کارګرو ته ۱۵۰۰ ډالره ورکوي چې د کرونا وېروس له امله نشي کولای کار وکړي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ له دغې پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
د خلکو پر یوځای راټولېدلو محدودیتونه
- په یوه وخت ۲۰ کسان کولای شي په یوه کور کې سره یو ځای شي او د اکتوبر له ۲۳ نېټې څخه ۳۰ کسان له کورونو څخه بهر په عامه ځای کې سره یو ځای کېدای شي.
- د عبادت مرکزونو ته ۱۰۰ کسان ور تللی شي مګر په هر څلور متره مربع ځای کې د یوه کس د شتون قانون باید عملي شي.
- د واده په مراسمو کې اوسمهال په یوه وخت ۱۵۰ کسان ګډون کولای شي . مګر په هر څلور متره مربع ځای کې د یوه کس د شتون قانون باید عملي شي
- د ډیسمبر د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د واده په مراسمو کې په یوه وخت ۳۰۰ کسان ګډون کولای شي . مګر په هر څلور متره مربع ځای کې د یوه کس د شتون قانون باید عملي شي.
- د جنازې په مراسمو کې هم پوه یوه وخت ۱۰۰ کسان ګډون کولای شي مګر په هر څلور متره مربع ځای کې باید یو کس شتون ولري
سوداګریز او تفریحي فعالیتونه
- د نیو ساوت وېلز ایالت مسئولینو پرېکړه کړې ترڅو د اکتوبر د میاشتې له ۱ نېټې څخه په یوه وخت د ۲۵ سلنه پرځای ۵۰ سلنه مینه والو ته اجازه ورکړي ترڅو د لوبو د لیدلو لپاره لوبغالو ته ولاړ شي.
- د بېلګې که چېرې یو لوبغالی د ۴۰ زره کسانو ظرفیت ولري په یوه وخت ۲۰ زره کسان د لوبو نندارې ته ورتللی شي. په یوه وخت له ۴۰ زره څخه زیات کسان نشي کولای د لوبو نندارې لپاره لوبغالو ته ولاړ شي.
رستورانتونه، کافي شاپونه او کلبونه:
- د اکتوبر له ۲۳ نېټې څخه ۳۰ کسان کولای شي ګروپي بوکنګ وکړي او ۳۰ کسان په یوه میز کښینې
- په ۲۴ ساعتونو کې باید د ګډون کونکو معلومات ثبت شي
- د واده په مراسمو کې ۱۵۰ کسان ګډون کولای شي. د ډیسمبر له ۱ نېټې څخه په یوه وخت ۳۰۰ کسان د ګډون اجازه لري
- د جنازی په مراسمو کې ۱۰۰ کسانو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې. مګر په هر څلور متره مربع ځای کې یو کس باید شتون ولري.
- سوداګریز مرکزونه باید د کوېډ سېف پلان ولري او د ټولو مشتریانو معلومات ثبت شي
سفر
د نیو ساوت وېلز ایالت د لنډې مودې لپاره خپلې پولې له وېکټوریا ایالت سره تړلي دي. که چېرې څوک له وېکټوریا ایالت څخه نیو ساوت ویلز ته سفر ترسره کوي نو ۱۴ ورځې باید په هوټل کې قرنطین شي.
د سپتمبر د میاشتې تر ۱۱ نېټې پورې د هوټل لګښت د هغو کسانو لپاره چې له وېکټوریا څخه نیو ساوت وېلز ته سفر کوي او باید قرنطین شي معاف شوی.و، مګر اوس دغه مصارف د مسافرو پر غاړه دي. د لاډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ، له لاندې وېب پانې څخه لیدنه وکړئ:
- د نیو سوت وېلز ایالت اوسېدونکي کولای شي د دغه ایالت هرې سیمې ته د سیل په موخه سفر وکړي
- د نورو ایالتونو اوسیدونکي هم کولای شي نیو سوت وېلز ته د سیل یا سیاحت لپاره سفر وکړي، مګر چې بېرته خپل ایالت ته ځي نو د خپل ایالت قوانینو ته باید پاملرنه وکړي
- هغه کسان چې له قانون څخه اطاعت و نکړي نو کیدای شي ۱۱ زره ډالره جریمه شي او یا هم زندان ته و استول شي
- که چېرې تاسو غوائ د نیو سوت وېلز ایالت له ملي پارکونو څخه لیدنه وکړئ نو مهرباني
وکړئ دملي پارکونو ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ. - د لوی عمر لرونکو او روغتیايي مرکزونو ته د یادو کسانو سفر منع شوی دی. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
ښونځي
- د نیو ساوت وېلز ایالت هغه زده کوونکي چې د کرونا وېروس نښې نښانې لري ښونځیو ته د ورتګ اجازه نلري ( که چېرې له ناروغۍ وروسته د زده کوونکو معاینه منفي وي بیا ښونځیو ته تلی شي).
- ښونځیو کې د فراغت غونډو د جوړولو اجازه نشته
- د ماشومانو والدین یا ساتونکي، ښونځیو ته دننه د ورتګ اجازه نلري
- د کینټین او یونیفورم پلورنځي کولی شي خلاص واوسېږي
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د محدودیتونو په اړه لا ډېرو معلومات دلته پیدا کولای شئ:
کوینزلنډ
د ښونځیو د فارغانو رسمي پروګرامونه لغوه شوي د بېلګې په توګه، د ګولډ کوسټ په فیسټیوال کې تنظیم شوي کلني پروګرامونه او کنسرټونه.
د ځوانانو کوچنۍ ډلې کولای شي د رخصتیو لپاره د استوګنې د ځای بوکنګ وکړي مګر د لوی پروګرامونو اجازه نشته.
د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه
- د نومبر د میاشتې له لومړی نېټې څخه د محدودیتونو د پلان ، پنځمه مرحله عملي بڼه غوره کوي . د دغه پلان له مخې ۴۰ کسان کولای شي په شخصي ځایونو کې سره یو ځای شي او ۴۰ کسان په ودونو کې د نڅا اجازه لري.
- د سپتمبر له ۵ نېټې څخه ټولو سیمو ته محدودیتونه له منځه وړل شوي
- د کورنۍ د غړو په ګډون ۳۰ کسان کولای شي سره یو ځای شي
- په عامه ځایونو کې هم ۳۰ کسان کولای شي سره ی وځای شي
- په یوه وخت ۲ کسان کولای شي له ناروغ کس څخه په روغتون کې لیدنه وکړي
- د معیوبو کسانو لپاره د استوګنې د اسانتیاو په اړه معلومات دلته لوستلی شئ: https://www.qld.gov.au/health/conditions/health-alerts/coronavirus-covid-19/current-status/restricted-areas-covid-19
لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ:
د لوی عمر لرونکو په مرکزونو کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر مالومات (معلومات ) دلته لوستلی شئ:
په روغتونونو کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته لوستلی شئ:
د معلولیت لرونکو کسانو د هستوګنې په مرکزونو کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته لوستلی شئ:
سوداګریز او تفریحي فعالیتونه
د روان کال د جون او ډیسمبر میاشتو ترمنځ که چېرې د کوینزلنډ ایالت یو اوسیدونکی په کرونا وېروس اخته شي یا هم له ناروغ کس سره د تماس له امله باید ځان له نورو څخه جدا کړي نو کولای شي له حکومت څخه ۱۵۰۰ ډالره ترلاسه کړي.
۲۰ کسان په یوه وخت په لاندې ځایونو کې د راټولېدو اجازه لري:
- په رسټورانټونو، کافي شاپونو، شرابخانو، رسمي کلبونو، هوټلونو او قمارخانو کې
- د ودانۍ د ننه سیما کې
- د کورونو په آکشن کې
- په کنسرټونو، تیاتر، ادېټوریم او سټودیمونو کې
- د ښکلا په مرکزونو، د نوکانو په سالونونو او د خال وهلو په مرکزونو کې
په لرې پرتو سیمو کې ۵۰ کسان کولای شي په هر وخت کې سره یو ځای شي (د کوېډ سېف پلان لېست څخه لیدنه وکړئ). یواځې د سیمې خلک کولای شي رسټورانټونو، کافي شاپونو، شرابخانو، رسمي کلبونو، هوټلونو او قمارخانو ته ورشي.
د بومیانو ټولنې – بایو سیکیورتي سیمې
د کوینزلنډ حکومت او د بومي اسټرالیایانو مشرانو موافقه کړې ترڅو په دریو پړاونو کې د بایو سیکیورټي سیمې محدودیتونو کې نرمښت راشي.
لومړی پړاو: هغه کسان چې د بومیانو ټولنې ته غواړي ورشي نو پکار ده ترڅو ځان قرنطین کړي. د قرنطین پرمهال خلک کولای شي د ضروري موخو لپاره له کور څخه بهر ولاړ شي.
دویم پړاو: د عامې روغتیا مشر به یو لارښود خپور کړي او د بومیانو ټولنې به د خوندي سیمې برخه وګرځي ترڅو خلک وکولای شي په آزاد ډول سره د روغتیايي لارښونو په پام کې نیولو سره سفر وکړي.
دریم پړاو: په لرې پرتو سیمو کې د بوميانو ټولنو ته د ورتګ محدودیتونه به لرې شي.
د محدودیتونو د کموالي په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلئ شئ.
د سفر محدودیتونه
- د ډیسمبر د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د سیډني ښار اوسېدونکي و کولای شي کوینزلنډ ایالت ته سفر وکړي
- د ډیسمبر له لومړۍ نېټې څخه د ویکټوریا اوسېدونکي هم کوینزلنډ ته د سفر اجازه لري
- د اکتوبر له لومړی نېټې څخه د نیو ساوت ویلز ایالت د سرحدي سیمو اوسېدونکي کولای شي کوینزلنډ ته د سفر اجازه ترلاسه
- کړي.همدا راز د کوینزلنډ اوسېدونکي هم کولای شي د نیو ساوت ویلز سرحدي سیمو ته سفر وکړي.
- د سپتمبر د میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کانبرا ښار اوسېدونکي کولای شي کوېنزلنډ ایالت ه سفر وکړي
- هر چا چې په تېرو ۱۴ ورځو کې د وېکټوریا ایالت په ګډون هغو سیمو ته سفر کړی يي چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي دي، کوینزلنډ ته د سفر اجازه نلري.
- هر هغه څوک چې کوینزلنډ ته بېرته ستانه کېږي نو ۱۴ ورځې باید ځان قرنطین کړي.
- د کوینزلنډ ایالت اوسیدونکي اوس کولای شي د سیل لپاره نورو سیمو ته سفر وکړي او هلته شپې تېرې کړي.
ښونځي
- په کوینزلنډ ایالت کې ښونځي بېرته شروع شوي، زده کونکي کولای شي د حضوري زده کړو لپاره ښونځیو ته ولاړ شي.
سویلي اسټرالیا
د نومبر د میاشتې له ۲۰ نېټې څخه د سویلي آسټرالیا ایالت یو ځل بیا د شپږو ورځو لپاره قرنطین شو. له دغې مودې وروسته به په ۸ ورځو کې محدودیتونه په تدریجې ډول سره بېرته کم شي.
- د سویلي آسټرالیا اوسېدونکي باید له اړتیا پرته له خپلو کورونو څخه بهر ونه وځي
- په یوې ورځ کې ، د یوې کورنۍ، یو غړۍ کولای شي له کور څخه بهر د خوړ اخیستلو لپاره ووځي
- ښونځي او د ماشومانو د ساتنې مرکزونه تړل شوي دي
- د پوهنتونونو دروازې تړل شوي
- له کور څخه بهر په آزاده فضا کې د ورزش اجازه نشته
- ټول رسټورانټونه او کافي شاپونه تړل شوي
- د خوړو او شرابو دوکانونه کولای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي
- خلک کولای شي د قرنطین پر مهال روغتیایي خدمتونو ته لاسرسۍ ولري
- د عامه ټرانسپورت وسایل، الوتکې، بانګونه، پوسته خانې او پټرول سټیشنونه کولای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
له سویلي آسټرالیا څخه نورو ایالتونو ته سفر:
- لویدیځې آسټرالیا، تزمانیا او د آسټرالیا شمالي سیمې پریکړه نیولې ترڅو د سویلي آسټرالیا اوسېدونکي یادو ایالتونو ته له سفر وروسته قرنطین کړي.
- کوینزلنډ یواځې د اډېلېډ ښار پر اوسېدونکو د سفر محدودیتونه لګولي.
- د نیو ساوت وېلز ایالت پولې د سویلي آسټرالیا ایالت د اوسېدونکو پرمخ خلاصې دي.
سوداګریز او تفریحي فعالیتونه
- خلک کولای شي له ودانۍ بهر د رسټورانټونو او کافي شاپونو مخ ته خواړه وخوري
- کتابتونونه او د لامبو حوضونه پرانستل شوي خو ځینې محدودیتونه تر اوسه شته
- سینما او تیاتر هم د فعالیت اجازه لري
د سفر محدودیتونه
- د تزمانیا، کوینزلنډ، لویدیځې آسترالیا او شمالي سیمې اوسېدونکي کولای شي له محدودیت پرته د سویلي آسټرالیا ایالت ته سفر وکړي.
- د سپتمبر له ۲۳ نېټې څخه د نیو ساوت ویلز ایالت اوسېدونکي هم کولای شي سویلي آسټرالیا ته سفر وکړي. د نیو ساوت وېلز اوسېدونکو ته نده پکار ترڅو ځانونه قرنطین کړي.
- د کانبرا اوسیدونکي کولای شي سویلي آسټرالیا ته سفر وکړي. د کانبرا اوسیدونکي له دې وروسته یاد ایالت ته له سفر وروسته نه قرنطین کېږي.
- هغه کسان چې له بهر څخه سویلي آسټرالیا ته سفر کوي باید ځانونه قرنطین کړي.
د سویلي اسټرالیا په ښونځو کې د لارښونو په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ:
ایالت کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ:
لویدیځه اسټرالیا
د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه
- د ۱۰۰ او ۳۰۰ کسانو د یوځای کېدو محدودیتونه له منځه وړل شوي
- د نورو محدودیتونو پرځای یو نوی محدودیت دا دی ترڅو په هر ۲ متره مربع ځای کې یو کس شتون ولري
- خلک باید له یو بل څخه ۱.۵ متره فاصله ولري
د لویدیځې آسټرالیا د لوبو په میدانونو کې ۵۰ سلنه کسانو ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي، یعنې که چېرې یو لوبغالی د ۲۰ زره کسانو لپاره څوکۍ ولري نو ۱۰ زره کسانو ته اجازه ورکول کېږي ترڅو لوبغالي ته دننه شي.
- د آپټس په لوبغالي کې په یوه وخت ۳۰،۶۳۳ کسانو ته اجازه ورکول کېږي ترڅو د لوبو لیدلو ته ورشي، مګر د کنسرټ پر مهال ۳۵ زره کسان د ننوتلو اجازه لري.
- په اچ بي اف پارک کې ۱۰،۱۵۰ کسانو ته اجازه ورکول کېږي
- په آر اې سي، ارینا کې ۷۱۵۰ کسانو ته د لوبو د لېدلو لپاره اجازه ورکول کېږي.
په لویدیځې آسټرالیا کې د محدودیتونو د کموالي په اړه لا ډېر معلومات دلته لیدلی شئ:
سوداګریز او تفریحي فعالیتونه
- رسټوراڼټونو او کافي شاپونو د فعالیت اجازه لري
- په یوه وخت ۲۰ کسان کولای شي ورزش وکړي او لامبو ځایونو ته ۲۰ کسان په یوه وخت ورتلی شي
- په لویدیځې اسټرالیا کې د ټولو کاروبارونو مسولینو ته پکار ده ترڅو د فعالیت لپاره د کوېډ سیف پلان ولري او له کوېډ-۱۹ څخه د خوندي پاتې کېدو لارښونو ته پاملرنه وکړي ترڅو کارکونکي او مشتریان خوندي و اوسېږي
- د عبادت مرکزونه، کتابتونونه او د تولنې مرکزونه کولای شي خپل فعالیت بېرته پیل کړي
- د لویدیځې اسټرالیا اوسیدونکي هڅول کېږې ترڅو بېرته خپلو کارونو ته ستانه شي
د سفر محدودیتونه
- د اکتوبر د میاشتې له ۵ نېټې څخه د وېکټوریا ایالت اوسېدونکي کولای شي ، د سویلي آسټرالیا ایالت ته سفر وکړي. تر دې وروسته د وېکټوریا ایالت اوسېدونکي د لویدیځې آسټرالیا په هوټلونو کې نه قرنطین کېږي بلکې د ۱۴ ورځو لپاره باید ځانونه په کورونو کې قرنطین کړي.
- د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکي هم کولای شي د نورو ایالتونو د اوسېدونکو په څېر لویدیځې آسټرالیا ته سفر وکړي، مګر له سفر ۱۱ ورځې وروسته باید د کرونا وېروس معاینه وکړي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره:
- د کمبرلي سیمې په ګډون د لویدیځې آسټرالیا له لارې نورو سیمو ته د سفر اجازه شته، مګر په اطرافي سیمو کې د بومیانو سیمو ته ورتګ منع دی.
- د سفر د محدودیتونو په اړه لا ډېر معلومات له لاندې وېب پاڼې څخه لوستلی شئ:
ښونخي
- په لویدیځې اسټرالیا کې د دویم سمستر له پیل څخه په سویلياسټرالیا کې ښونځي پرانستل شوي او میندې او پلرو کولای شي خپل ماشومان ښونځو ته واستوي
- هغه ماشومان چې غواړي له کور څخه زده کړې ترلاسه کړي دهغو لپاره هم زمینه برابره شوې
- د ټیف مرکز کورسونه د اپریل د میاشتې له ۲۸ نیټې څخه پیل شوي
- میندې او پلرونه اوس کولای شي د ښونځی دننه ولاړ شي
پدې اړه لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ:
لویدیځې اسټرالیا کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر معلومات دلته لوستلی شئ:
تزمانیا
د اکټوبر د میاشتې په ۲۶ نېټه په تزمانیا ایالت کې بېړنۍ حال پای ته ورسېد. مګر د عامې روغتیا په برخه کې تر اوسه بېړنۍ حالت پر خپل ځای پاتې ده.
د کرونا د وبا پرمهال د رخصتۍ پېسې:
- د تزمانیا ایالت په شرایطو برابر کارګر اوس کولای شي د فدرال حکومت ۱۵۰۰ ډالره مرسته ترلاسه کړي.
- د کرونا د وبا پرمهال د رخصتۍ پیسې د (Pandemic Leave Disaster Payment)په نوم یادېږي او هغو کارګرو ته ورکول کېږي چې باید ځانونه قرنطین کړي او کار نشي کولای.
د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه
- د کورنۍ له غړو پرته، په یوه وخت ۲۰ کسان کولای شي د خپلو دوستانو کورونو ته ورشي
سوداګریز او تفریحي فعالیتونه
- په آزاده فضا کې ۱۰۰۰ او د ودانۍ دننه ځایونو کې ۵۰۰۰ کسان (د سپتمبر له ۲۵ نېټې څخه)
- په هر ۲ متره مربع ځای کې یو کس:
- د پروګرام پر مهال ګډونوال کولای شي له خپل ځای څخه بې ځایه شي، مګر د شرابو څښلو پرمهال باید خپل ځاې کې واوسېږي.
لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ:
سفر
د تزمانیا ایالت پولې د لویدیځې آسټرالیا، کونیزلند، سویلي آسټرالیا، شمالي او مرکزي سیمو د اوسېدونکو پرمځ خلاصې شوې. د نومبر د میاشتې له ۶ نېټې څخه د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکي هم کولای شي یاد ایالت ته سفر وکړي.
د یاد ایالت مسئولین په پام کې لري ترڅو د دغه ایالت ته د تګ راتګ محدودیتونه د ډیسمبر له لومړۍ نېټې څخه کم کړي.
تاسو کولای شئ تزمانیا ته سفر وکړئ، مګر په یاد ولرئ ترڅو په یاد ایالت کې محدودیتونو ته پاملرنه وکړئ.
- د اکټوبر د میاشتې له ۲۶ نېټې څخه د نوي زیلنډ اوسېدونکي کولای شي تزمانیا ته له قرنطین پرته سفر وکړي.
- هغه کسان چې له نوي زیلند څخه تزمانیا ته سفر کوي باید په تېرو ۱۴ ورځو کې یې په هغو ځایونو کې وخت نه يي تېر کړی چېرته چې د کرونا وېروس ډېرې پېښې ثبت شوي
د لا ډېرو معلوماتو (مالوماتو) لپاره له لاندې وېب پانې څخه لیدنه وکړئ:
ښونخي
- په تزمانیا ایالت کې د ښونځیو درسونه بېرته پیل شوي او زده کوونکي د زده کړې لپاره ښونځیو ته ځي
پدې اړه لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ:
د اسټرالیا شمالي سیمه
د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه
- د اسټرالیا په شمالي سیمې کې خلک کولای شي له محدودیت پرته سره راټول شي ، مګر خلک باید له یو بل سره یو نیم متر فاصله ولري
- خلک کولای شي د واده او جنازې په مراسمو له محدودیت پرته کې ګډون وکړي
سوداګریز او تفریحي فعالیتونه
اوسمهال:
- په آزداه فضا کې د یوځاې کېدو، ورزش،لامبو وهلو، کب نیولو او کښتۍ چلولو اجازه شته
- حوضونه، د لوبو میدانونه ، او له ودانۍ څخه بهر جیمونه د فعالیت اجازه لري
- رسټورانټونه، کتابتونونه، ګالریانې او موزیمونه د فعالیت اجازه لري
په لاندې برخو کې بندیزونه له منځه تللي دي:
- فوټبال، باسکېټ بال او نېټ بال
- سینما، تیاتر، کنسرټ، نایټ کلب او نڅا کلب
- ټول هغه خدمتونه لکه ، خال وهل چې پخوا منع و
- د لوبو، ساعتېرۍ او ټولنې مرکزونه
- ټول هغه سوداګریز فعالیتونه او خدمتونه چې پخوا منع و
- مهمو غونډو ته په جلا ډول اجازه ورکول کېږي
د سفر محدودیتونه:
- هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو څخه د آسټرالیا شمالي سیمې ته سفر کوي باید قرنطین شي او د قرنطین د لګښت ۲۵۰۰ ډالره هم باید ورکړي.
- هغه کسانو چې د آسترالیا له نورو ایالتونو او سیمو څخه شمالي سیمې ته سفر کوي:
- د هغو سیمو کسان چې هلته د کرونا وېروس زیاتې پېښې ثبتېږي، باید ځانونه قرنطین کړي
- په کومو سیمو کې چې د کرونا وېروس زیاتې پېښې نه ثبتېږي، د یادو سیمو اوسېدونکو ته نده پکار ترڅو ځانونه قرنطین کړي
- که چېرې په نیو ساوت وېلز کې وضعیت ښه شي نو د اکتوبر له ۹ نېټې څخه د سیډني ښار نوم له هغه لېست څخه ویستل کېږي چې د کرونا وېروس زیاتې پېښې په کې ثبتېږي.
- د آسټرالیا شمالي سیمې ته له سفر ۷۲ ساعته مخکې باید د سفر انلاین فورم ډک کړل شي
ښونځي
- د اسټرالیا په شمالي سیمې کې د ښونځیو درسونه بېرته شروع شوي
- که چېرې کورنۍ غواړي ماشومان یي په کور کې پاتې شي نو پکار ده ترڅو له کور څخه انلاین سبق ووايي.
په شمالي سیمې کې د ښونځیو په اړه لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ:
په شمالي سیمې کې د محدودیتونو په اړه لا ډېر معلومات دلته ( په انګلیسي ژبه) پیدا کولی شئ:
د اسټرالیا مرکزي سیمه
د خلکو په یوځای راټولېدلو محدودیتونه
- د دوستانو کورونو ته د ورتګ لپاره حد ندی ټاکل شوی
- په عامه ځایونو کې ۱۰۰ کسان سره یو ځای کېدای شي، مګر په هر څلور متر مربع ځای کې باید یو کس شتون ولري. د لا ډېرو معلوماتو لپاره له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
سوداګریز او تفریحي فعالیتونه
- په آزاده فضا کې ۱۰ کسان کولای شي د فټنس په صنفونو کې برخه واخلي
- د کورونو په آکشن کې هم لس کسان ګډون کولای شي
- په محدودیتونو کې نرمښت راغلی، د فټنس مرکزونه ، جیمونه او د ښکلا مرکزونه دفعالیت اجازه لري چې د ودانیو دننه دي. سوداګریزو مرکزونو ته پکار ده. ترڅو د کویډ سېف پلان عملي کړي.
- عامه ځایونه لکه موزیمونه، بېرته پرانستل شوي او ۲۰ کسان په کې په یوه وخت یو ځای کېدای شي.
- په هغو ځایونو کې چې ۸۰ متره مربع دي ۲۰ کسان د کېناستلو اجازه لري. په لویو ځایونو کې له ۲۰۰ د زیاتو کسانو اجازه هم شته.
- د سپتمبر د میاشتې له ۱۸ نېټې څخه ۲۵ کسان کولای شي په یوه وخت رسټورانټونو او کافي شاپونو ته ولاړ شي.
سفر
- د کانبېرا ښار اوسېدونکي کولای شي نیو ساوت وېلز ایالت ته د سیل لپاره سفر وکړي.
- د کانبرا ښار اوسېدونکي کولای شي له محدودیت پرته د آسټرالیا سویلي ایالت ته سفر وکړي
- د کانبرا ښار له اوسېدونکو څخه غوښتنه شوې ترڅو هغو سیمو ته له سفر څخه ډډه وکړي چې هلته د کرونا وېروس زیاتې پېښې ثبتېږي. اوسمهال د وېکټوریا ایالت او د سیډني په ښار کې د کرونا زیاتې نوې پېښې ثبتېږي.
ښونخي
- د اسټرالیا په مرکزي سیمې کې اوسمهال ټول ښونځي بېرته پرانستل شوي.
- په جولای میاشت کې به لومړۍ ډله بهرني زده کړیالان د کانبرا ښار ته راستانه شي
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: