د آسټرالیا دفاع وزیر: یو شمېر هغو افغانانو چې د استرالیا له پوځ سره یې په افغانستان کې کار کړی له طالبانو او القاعدی سره اړیکې پیدا کړي

د آسټرالیا دفاع وزیر تور لګوي چې یو شمېر هغو ترجمانانو چې پخوا یې له آسټرالیایانو سره کار کړی له طالبانو او القاعدې سره اړیکې پیدا کړي.

Minister for Defence Peter Dutton.

Minister for Defence Peter Dutton. Source: AAP

د آسټرالیا دفاع وزیر، پیټر ډټن وايي چې یو شمېر هغو ترجمانانو چې پخوا یې له آسټرالیایانو سره کار کړی له طالبانو او القاعدې سره اړیکې پیدا کړي.

ښاغلي ډټن د آسټرالیا ای بي سي شبکې ته د چهارشنبې په ورځ ویي چې "موږ اړتیا لرو په سیمه کې واقعیت ته وګورو، هغسې نه څنګه چې موږ غواړو".

هغه وايي "حقیقت دا دی چې خلک د خپلې بقا لپاره بیعت کوي."
ښاغلي ډټن وایي چې د هغه حکومت د ویزو ځینې غوښتونکي د امنیتي خطر په توګه ارزولي، مګر دا یې نده تائید کړې چې څومره کسان په دغه ډله کې شامل دي. 

ښاغلی ډټن وايي " داسې ډېر ښه خلک وه چې لس کاله مخکې یې له مونږ سره مرسته کړې او بیا بیا دوی تللي ترڅو له طالبانو سره کار وکړي، له القاعدې سره کار وکړي، دوی زمونږ د همکارانو پر خلاف عمل کوي او د دوي وفاداری بدله شوې."

"مونږ هغوی خپل هېواد ته نه راولو او هغو چې له مونږ سره مرسته کړې هر چېرته چې امکان ولري زمونږ هېواد ته راځي"

په تېرو ۲۰ کلونو کې په سلهاوو افغانانو له آسټرالیایانو سره په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې کار کړی دی.
د آسټرلیا حکومت له ۲۰۱۳ کال راهیسې د آسټرالیا د بشردوستانه پروګرام له لارې شاوخوا ۸۵۰۰  افغانانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړي.

په دغه ډله ۱۸۰۰ هغه ترجمانان او محلي کار کوونکي شامل دي چې له آسټرالیا سره یې به افغانستان کې مرسته کړې.

په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان ډیری سیمې په خپل کنټرول کې رواستلي، ډیری هغه کسان چې پخوا یې له اسټرالیایانو سره کار کړی د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمن دي.
د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي چې په پام کې ده ترڅو په روان کال کې شاوخوا ۳۰۰۰ ویزې هغو افغانانو ته ورکړل شي چې روانې جګړې زیانمن کړي دي.

د چهار شنبې په ورځ د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاوک وايي‌ دغه ویزې "د استرالیایانو د کورنۍ غړو ، اقلیتونو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو، هزاره ګانو او نورو زیان منونکو" ډلو ته ځانګړې شوي.

 


شریکول
خپور شوی 19/08/2021 په 6:31pm
اپډیټ شوی 19/08/2021 په 7:00pm
لخوا Claudia Farhart