'له سترګو پرته ژوند' : طالبانو تېر کال د خاطرې سترګې و ویستلې، مګر اوس هغې خپله وروستۍ هیله هم بایللې ده

Khatera

Source: SBS Pashto - Supplied

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

خاطرې یواځې درې میاشتې د خپلې خوښې وظیفه ترسره کړې وه چې په څلورمه میاشت کې پرې برید وشو او خپلې سترګې یې له لاسه ورکړې. هغه اوس خپل ماشومان نشي لیدلی او فکر کوي چې طالبان به داځل د هغې پښې هم قطع کړي.


په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره د ښځو د حقونو او آزادیو په اړه اندیښنې په زیاتېدو دي. په تېرو څو میاشتو کې یو زیات شمېر ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو زیات شمېر نورې خپلو حقونو ته لاسرسی نلري.

خاطره هاشمي د افغانستان په غزني ولایت کې د پولیسو پخوانۍ افسره وه. هغې یواځې درې میاشتې د غزني‌ ولایت د جنایي پولیسو په برخه کې دنده ترسره کړې وه، مګر د لومړني معاش له ترلاسه کولو مخکې پرې وسله والو پرې برید وکړ او سترګې یې له لاسه ورکړې.

د ۲۰۲۰ کال د جون میاشتې په ۷ نېټه، خاطره له خپل کار څخه بېرته کور ته روانه وه، مګر کله چې کور ته نږدې شوه، نو ویې لیدل چې درې تنه وسله وال یې کور سره نږدې ولاړ دي.
هغه وايي‌ چې" کور سره نږدې طالبان ناست وه، یو موټر سایکل ورسره وه، دوه په موټر سایکل ناست وه او بل له موټر سایکل نه ښکته ولار وه."

"چې په ما یې ډزې وکړلې، په شا مې هم مرمۍ ولګېدلې او په دا مټو مې هم، کله چې په سر [په مرمۍ] ولګېدم، بیا په ځان پوه نشوم او دوی را څخه سترګې وېستلې وې"

خاطره اوسمهال شاوخوا ۳۲ کاله عمر لري، د برید پر مهال هغه ۲ میاشتې حامله هم وه، مګر ماشوم ته په برېد کې زیان ندی اوښتی او اوسمهال هغه ماشوم شپږ میاشتنی دی.

خاطره وايي‌ چې له برید مخکې وسله والو د هغه مېړه ته ګواښونه کول ترڅو خپله مېرمن له وظیفې څخه وباسي، له همدې امله دوي‌ پرېکړه کړې وه ترڅو په غزني کې وظیفه پرېږدي‌ او کابل ته ګډه وکړي.
Khatira
له ښي خوا په هند کې مدنی فعال نثار احمد شیرزی، د خاطرې خاوند محمد نبی او خاطره هاشمي Source: SBS Pashto - Supplied
هغه وايي: " په جنایي کې مدیر راته ویلي وه چی خاطرې، دلته ستا لپاره مشکلات دي، زه به ستا اسنادونه درکړم،   خیر دی زه به کمک درسره وکړم،  ته کابل ته ولاړه شه او نوره وظیفه کابل کې وکړه. "

"په هغو شپو کې مونږ دا نیت کړی وه چې کابل ته ځو،  میړه می په هغه ورځ [د برید په ورځ] باندې کابل ته ولاړه او ماته یې و ویل چی ته به د کور سامان ټول کړې. ماسپښین دوه بجې وې چې زه له وظیفې کور ته روانه وم، زه ولګیدم."
خاطره وايي چې برید کوونکو په پښتو ژبه خبرې کولې او دې هغوی هېڅکله مخکې نه وه لیدلي. مګر له برید وروسته معلومه شوه چې پلار یې هم د دغه برید تر شا وه.

هغه وايي چې پلار به یې هر وخت ورته ویل چې کار خوشې کړي خو د هغې هېڅ وخت باور نه راته چې یو پلار له خپلې لور سره داسې کولای شي.

نومورې زیاتوي: " له تحقیقاتو ورسته زما باور راغی چې پلار مې دغه کار د طالبانو له لارې کړی وه."
Khatera
له برید وروسته خاطره هاشمي د کورنیو چارو له پخواني وزیر مسعود اندرابی سره Source: SBS Pashto- supplied
د خاطرې خاوند محمد نبی وايي چې له واده مخکې خاطرې ورڅخه غوښتنه کړې وه ترڅو ژمنه وکړي چې د کار اجازه به ورکوي.

"خاطرې چې ما سره واده کاوه، ماته یې و ویل چې ما سره به یوه خبره منې چې زما دیر غټ ارمان دی چې زه غواړم پولیسه شم او خلکو ته خدمت وکړم، جامعه ته خدمت وکړم، د خپلو ښځو غږ پورته کړم."

"ما ورته وویل چې صحیح ده فرق نکوي."
له برید څو میاشتې وروسته، د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې په دویمه نېټه خاطره له خپل خاوند سره د سترګو او نورو ټپونو د درملنې لپاره هند ته تللې، مګر په هند کې ډاکټران د نوموړې د سترګو په درملنې کې پاتې راغلي دي او ورته ویلي یې دي چې نه جوړېږي.

خاطرې خپل ۵ ماشوم په غزنی ولایت کې پرېښي. محمد نبی وايي چې یو شمېر نا څرګنده کسانو د هغه ماشومانو ته زنګ وهلی او د خاطرې پوښتنه یې کړې ده.

خاطره وايي، د دغې خبرې له اورېدلو وروسته یې پرېکړه کړې ترڅو په هند کې پاتې شي او یو ان اچ سي‌ آر سره کیس واچوي.

په هند کې خپلواکه مدنی فعال نثار احمد شیرزی د شاوخوا ۳۰ زره افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حالت په اړه اندېښنه څرګندوي. هغه وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره، افغان کډوالو ته توجه نکوي او بې پروایي کوي.

" د ملل متحد دفتر هیڅکله افغانانو ته توجه نکوي، یواځنۍ لاره مونږ ته رسنۍ دي چې د رسنیو له طریقه د دې خور غږ مونږ پورته کړو." 


شریکول