د آسټرالیا د کډوالو چارو وزارت اس بی اس پښتو راډیو ته په یوې استول شوې اعلامیې کې ویلي چې آسټرالیا په روان کال کې د هغو افغانانو لپاره ویزې ځانکړې کړي چې زیانمن شوي دي.
په اعلامیې کې راغلي چې د آسټرالیا حکومت د ۱۳ زره او ۷۵۰ ویزو له ډلې څخه ۳۰۰۰ ویزې یواځې له آسټرالیا څخه بهر افغانانو لپاره ځانګړې کړي دي.
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاوک وايي دغه ویزې "د استرالیایانو د کورنۍ غړو ، اقلیتونو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو، هزاره ګانو او نورو زیان منونکو" ډلو ته ځانګړې شوي.
ښاغلی هاک وايي، د آسټرلیا حکومت له ۲۰۱۳ کال راهیسې د آسټرالیا د بشردوستانه پروګرام له لارې شاوخوا ۸۵۰۰ افغانانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړي.
په دغه ډله ۱۸۰۰ هغه ترجمانان او محلي کار کوونکي شامل دي چې له آسټرالیا سره یې به افغانستان کې مرسته کړې.
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاک تېره ورځ د یوې بلې اعلامیې په خبرولو سره ویلي وه چې په دغه هېواد کې د لنډمهاله ویزو درلودونکي افغانان بېرته افغانستان ته نه استول کېږي او له دوی څخه به ملاتړ وشي.
د ۲۰۲۱ کال د اپریل د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر دې دمه پورې ۶۴۰ تنه هغه افغان آسټرالیا ته راغلي چې په افغانستان کې یې له افغان ځواکونو سره دنده ترسره کړې وې.
د ګډوالو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې آسټرالیا به د بشردوستانه او بیا میشتېدنې پروګرامونو سره نړیوال بشردوستانه مسؤلیتونو ته ادامه ورکړي.