ولې باید په کرونا وېروس دویم ځل اخته نشئ؟

د کرونا وېروس د بیا اخته کېدو په اړه دلته معلومات لوستلی شئ.

COVID-19 Reinfection

Linzi Ibrahim (left) says the second infection has affected her both physically and mentally Credit: Linzi Ibrahim

مهم ټکي:
  • پروفیسور مایکل کیډ وايي چې د تیرو انتاناتو معافیت یوازې څلور اونۍ دوام کوي.
  • د وېروس ضد ګولۍ په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو ، په روغتون کېد بستر کېدو چانس را کموي.
  • د ویروس ضد ګولۍ د COVID-19 سره په خلکو کې په روغتون کې بستر کیدو خطر د پام وړ کموي.
د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکې، لنزي ابراهیم د هغو زرګونو آسټرالیایانو له ډلې څخه ده چې د اوسني اومیکرون څپې پرمهال، کرونا وېروس د دوهم یا دریم ځل لپاره نیولې ده.

آغلې ابراهیم، چې د دوه ماشومانو مور ده او په نفس تنګي ناروغۍ اخته ده وايي چې په کرونا ویروس د دویم ځل اخته کېدو تجربه یې ډېره خرابه وه.
اغلې ابراهیم اس بي اس شبکې ته وویل: " په ویروس دویم ځل اخته کېدو زما پر تنفس ناوړه اغېز درلود چې د اندیښنې وړ دی."

هغه وايي چې ویروس دا ځل په فزیکي او رواني حالت، دواړو اغیزه کړی ده.

"د لومړنيو کارونو لکه پخلي او پاکولو لپاره انرژي درلودل ګران کار ده، ما د خپلو ماشومانو سره د کوم کار، تمرین یا لوبې کولو انرژي نه درلوده"

آغلې ابراهیم ټولو ته مشوره ورکوي ترڅو په هر قیمت په کرونا وېروس د دویم ځل لپاره اخته کېدو مخنیوی وکړي.

ولې خلک بیا په کرونا اخته کېږي؟

متخصصین او روغتیایی چارواکي وايي، هغه کسان چې د کرونا وېروس په ډیلټا او د اومیکرون په نورو فرعی ډولونو اخته شوي اوسي او واکسین یې ترلاسه کړی اووسي، بیا هم د اومیکرون په BA.5 او BA.4 ډولونو اخته کېدای شي.
د آسټرالیا مرستیال لوی طبي افسر، پروفیسور مایکل کیډ وايي چې د تیرو انتاناتو معافیت یوازې څلور اونۍ دوام کوي.

اوس د اسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې په کرونا وېروس له اخته کېدو وروسته د معافیت دوره له ۱۲ اوونیو څخه ۲۸ ورځو ته راټیټه شوې.

پدې مانا چې په کرونا ویروس له اخته کېدو ۲۸ ورځې وروسته تاسو یو ځل بیا په کرونا وېروس اخته کېدای شئ.

آیا په کرونا دویم ځل اخته کېدل تر لومړي ځل ډېر جدي وي؟

پروفیسور کیډ وايي چې د کرونا ویروس نوي فرعي ډولونه "ډیر د لیږد وړ" دي، مګر څیړونکي لا هم د دې ډولونو د اغیزو په اړه څېړنې کوي.

"هغه څه چې موږ نه پوهیږو دا دي چې آیا دا نوي ډولونه د اومیکرون د پخوانیو ډولونو یا الفا او ډیلټا په پرتله خورا جدي ناروغۍ رامینځته کوي او که نه."

" مونږ باید په یاد ولرو چې په وېروس بیا اخته کېدل د هغو کسانو د جدي ناروغۍ لامل ګرځېدای شي چې تر ۷۰ کلونو لوی عمرونه لري. یا هغه کسان چې اوږدمهاله روغتیایی ستونزې لري، معیوبیت لري یا د معافیت کموالی لري. "

څنګه کولی شو په کرونا وېروس د بیا اخته کېدو مخه ونیسو؟

پروفیسور کیډ د آسټرالیا له اوسېدونکو څخه په کلکه غوښتنه کوي ترڅو له کور څخه د بهر وتلو پرمهال، په هغو ځایونو کې ماسک واغوندي چې فزیکي واټن ساتل هلته ګران دي.

هغه وايي: "پدې کې دوکانونو او سوپر مارکیټونو ته تلل، د لفټ ته داخلیدل او د عامه ترانسپورت کارول شامل دي."

"په ورته وخت کې، مهرباني وکړئ د کرونا وېروس بوسټر شات ترلاسه کړئ."
Health authorities advise residents to do a RAT or PCR test as soon as COVID-19 symptoms occur.
Health authorities advise residents to do a RAT or PCR test as soon as COVID-19 symptoms occur. Source: Getty / Getty Images/Tang Ming Tung
که چېرې تاسو بیا اخته شئ؟

د روغتیا برخې مسئولین وايي که چېرې تاسو د کرونا وېروس نښې نښانې لرئ او ستاسو د کرونا وېروس د چټکې معاینې پایلې منفي وي، مهرباني وکړئ د پي سي آر معاینه وکړئ.
آغلې ابراهیم وايي چې د هغې د کرونا چټکه معاینه منفي وه، مګر کله چې د هغې وضعیت خراب شو او د پي سي آر معاینه یې وکړه نو معلومه شوه چې کرونا لري.

هغه له خلکو څخه غوښتنه لري ترڅو په کرونا وېروس د اخته کېدو پرمهال د د وېروس ضد ګولۍ وخوړئ، ځکه دغو ګولیو د ناروغۍ پرمهال د هغې د تنفس ستونزه حل کړه.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو، د آسټرالیا د مختلفو کلتورونو ټولنو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه وروستي معلومات وړاندې کړي.
د اس بي اس شبکې او خوندي پاتې شئ.

شریکول
خپور شوی 17/08/2022 په 1:03pm
اپډیټ شوی 17/08/2022 په 2:56pm
لخوا Yumi Oba, SBS Pashto