کله چې مونږ لومړي ځل لپاره په کرونا ويروس اخته شو نو لومړی ورخطا کيږو او دا يو نورمال حالت دی، ولې داچې تاسې په کرونا ويروس اخته شوي ياست پدې معنی هم نده چې روغتون کې بستر کيږئ.
اسټراليا کې ډاکټره نتاشه ياتس تاسو ته هر څه روښانه کوي چې بايد څه وکړئ.
کله چې د کرونا ويروس معاينه مو مثبت راشي
که په کور کې د rapid antigen test يا د کرونا ويروس چټکۍ معاينې پايله مو مثبت راشي نو اړ نه ياست چې بهر ته لاړ شئ او د PCR ټيسټ وکړئ.
بل که تاسې د کوويډ-۱۹ نښې لرئ او نه د rapid antigen test او يا PCR ته لاسرسی لرئ نو داسې سوچ وکړئ چې تاسې په کوويډ-۱۹ اخته شوي ياست، ځان يوازې ځای کې تر هغه وخت پورې بند کړئ چې د کوويډ-۱۹ معاينه وکړئ.
چاته بايد احوال ورکړئ؟
داسې يو کس ته بايد احوال ورکړئ چې ستاسو پالنه وشي کولی او هم ستاسو هره ورځ احوال واخلي.
دا احوال يا خو تاسو ته راتګ سره او يا ټليفون له لارې اخيستل کيږي.
تاسې بايد خپل کار ځای ته احوال ورکړئ او هر هغه پلان چې راتلونکې اونۍ لپاره يې لرئ هغه لغوه کړئ.
دا مهال اسټراليا کې د نږدې اړيکو کسانو پيژند او يا ورته احوال ورکولو سيسټم له ستر فشار سره مخ دی ولې ښه به دا وي چې تاسې خپله خپل نږدې اړيکو کسان خبر کړئ.
دا مهال نږدې اړيکو کسانو هغو ته ويل کيږي چې ستاسو ناروغی دوران کې له تاسو سره يې په کور او يا کور ورته ځای کې له څلورو ساعتونو ډير وخت تير کړی وي.
پدې کې ستاسو ناروغه کيدو څخه دوه ورځې مخکې وخت هم شامله دی.
اصل کې يو کس له څلورو ساعتونو لږ وخت تيرولو سره بيا هم له تاسو ويروس اخيستلی شي نو ښه ده چې هغوی ته احوال ورکړئ.
ځينو ايالتونو کې لکه کوينزليند او ويکټوريا له تاسو غوښتل کيږي چې په کور کې د rapid antigen test پايله هم له چارواکو سره شريکه کړئ ولې يادو معلوماتو شريکولو په برخه کې مله تګلاره شتون نه لري.
يوازې ځينو حالاتو کې خپل ډاکټر ته خبر ورکړئ
په کرونا ويروس اخته کيدو سره سم خپل کورني ډاکټر ته خبر مه ورکوئ. ډيري وختونو کې که تاسې ځوانان ياست، سالم او تکړه ياست نو احوال ورکولو سره تاسو ته هيڅ ګټه نه کوي.
اسټراليا کې د کرونا ويروس درملنې ملي لارښود وايي، که تاسې ځوانان ياست او معمولي ناروغي لرئ او نور جدي فکتورونه نه لرئ نو بيا د کوويډ-۱۹ ناروغي کور کې سمبال کولی شئ.
اسټراليا کې هره ورځ زرګونه کسان په کرونا ويروس اخته کيږي او د هر يو کس ويروس مثبت پايله نه څيړل کيږي. دا مهال ماشومانو او هم لويان لپاره واکسين ورکړې پروسه پر مخ روانه ده او ډيري کسان بوسټر شاټ يا د واکسين دريم ډوز ترلاسه کوي. ژوند معمول سره مخې ته روان دی.
دا اړينه ده چې ځيني کسان که حتی دوی کوويډ-۱۹ باندې اخته کيدو وروسته ښه احساس هم کوي بايد خپل کورني ډاکټر سره اړيکه ونيسي او يا ټليفون له لارې د ډاکتر مشوره واخلي.
پدې کې ټول هغه کسان چې عمرونه يې له ۶۵ کلونو ډير وي، اميندواره وي، يا نيمه واکسين شوي اوسي او يا يې هيڅ واکسين نه وي ترلاسه کړی او ځيني حالتونه ولري لکه، چاغ، شکر، پښتورګي، زړه، ځګر او سږو ناروغي ولري.
پدې ګروپ کې ټول کسان کيدای شي له بد روغتيايي حالت سره مخ شي.
کور کې خپل درملنه کول
ډيري زمونږ او تاسې په کور کې خپل درملنه کوو.
دا ډيره کې هغه کسانو لپاره وي چې عمرونه يې له ۶۵ ټيټ وي، اميندواره نه وي، دوه ډوزه د واکسين يې ترلاسه کړی وي او اوږدمهاله ناروغي ونه لري.
دا ځيني شيان په پام کې ولرئ:
- خپل کور هغو ټولو نورو لپاره امن او خوندي جوړ کړئ چې پکې ژوند کوي، دا هم ضرور نده چې له تاسو څخه ويروس د کور نورو غړو ته انتقال شي که چيرې تاسې ښه تدابير پلي کړئ.
- داچې تاسې اجازه نه لرئ له کوره بهر شئ (ځينو بيړني طبي حالاتو کې وتلی شئ) دا يقيني کړئ چې خواړه او درمل تاسو ته رسيږي او له ځينو خدماتو کار اخيستلی شئ لکه ستاسو کور ته خواړه او يا خواړو توکي راوړلو خدمتونه.
- آرام وکړئ، ډير اوبه وڅښئ،- تبې لپاره د تبې درمل لکه پرستامول او ای بروفين چې درملتون کې نسخې پرته اخيستل کيږي وکاروئ.
- التهاب، کانګې او اسهال غير معمولي ندي، که تاسو له دې څخه کوم يو تجربه کوئ نو ډير ځله کوچني خواړه وخورئ. سپين رنګه خواړه لکه پاستا، وريجې، کچالو او سپينه ډوډی ګټور وي. دومره اوبه وڅښئ چې د متيازو رنګ مو صاف وي.
- که تاسو له کوويډ-۱۹ مخکې کوم درمل کارول نو هغه جاري وساتئ ( که چيرې ستاسو ډاکټر بل وړانديز نه وي کړئ.)
- که چيرې تاسې د اکسيجن څارنې ماشين لرئ نو ورځ کې درې وارې خپل اکسين چک کړئ او يا که چيرې احساس کوئ چې ساه سمه نشئ اخيستلی او يا د اکسيجن درجه مو ۹۲٪ يا له هغې ټيټ وي نو بيا عاجلې کتنې ته اړتيا لرئ. خپل ځيرک ساعتونو کې د اکسين کچې معلومولو باندې تکيه مه کوئ.
کله بايد روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ؟
اسټراليا کې د Healthdirect ويبپانه دا وړانديز کوي:
دا درې پوښتنې سهار، غرمه او شپې له ځان څخه وکړئ.
زه خواړه خوړلی شم؟
څښاک کولی شم؟
تشناب ته نورمال حالت سره تللی شم؟
زه خپل عادي درمل خوړلی شم؟
که ددې سوالونو يو ځواب نه وي بيا خپل ډاکټر ته ټليفون وکړئ او روغتيايي مشوره ترلاسه کړئ.
کله بايد روغتون ته لاړ شئ؟
خپل کورني ډاکټر ته انتظار مه کوئ او ژر روغتون ته لاړ شئ او يا ۰۰۰ شميرې ته زنګ ووهئ که چيرې دا لاندې روغتيايي حالت سره مخ شئ:
ساه تنګي، که تاسې يوه جمله هم سمه نشئ ويلئ او يا په يوه ساه تر ۲۰ پورې حساب نشئ کولی.
بې هوښه کيدل، غير معمولي خوب, سستوالی او يا بې خوده کيدل.
پوټکی يا جلد مو نيلي يا ژيړ رنګه شي او يا نرم او يخ شئ.
ګډوډ سوچ يا کيچ شئ
ادرار نه کول او يا لکه معمول په څير يې نه کول
ټوخي کې وينه
کله خوندي دی چې تاسې خپل ځان بندول او يا لرې ساتل ختم کړئ
اوسنی تګلارې ډيرې ښکاره ندي او هر ايالت او سيمه ځانته جلا تګلار لري او بدلونونه هم راځي.
تاسې لږ تر لږه ۷ ورځې ځان بند ساتل او يا لرې ساتل بايد په نظر کې ولرئ.
يوه عمومي قاعده داده چې تاسې هغه وخت ځان له تنها ساتلو يا بندولو څخه خلاص کړئ کله چې نور مو ناروغي ختمه شوي اوسي او هم نورو ته يې انتقال نه کړئ( د rapid antigen test او يا PCR معاينې منفي پايله ترلاسه کړئ.
ستاسو علايم کم شوي اوسي ولې لږ ټوخی که موجود وي هپيڅ خبر نده ځکه دا ټوخی څو اونيو پورې کيدای شي دوام وکړي.
تاسې دومره ښه احساس وکړئ چې بيرته خپل نورمال ژوند ته ستانه شئ.
خپل ځان له بند او يا تنها کولو څخه خلاصولو لپاره خپل د سيمې او ايالت لارښوونې وڅارئ.