د کرونا ویروس له تېرو څو اونیو راهیسې په ډېر تېزوالي سره د خپرېدو په حال کې ده. تردې مهاله نږدې ۹۰ زره کسان د نړۍ په پنځوسو هېوادونو کې په دغه نارړغۍ اخته شوي او ساینس پوهان هڅه کوي ترڅو د دغه ویروس لپاره واکسین پيدا کړي.
تر ټولو زیات کسان د چین په هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي چې شمېر نږدې ۸۰ زره کسانو ته رسېږي او له چین وروسته د سویلي کوریا زیات اوسېدونکي په یاده ناروغۍ اخته شوي.
په افغانستان کې دکرونا ویروس یوه او په پاکستان کې دوه پېښې ثبت شوي خو په ایران کې داخته کسانو شمېرې ۵۹۳ کسانو ته رسېږي. له چین وروسته د کرونا ویروس په ایران کې ترټولو زیات کسان وژلي چې شمېر یې ۴۳ کسانو ته رسېږي. مګر د ځينو نړیوالو رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه ښیي چې ایران د مړه شویو کسانو د شمېر په اړه رښتیا نه وايي. همدا راز په وروستیو دوو ورځو کې په اسټرالیا کې دوه تنه داسې ناروغ کسان پېژندل شوي چې په وروستیو اوونیو کې یې ایران ته سفر کړی وو له همدې امله د اسټرالیا حکومت له اسټرالیایانو څخه غوښتنه کړې ترڅو دغه هېواد ته له سفر څخه ډډه وکړي او تر دې وروسته به هغو کسانو ته له ایران څخه د راتګ اجازه ورنکړيچې د اسټرالیا تابعیت نلري.
هر څوک د کرونا په وژونکي ویروس اخته کېدای شي خو ښه خبره داده چې ماشومان په دغه ویروس ډېر کم اخته کېږي او که چېرې په ویروس اخته هم شي نو د لوی عمر لرونکو کسانو په پرتله د اندېښنې وړ خبره نه بللی کېږي.

Source: The New York Times
د چین د ناروغیو دکنټرول او مخنیوي مرکز د۴۴ زره او ۶۶۵ ناروغو کسانو کېسونو ته کتنه کړې او موندلي یې دي چې یواځې ۲ سلنهیې ماشومان وو او ۸۷ سلنه داسې کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې د ۳۰ او ۷۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري.
که چېرې په نړیواله کچه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېرو ته وکتل شي نو ښيي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه ۲ سلنه داسې کسان دي چې د ۱۰ او ۱۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري او تر ۹ کلونو هېڅ کوچنی ماشوم تر اوسه په کرونا ویروس ندی اخته شوی.
سره لدې چې ماشومان په کرونا ویروس د اخته کېدو ډېر کم چانس لري خو بیا هم میندو او پلرونو ته پکار ده ترڅو هغو هېوادونو ته د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخیستل شي، په کومو کې چې د کرونا پېښې ثبت شوي او د اسټرالیا د حکومت مشورو او معلوماتو ته پاملرنه وشي.