د نړیوالو روغتیایي مقرراتو، بېړنۍ کمېټه په هرو دریو میاشتو کې یوه ناسته ترسره کوي ترڅو د کرونا وېروس د وضعیت په اړه پرېکړه ونیسي. د دغې کمېټې له ناستې وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان د دغې کمیټې د پرېکړې او وړاندیزونو په اړه خلک خبروي.
یو شمېر نړیړال متخصصین د بېړنۍ کمېټې غړیتوب لري او د کرونا وبا له پیل راهیسې د دغې کمېټې غړو ۱۲ ځله ناسته ترسره کړې.
د دغې کمېټې په وروستۍ ناسته کې چې د جولای د میاشتې په ۸ نېټه ترسره شوې وه، پرېکړه وشوه چې د کرونا وبا پای ته نده رسېدلې او لدې سره د مبارزې لپاره نړیوالې همغږۍ ته ضرورت دی.
د روغتیا نړیوال سازمان پرېکړه د آسټرالیا په ګډون، د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو لخوا عملي کېږي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کلینیکي رنځپوهنې او طبي څیړنې انسټیټیوټ رییس پروفیسور سټیفن لي وايي، د خلکو چلند ، اقتصادي اغیز ، مړینې او ناروغتیا به د اوسني وبا برخلیک وټاکي.

Australia is preparing for a fresh wave from Omicron's two new sub-lineages, BA.5 and BA.4. Source: AAP Image/Joel Carrett
هغه پدې باور ده چې ممکن مونږ په نږدې راتلونکې کېد وبا د پای ته رسېدو خبره ونه واورو.
"موږ ممکن دا خبره په نږدې راتلونکي کې ونه واورو، پرته لدې چې ویروس نرم شي او موږ ډېر ښه، ډېر ځانګړي واکسینونه او درمل ولرو."
د روغتیا نړیوال سازمان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې راپورونه ښیې چې د کرونا ویروس څو ځله خپل شکل بدل شوی مګر تر اوسه په ټولنه کې شتون لري.
د موناش پوهنتون څیړونکو موندلې چې ډیلټا یا دریمې څپې، د ۲۰۲۱ کال د جون او نومبر میاشتو ترمینځ په آسټرالیا کې د تیرو دوه څپو په پرتله ډېر تلفات درلودل.
په آسټرالیا کې اوسمهال یو ځل بیا د کرونا وېروس پېښې د لوړیدو په حال کې دي، وړاندوینه شوې چې د آګسټ په میاشت کې به د کرونا یروس روانه څپه خپل اوج ته ورسېږي.
د روانې څپې په اړه اندېښنې د لوړېدو په حال کې دي، د لوی عمر لرونکو د ساتنې مرکزونو مسئولین هم د وضعیت به اړه اندېښمن دي.
د روغتیا نړیوال سازمان، د کووید-۱۹ تخنیکي څانګې مشره ډاکټر ماریا وان کرخوف وايي چې د کرونا وبا پای ته نده رسېدلې.
"مونږ لدې ویروس سره د اور لوبې کوو ... زه پوهیږم چې نړۍ غواړي د کووېد-۱۹ وبا پای ته ورسېږي، مګر دا ډول شدید جریان به د نورو ډولونو د پیدایښت لامل وګرځي."
د کرونا وېروس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۳۱ نېټه د چین په وهان کې ثبت شوې، له هغې مودې راهیسې تر اوسه پورې په نړیواله کچه د واکسین او درملو د دتولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
Dr Mike Ryan explains that even if COVID-19 becomes endemic, it will remain important to reduce infections, suffering and death.
— WHO Nigeria (@WHONigeria)
که چېرې تاسو لاندې نښې نښانې لرئ، نو مهرباني وکړئ درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته زنګ ووهئ او ورته و وایاست چې تاسو په کرونا وېروس اخته یاست.
تنفسي ستونزه یا نفس تنګي
د سینې سخت درد یا فشار
نوې یا بېرته ستنیدونکې تبه
تاسو نشئ کولای تمرکز وکړئ یا ذهني ګډوډۍ سره مخ یاست
له خوب څخه پاڅېدلو کې ستونزه لرئ
که چېرې تاسو په کرونا وېروس له اخته کېدو وروسته، نورې نښې نښانې لرئ نو مهرباني وکړئ له خپل فامیلي ډاکټر یا د روغتیایي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره خبرې وکړئ(منبع: Healthdirect).