د نن ورځې مهم خبرونه:
- د سیډني ښار په شمالي ساحلي سیمو کې د کرونا وېروس د پېښو له زیاتوالي سره نوي محدودیتونه وضع شوي
- په نایجریا کې سلګونه برمته شوي ماشومان بېرته خپلو کورونو ستانه شول
- د افغانستان د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې یوه چاودنه د ۳۰ ماشومانو د مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلې
- د نوي کال او کریسمس د رخصتیو پر مهال ایټالیا یو ځل بیا قرنطین کېږي
- د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي چې د نړیوالو متخصصینو یو ډله چین ته سفر ترسره کوي