د آسټرالیا فدرال حکومت د ملبورن او برزبن د کډوالو له ساتنځایونو څخه پنځه تنه پناه غوښتونکي خوشې کړي او بریجینګ وېزې یې ورکړي. دغه پناه غوښتونکي د میډیوک پروګرام له لارې، له نارو او پي ان جي هېوادونو څخه آسټرالیا ته د رملنې لپاره راوستل شوي و.
د میډیوک قانون د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې د آسټرالیا د پارلمان لخوا تصویب شو ترڅو له نارو او پي ان جي څخه ناروغ پناه غوښتونکي آسټرالیا ته د درملنې لپاره راوستل شي . مګر یاد قانون د ۲۰۱۹ کال په ورستیو کې بېرته لغوه شو.
ځینې راپورونه ښيي د یاد پروګرام له لارې شاوخوا ۲۰۰ کسان آسټرالیا ته د درملنې لپاره راوستل شوي و چې یو زیات شمېر یې تر اوسه هم په دغه هېواد کې پاتې دي.
د آسټرالیا د کډوالو شورا لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال ۱۴۵ کسان په پي ان جي او ۱۴۶ پناه غوښتونکي نارو هېواد کې پاتې دي.
د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو پلویان د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو پناه غوښتونکو ته د وېزو د ورکړې لړۍ ته دوام ورکړي.
د همدغې موضوع په اړه مو په سیډني کې له مېشت افغان وکیل ښاغلي نذیر داور سره مرکه ترسره کړې تاسو کولای شئ بشپړه مرکه دلته واورئ.