مهم ټکي:
- د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت، هغه کسان بهر ته له سفر څخه منع کړي چې واکسین یې ندی ترلاسه کړی.
- د آسټرالیا د طبي چارو مرستیال افسر، مایکل کیډ له آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو "بېړنی پلان ولري".
- آسټرالیایان کولای شي، بهر ته د سفر پرمهال له Smartraveller وېب پاڼې څخه وروستي معلومات ترلاسه کړي.
د ملبورن ښار اوسېدونکې، نیشا انټېل په پام کې لري ترڅو په سپټمبر میاشت کې هند ته سفر وکړي. مګر د کرونا وېروس او بیزو چیچک د پېښو زیاتوالې اندېښمنه کړې ده چې ممکن د هغې پر سفر ناوړه اغېز ولري.
د کرونا وېروس د وبا پرمهال آسټرالیا له هند څخه دغه هېواد ته سفر منع کړی وه، له همدې امله د هغې خاوند شاوخوا دوه کاله په هند کې بند پاتې شوی وه.
هغه وايي: " تر ټولو د اندېښنې خبره، د محدودیتونو له امله په بهر کې بند پاتې کېدل دي."

Nisha Antil and her family Credit: Nisha Antil
د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند اس بي اس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې سفر تل خطر لري.
هغه وايی: "د نړیوال سفر چاپیریال اوس ډېر پیچلی دی. موږ په کلکه آسټرالیایانو هڅوو ترڅو سفر ته چمتو اوسي او دوي د سفر د ټولو اړخونو په اړه بشپړه خبرتیا ولري."
سفر ته چمتوالی څه معنی لري؟
۱: کوم ځای ته چې غواړئ سفر وکړئ، د هغه ځای په اړه څېړنه وکړئ.
آسټرالیایان کولای شي د له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړي او د سفر په اړه وروستۍ مشوره ترلاسه کړي. پر دغه پاڼه د نړۍ ۱۷۸ هېوادونو ته د سفر په اړه معلومات شتون لري.
هغه کسان چې غواړي آسټرالیا ته راشي، هغوی هم کولای شي له دغې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړي او د آسټرالیا له محدودیتونو څخه خبر شي.
د انګلیسي ژبې ترڅنګ خلک کولای شي د پر پاڼه په عربي، تایلندي، اندونیزیایي او ویتنامي ژبو هم معلومات ترلاسه کړي.
۲: د واکسین په اړه وروستي معلومات ترلاسه کړئ.
هغه آسټرالیایان چې د کرونا واکسین یې ندی ترلاسه کړی، کولای شي له دغه هېواد څخه بهر سفر وکړي. مګر یو شمېر هېوادونو ته له سفر مخکې باید تاسو واکسین ترلاسه کړئ.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند، هغه آسټرالیایانو بهر ته له سفر څخه منع کړي چې واکسین یې ندی ترلاسه کړی.
لا ډېر ولولئ

آيا ماشومان د کرونا په ویروس اخته کېدای شي؟
۳: بېړنی پلان ولرئ.
د آسټرالیا د طبي چارو مرستیال افسر، مایکل کیډ له آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو "بېړنی پلان ولري".
هغه وايي: "دا د ټولو آسټرالیایانو لپاره مهمه ده ترڅو د عامې روغتیا په اړه له ځایې امرونو او مشورو اطاعت وکړي."
۴: د سفر لپاره بیمه ترلاسه کړئ.
مسافریونو ته مشوره ورکول کېږي ترڅو وګوري چې آیا د سفر بیمه لري او بیمه کولای شي د کرونا پرمهال د دوي مصارف ورکړي.
آسټرالیایان کولای شي له بېلابېلو کمپنیو او لارو د سفر بیمه ترلاسه کړي.
که چېرې تاسو لاندې نښې نښانې لرئ، نو مهرباني وکړئ درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته زنګ ووهئ او ورته و وایاست چې تاسو په کرونا وېروس اخته یاست.
تنفسي ستونزه یا نفس تنګي
د سینې سخت درد یا فشار
نوې یا بېرته ستنیدونکې تبه
تاسو نشئ کولای تمرکز وکړئ یا ذهني ګډوډۍ سره مخ یاست
له خوب څخه پاڅېدلو کې ستونزه لرئ
که چېرې تاسو په کرونا وېروس له اخته کېدو وروسته، نورې نښې نښانې لرئ نو مهرباني وکړئ له خپل فامیلي ډاکټر یا د روغتیایي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره خبرې وکړئ(منبع: Healthdirect).
لا ډېر ولولئ

ولې باید په کرونا وېروس دویم ځل اخته نشئ؟
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو، د آسټرالیا د مختلفو کلتورونو ټولنو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه وروستي معلومات وړاندې کړي.