تېره شپه د آسټرالیا حکومت ۶۵۰ تنه آسټرالیایان او د دغه هېواد ویزه لرونکي افغانان له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال کړي چې له هغه ځای څخه بیا آسټرالیا ته راوستل کېږي.
د آسټرالیا لومړي وزیر نن د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۶۵۰ کسانو له ژغورلو سره د ټولو کسانو شمېر ۱۷۰۰ تنه رسېدلی دی چې تر دې دمه له افغانستان څخه بهر ویستل شوي.
هغه له ناین شبکې سره په خبرو کې ویلي : "دا زموږ ترټولو لویه شپه وه."
"هغه خلک چې دا دنده هلته ترسره کوي، دوی ریښتیني اتلان دي، زړه سوانده اتلان دي چې په خورا کړکیچن او خطرناک وضعیت کې د خلکو سره مرسته کوي."
د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي که چېرې د امریکا حکومت د آګسټ له ۳۱ وروسته هم د خلکو ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکړي نو دوي به هم د آسټرالیایانو او د دغه هېواد ویزه لرونکو کسانو ژغورلو ته دوام ورکړي.
"موږ داسې روان یو چې مونږ شاید بله ورځ بله الوتنه ونلرو، نو موږ هڅه کوو هره الوتنه د امکان تر حده بریالۍ کړو."
د آسټرالیا لومړی وزیر وايي د ژغورنې عملیات به تر هغه وخته دوام ولري ترڅو چې امکان ولري.
هغه وايي "که ټاکل شوې نیټه وغځول شي، موږ متحده ایالاتو ته دا روښانه کړې چې موږ به یې ملاتړ کوو."
"مګر په ورته وخت کې ، موږ به یوازې خپلې دندې ته دوام ورکړو."
په تېرو ۲۰ کلونو کې په سلهاوو افغانانو له آسټرالیایانو سره د ترجمان، امنیتي امنیتياو په نورو برخو کې کارونه کړي چې تر دې دمه له ۲۰۰۰ زیات کسان د افغان لي پروګرام له لارې آسټرالیا ته راوستل شوي
اوسمهال په افغانستان کې پاتې افغان ژباړونکي د خپل ژوند او راتلونکې په اړه اندیښمن دي او د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو ژر تر ژره دوي ته ویزې ورکړي او آسټرالیا ته یې انتقال کړي.
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په د آسټرالیا حکومت اعلان وکړي چې شاوخوا ۳۰۰۰ زیانمو افغانانو ته هم ویزې ورکړي.
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاوک وايي چې دغه ویزې "د استرالیایانو د کورنۍ غړو ، اقلیتونو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو، هزاره ګانو او نورو زیان منونکو" ډلو ته ځانګړې شوي.