د پرت ښار افغانان له فدرال حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو له هغو افغانانو سره لا ډېره مرسته وشي چې له افغانستانه د تیښتې هڅه کوي

د آسټرالیا په پرت ښار کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغانانو په لاریون لاس پورې کړی او د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې غواړي له افغانستان څخه بهر ووخي.

Protesters in Perth rallying for more support for those trying to flee Afghanistan.

Protesters in Perth rallying for more support for those trying to flee Afghanistan. Source: SBS News/Aaron Fernandes

د آسټرالیا د پرت ښار په مرکز کې له ۱۰۰۰ تنو څخه زیاتو افغانانو په لاریون لاس پورې کړی وه ترڅو د آسټرالیا حکومت له هغو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي چې غواړي له افغانستان څخه وتښتي. لاریون کوونکي د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو ۲۰ زره افغان کډوال ومني او له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه لري ترڅو د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني.

یو تن لاریون کوونکي، جواد مصور اس بی اس نیوز سره په خبرو کې ویلي: "موږ له آسټرالیا او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د هغو خلکو لپاره د ویزو ارزونه ګړندۍ کړي چې ژوند یې په خطر کې دی. موږ دلته د بشري حقونو په اړه خبرې کوو. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او اقلیتونو بشري حقونه خوندي کړي."

"دا به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې د آسټرالیا حکومت او نړۍ زموږ اعتراض واوري."
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د آسټرالیا حکومت د زیانمنو افغانانو لپاره ده د ۳ زره ویزو اعلان وکړ. د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر له اس بی اس پښتو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانانو لپاره د ویزو شمېر به په روان کال کې تر دې زیات شي.

آسټرالیا او کاناډا هر هېواد په یوه کال کې ۲۰ زره ویزې افغانانو ته ځانګړې کړې دي. لاریون کوونکي د آسټرالیا له حکومت څخه هم غواړي ترڅو د ویزو شمېر زیات کړي.
Around 1,000 people attended a rally in Perth calling for the government to increase its intake of refugees from Afghanistan.
Around 1,000 people attended a rally in Perth calling for the government to increase its intake of refugees from Afghanistan. Source: SBS News/Aaron Fernandes
په پرت ښار کې د لاریون پرمهال یو شمېر لاریون کوونکو د افغانستان بیرغ له ځان سره درلوده او د آسټرالیا له حکومت څخه یې غوښتنه درلوده ترڅو د طالبانو پر وړاندې کلک غبرګون ولري.

مدینه جعفري چې په آسټرالیا کې د خبریالې په توګه کار کوي وايي چې "موږ غوسه یو، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې، موږ کار کړی دی، د افغانستان میرمنو کار کړی، د ځان خلاصولو لپاره. مګر دا هغه څه دي چې موږ نن ورځ ورسره مبارزه کوو."
Matt Keogh, Labor member for Burt, Western Australia.
Matt Keogh, Labor member for Burt, Western Australia, addresses a rally in Perth calling for more government support for fleeing Afghans. Source: SBS News/Aaron Fernandes
په دغه لاریون کې د بېلابېلو قومونو خلکو لکه، پښتنو، تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو او د نور قومونو خلکو ګډون کړی وه ترڅو د افغانانو په ملاتړ خپل غږ پورته کړي.

آغلې جعفري وايي‌: "دا لومړی ځل دی چې موږ په ګډه دا ډول کار کړی دی. په افغانستان کې چې څه پیښیږي د هرچا ستونزه ده، دا د هر افغان ستونزه ده. له همدې امله هرڅوک د هغه څه غندلو لپاره راټول شوي چې پیښیږي."

په همدې حال کې ځینې راپورونه ښيي چې د ویزو د ویش لړۍ هم تېزه شوې او په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ آسټرالیایانو او د آسټرالیا د ویزو درلودونکي له افغانستان څخه بهر انتقال شوي.
Protesters chanted 'Free Afghanistan'.
Source: Yiying Li, SBS News
د آسټرالیا حکومت همدا راز په پام کې لري ترڅو کابل ته نور پروازونه هم برابر کړي ترڅو د‌ آسټرالیا ټول اوسېدونکي او د دغه هېواد ویزه لرونکي کسان بهر و ویستل شي. مګر د کابل په هوايي ډګر کې ګڼه ګوڼه د دې لامل ګرځېدلې ترڅو د بهرنیانو لخوا د خلکو د ژغورلو لړۍ له ستونزو سره مخ شي.

 

 


شریکول
خپور شوی 23/08/2021 په 10:13am
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 2:59pm
لخوا Aaron Fernandes, Yiying Li