مهم ټکي:
- د روان کال تر پایه پورې آسټرالیا له ۳۰۰۰ څخه زیاتې ویزې زیانمنو افغانانو ته ورکوي
- هغه کسان چې په آسټرالیا کې دي کولای شي د خپلو کورنیو د غړو او دوستانو لپاره چې په افغانستان کې بند پاتې دي غوښتنلکونه وسپاري.
- په روان کال کې د بشردوستانه پروګرام تر ټولو زیاتې ویزې افغانانو ته ورکول کېږي او د افغانانو ویزې تر نورو په چټکۍ سره ارزول کېږي
- د نړۍ په نورو هېوادونو لکه هند، پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال هم کولای شي دغو ویزو ته غوښتنلیکونه وسپاري
د آسټرالیا فدرال حکومت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د روان کال په بشردوستانه پروګرام کې یې ۳۰۰۰ ویزې زیانمو افغانانو ته په پام کې نیولي دي.
د آسترالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هوک له اس بي اس پښتو راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې و يلي چې په روان مالي کال کې یې شاوخوا ۳۰۰۰ وېزې زیانمو افغانانو ته په نظر کې نیولي، مګر په پام کې ده ترڅو په روان کال کې د ویز و شمېر زیات شي.
هغه وايي "د آسټرلیا حکومت تمه لري ترڅو د روان کال په جریان کې به زمونږ بشردوستانه پروګرام کې لا ډېرې ویزې شتون ولري."
ښاغلي هوک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د آسټرالیا د ویزو شمېر د نورو هېوادونو لکه کاناډا، انګلستان او جرمني په پرته ولې کمې دي ویلي چې د آسټرالیا لخوا د ۳ زره ویزو اعلان یو واقعي شمېر دی.
هغه وايي " که چېرې تاسو انګلستان ته وګورئ، هغوی ۵ زره ویزې په لومړي کال کې اعلان کړې او تر هغې وروسته ۲۰ زره نورې [ویزې] په راتلونکې کې ، اما هېڅوک په رښتیا نشي ویلی چې دې شمېر ته به ویزې ورسېږي او که نه."
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر، الیکس هوک همدا راز وايي چې خلک کولای شي په عادي ډول ویزو ته غوښتلیکونه وسپاري.
هغه کسان چې په آسټرالیا کې دي کولای شي د خپلو کورنیو د غړو او دوستانو لپاره چې په افغانستان کې بند پاتې دي غوښتنلکونه وسپاري.
هغه وايي چې پوهېږي خلک نشي کولای له هېواد څخه بیرون ووځي یا د هوايي ډګرونو له لارې بهر ولاړ شي د وکیلانو ، مایګریشن ایجنټ په مرسته ورته غوښتنلک سپارل کېدای شي.
هغه زیاتوي چې بېلابېلې لارې شته ترڅو د هغو کسانو لپاره غوښتنلک وسپارل شي چې په افغانستان کې بند پاتې دي.
ښاغلی هوک همدا راز وايي خلک کولای شي د نړۍ له نورو هېوادونو څخه هم غوښتنلکونه تحویل کړي.
"خلک کولای شي بشردوستانه ویزو ته د نړۍ له نورو برخو څخه هم غوښتلیک وسپاري."
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هوک چې له اس بی اس پښتو راډیو سره یې د ټلیفون له لارې خبرې کولې وویل چې په روان کال کې افغان ټولنې ته لومړیتوب ورکړل شوی، پدې مانا چې هم د افغانانو اپلیکیشنونه په چټکۍ ارزول کېږي او هم شمېر د ویزو د افغانانو لپاره د انسان دوستۍ په پروګرام کې زیات دی.
هغه زیاتوي چې د آسترالیا د اوسېدونکو خپلوانو ، ښځو ، تر څار لاندې اقلیتونو او هغو خلکو ته چې په خطر کې دي لومړیتوب ورکول کېږي.
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې له ۲۰۱۳ کاله راپدېخوا ۸۵۰۰ افغانانو ته د بشر دوستانه پروګرام له لارې ویزې ورکړل شي ترڅو په آسټرالیا کې خپل نوی ژوند پیل کړي.
مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.