مهم ټکي:
- په آسټراليا کې د افغان اتباعو د مېشتېدنې مشورتي ډله د بشردوستانه ویزو په اړه پرېکړه نشي نیولي. د ویزو په اړه پرېکړه د آسټرالیا حکومت نیسي.
- په مشورتې ډلې کې د هزاره او تاجک استازو ترڅنګ داسې یو کس هم شته چې پښتون دی.
- تر اوسه پورې حکومت د هغو کسانو په اړه پرېکړه نده نیولې چې په افغانستان کې بند پاتې دي. د آسټرالیا حکومت اوسمهال په پلان باندې کار کوي.
- هغه کسان چې غواړي له افغانستان څخه د نویو مهاجرو په مېشتېدنې کې مرسته وکړي، کولای شي په خپل ایالت کې د مېشتېدنې له مسئولې ادارې سره په اړیکه کې شي.
د آسټرالیا حکومت شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په آسټرالیا کې د افغان اتباعو د مېشتېدنې لپاره د یوې مشورتي ډلې د جوړېدلو خبر ورکړ چې د دغې ډلې مشري پاریس اریسټاټل او الیسن لارکینز پر غاړه ولري.
د دغه مشورتي پنل مشر پاریس اریسټاټل له اس بي اس پښتو راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د دغې مشورتي ډلې اصلي دنده داده ترڅو هغه ته او د کډوالو او مهاجرینو د خدماتو همغږې کوونکې الیس لارکینز ته د هغو کسانو د اړتیاوو په اړه مشوره ورکړي چې له افغانستان څخه راویستل شوي او په آسټرالیا کې ځای پر ځای کېږي.
هغه زیاتوي چې دغه ډله همدا راز مشوره ورکوي چې څرنګه کېدای شي په ښه ډول سره د مرستې لپاره د خلکو د ښه نیت وړاندیزونه اداره شي.
د دې ترڅنګ دغه ډله د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر ته په یو شمېر نورو مسائلو کې هم مشوره ورکوي، په کومو کې چې هغه غواړي ترلاسه یې کړي.
په ټولنه کې یو شمېر کسان کېدای شي داسې فکر وکړي چې دغه ډله حکومت ته مشوره ورکوي چې څوک او یا هم کومه خاص ډله آسټرالیا ته راوستل شي ترڅو دلته خپل نوی ژوند پیل کړي.
ښاغلی اریسټاټل وايي مهمه ده ترڅو پدې اړه هم وویل شي چې دغه ډله مسئولیت نلري ترڅو حکومت ته وايي چې کوم شي ته باید لومړيتوب ورکړي، کوم ډله خلک باید ویزه ترلاسه کړي، آسټرالیا ته راوستل شي او دلته خپل نوی ژوند پیل کړي هغه وايي ډا ټولې خبرې د آسټرالیا حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري.
"دغه ګروپ مسئولیت نلري ترڅو حکومت ته هدف وټاکي چې کوم شي ته باید لومړيتوب ورکړي، کومه ډله خلک [آسټرالیا کې] باید ځای پرځای شي او له کوم ځای څخه دلته مېشت شي."
"دغه ګروپ چې مونږ په کې یو ، د دغه ډول پرېکړو په نیولو کې هېڅ رول نلري."
په آسټرالیا کې مېشت پښتانه پدې اړه اندېښنه لري چې په مشورتې ډلې کې هېڅ پښتون شتون نلري او دغه کار کېدای شي د دلې لامل وګرځي ترڅو دوي ونشي کولای مناسب خدمتونو ته لاسرسی ولري.

Source: AUSTRALIAN DEFENCE FORCE
د افغانانو د مېشتېدنې لپاره د مشورتې ډلې مشر ښاغلي Paris Aristotle اس بي اس پښتو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه ډله کې د هزاره او تاجک استازو ترڅنګ یو کس شته چې پښتو بګروند لري او داسې خلک هم شته د پښتو له استازو سره یې کار کړی دی.
هغه وايي چې د مشورتي ډلې غړي پدې اساس ندي ټاکل شوي او دا ډېره ګرانه ده چې داسې یوه ډله و ټاکل شي چې د ټولو د ګټو، د مختلفو ډلو او ټولو ایالتونو استازیتوب وکړي.
"زه فکر کوم داسې یو کس شته چې د پښتنو له بګروند څخه دی او نور کسان شته چې د پښتنو له استازو سره یې کار کړی دی."
هغه وايي چې له همدې امله د مختلفو ټولنو له استازو سره په پراخه کچه مشورې کوي. ښاغلی ارسټاټل وايي چې دپښتنو په ګډون یې د بېلابېلو ټولنو له استازو سره لیدلي، هغوی ورسته خپلې اندېښنې شریکې کړي او ښې مشورې یې ورکړی.
هغه زیاتوي د مهاجرت د برخې له وکیلانو سره هم غواړي وګوري او د مېشتېدنې برخې له استازو سره هم لیدنې کوي.
لا ډېر ولولئ

د اسټراليا بشري ويزې څنګه ترلاسه کيږي؟
اوسمهال په افغانستان کې یو زیات شمېر داسې کسان پاتې دي چې ویزې لري، مګر دپروازونو د نشتون له امله نشي کولای له افغانستان څخه بهر ووځي.
ښاغلی اریسټاټل وايي چې د آسټرالیا حکومت پدې اړه له امریکا، انګستان، کاناډا او نوي زیلنډ سره پدې اړه کار کوي چې څه امکان لري.
هغه زیاتوي نشي ویلای چې پدې اړه دقیق او واضح پلان جوړ شوی ده، مګر ویلی شي چې پدې باندې جدی کار روان ده ترڅو دغه کار په ښه ډول سره ترسره شي.
ښاغلی آریسټاټل وايي چې هېڅوک نشي کولای چا سره دا وعده وکړي چې/ ویزه ورته اخیستلی شي، د ویزې پرېکړې د آسټرالیا د حکومت پورې اړه لري.
د کډوالو وکیلان کولای شي له خلکو سره د فورمې په ډکولو کې مرسته وکړي. که چېرې یو وکیل خلکو ته وايي چې ۸ یا ۱۰ یا ۲۰ زره ډالره ورکړي نو ویزه ورته په ګرنټي اخلي نو دا صحیح نده ځکه د ویزې د فورمو ډکول وړیا دي او پریکړه د آسټرالیا حکومت نیسي.
د مشورتي ډلې مشر پاریس اریسټاټل وايي که چېرې څوک غواړي له نویو راغلو مهاجرو سره په مېشتېدنې کې مرسته وکړي نو کولای شي په خپل ایالت کې د مېشتېدنې له ادارې سره اړیکه ونیسي.
هغه وايي چې په وېکټوریا، سويلي آسټرالیا او تزمانیا کې د اېمز اداره، په مرکزي آسټرالیا او لویدېځې آسټرالیا کې د سره صلیب اداره، په نیو ساوت وېلز کې اس اس آی او په کوینزلنډکې د ملټي کلچرل آسټرالیا اداره د میشتېډنې چارې پرمخ بیايي. که چېرې تاسو غواړي له افغانستان څخه نویو راغلو کډوالو سره مرسته وکړئ نو په خپل ایالت او یا سیمې کې له مسئولې ادارې سره اړیکه نیولی شئ.