په افغانستان کې پاتې سکهان او هندوان هم غواړي دغه هېواد پرېږدي

Afghan Sikhs

Source: Getty Images/Jonathan Saruk

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

سره لدې چې طالبانو ژمنه کړې چې د دوي د حکومت پرمهال به قومي او مذهبي اقلیتونه خوندي وي، مګر د افغانستان د نورو اقلیتونو په څېر د افغانستان سکان او هندوان په سخته ویره کې ژوند کوي او د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمن دي.


په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو د یو شمېر نورو افغانانو په څېر هندوان او سکهان هم د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ کړي دي.

راپورونه ښيي چې درې لسیزې وړاندې په لسهاوو زره افغان سکهان او هندوان په افغانستان کې اوسېدل، مګر په تېرو څو لسیزو کې جګړو او نا امنیو یو زیات شمېر د خپل هېواد پرېښودلو ته اړه کړي او اوسمهال یواځې په سلهاو کسان په افغانستان کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د سکانو د ټولنې یو تن فعاله غړی چې د امنیتي ستونزو له امله نشو کولای د هغه نوم له تاسو سره شریک کړو وايي چې اوسمهال شاوخوا ۱۴۰ کورنۍ په افغانستان کې ژوند کوي، په وروستیو کې یو زیات شمېر خلک هندوستان ته تللي. هغه وايي چې خپل ماشومان یې هم د نا امنیو له امله هند ته استولي دي. 

هغه وايي: "۱۴۰ فامیله دلته [افغانستان کې] شته. په جلال آباد کې، په کندهار کې، په غزنی او کابل کې." 

"یواځې مونږ اندېښنه نلرو بلکې د ټول افغانستان اوسېدونکي اندېښنه لري. دا چې نیم ساعت وروسته، یو ساعت وروسته او یوه ورځ وروسته څه پېښېږي، پدې هېڅوک نه پوهېږي."

"زه خپله دلته یم، مګر فامیل مې او اولادونه مې دهلي ته استولي دي."
په افغانستان کې د افغان سکانو د ټولنې دغه غړی وايي چې د طالبانو له راتګ مخکې په کابل کې وضعیت صحیح نه وه معلوم له همدې امله یې خپلې کورنۍ ته ویلي وه چې له افغانستان څخه ولاړه شي. 

نوموړی غواړي هند ته ولاړ شي ترڅو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي، مګر که په افغانستان کې وضعیت ښه شي نو بېرته راځي او که نه له هغه ځای څخه نورو هېوادونو ته د کډوالۍ هڅه به وکړي.
Afghan Sikhs
Source: Supplied by Pritpal Singh
د بښنې نړیوال سازمان کمپاینره، نکیتا وایټ اس بی اس پښتو راډیو ته ویلي چې د سکانو او هندوانو په ګډون د زرهاوو هغو کسانو په اړه اندېښنه لري چې اوسمهال په افغانستان کې بند پاتې دي.

هغه وايي‌ چې په ورستیو کلونو کې په افغانستان کې د سکهانو او هندوانو ټولنه د وسله والو تر زیاتو بریدونو لاندې راغلې ده. 

په آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د سکهانو د ټولنې مشر رویندر جیت سنګ هغه د هغو سکهانو او هندوانو په اړه اندېښنه لري چې په افغانستان کې پاتې دي.

ښاغلی سنګ وايي، تصور کولای شي چې د طالبانو د واکنمۍ پرمهال به سکهان او هندوان په څه حالت کې ژوند کوي.

نوموړی د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه کوي‌ ترڅو په هغو ۳ زره ویزو کې افغان سکهانو او هندوانو ته لومړیتوب ورکړي چې حکومت تېره میاشت د افغانانو لپاره اعلان کړې.
په همدې حال کې په آسټرالیا کې مېشت افغان سکهان هم د خپلو دوستانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري.

پریت سنګ شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې له افغانستان څخه آسټرالیا ته راغلی او اوسمهال د دغه هېواد په ملبورن ښار کې ژوند کوي. نوموړی وايي چې د افغان سکهانو او هندوانو د وضعیت په اړه اندېښنه لري.

"مونږ ډېر تشوېش لرو د هغو کسانو په اړه چې هلته پاتې دي. فرق نکوي چې هغه هندو دی، سک دی او که مسلمان دی. خطر ټولو باندې دی او ویره ټولو ته شته."

خصوصاً مونږ خلک چې له لرې نه پېژندل کېږي، د دې لپاره مونږ ته خطر زیات دی."
Afghan Sikhs in Australia
په آسټرالیا کې مېشت افغان سکهان د افغانستان له سفیر ښاغلي وحیدالله ویسي سره Source: Facebook /Embassy Of Islamic Republic Of Afghanistan
ښاغلی پریت سنګ د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو له دوي سره مرسته وکړي چې و کولای شي هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي هغوی آسټرالیا ته راولي ځکه افغان سکهان او هندوان د افغانستان له اقلیتونو څخه دي.

تېره میاشت د آسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې شاوخوا ۳ زره زیانمو افغانانو ته یې د روان کال په بشردوستانه پروګرام کې ویزې په پام کې نیولي چې دغه شمېرې کېدای شي نورې هم زیاتې شي.

د آسټرالیا حکومت وايي چې په دغه پروګرام کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې له اقلیتونو څخه وي. 


شریکول