څنګه او ولې طالبانو د افغانستان شمال کې ولايتونه ونيول؟

Taliban fighters stand guard at a checkpoint in Kunduz city, northern Afghanistan, on Monday, 9 August, 2021.

Taliban fighters stand guard at a checkpoint in Kunduz city, northern Afghanistan, on Monday, 9 August, 2021. Source: AAP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آيا شمال ولايتونو نيولو کې يوازې طالبانو جګړه کړې او يا نور بهرني جنګياليو هم برخه اخيستې؟


افغانستان کې جګړې زور اخيستل افغان حکومت او نړيوال ملګري هيوادونه له حيرانتيا سره مخ کړي او له تمې لرې طالبانو يوازې شپږو ورځو کې د ۹ ولايتونو مرکزونه ونيول.

د طالبانو چټک پرمختګ د امريکا په ګډون د نړۍ هيوادونو له غبرګون سره هم مخ شوی او پر طالبانو سياسي فشارونو ترڅنګ نظامي فشارونو خبرداری هم ورکول کيږي.

د افغانستان د خلکو پخوانی استازی، ديپلومات او سياسي چارو شنوونکی معين مرستيال وايي، افغانستان کې د جګړې ښکيلې ډلې نشي بريالي کيدلی او د جګړې لاملونو حل پرته د سولې خبرې هم بې پايلې دي.

ښاغلي له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې وويل، د طالبانو چټک پرمختګ تر شا کيدای شي د بهرنيو جنګياليو ښکيلتيا هم وي او بل داسې بريښي چې د شمالي ولايتونو نيولو تر شا د طالبانو منظم پلان شتون درلود.

د ښاغلي په وينا، داسې امکان لري چې د ولسواليو او ولايتونو پريښودلو تر شا کيدای شي امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو طالبانو څخه پيسې اخيستي وي او يا خپل ژوند ژغورنې لپاره دوی دا کار کړی وي.

دا او نور ډير مهم مسايل مو پدې مرکه کې راخيستي بشپړه مرکه واورئ.

 

 


شریکول