د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر، یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پېښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نېول کېدل د دولت د جبري پالیسیو تسلسل دی.

علی وزیر

Source: Theindependenturdu

د پښتون ژغورنې غرځنګ مخکښ غړی علي وزیر تېره ورځ یو ځل بیا د پېښور د پولیسو لخوا نیول شوی دی. د پېښور د پولیسو افسر علي امین، جیو نیوز ته په خبرو کې ويلي چې د نوموړي پر خلاف په کراچۍ کې شکایت ثبت شوې او د سیند ایالت د پولیسو په غوښتنه نیول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغه پېښه تائید کړې او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي چې په پېښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نېول کېدل د دولت د " پالیسیو تسلسل دی".
منظور پښتین
Source: Twitter/Manzoor Pashteen


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر دې وړاندې هم د دغه غورځنګ د غړو پر وړاندې ورته شکایتونه ثبت شوي مګر دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، علي وزیر پیښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي د برید پنځم کال مراسمو کې ګډون کړی و چې بېرته راتګ پر مهال نیول شوی دی.
محسن داوړ
Source: Twitter/Mohin Dawar


علي وزیر په داسې حال کې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر د فتر پلاوی له پاکستاني ‌چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی دی.

محسن داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې له طالبانو په اسلام آباد کې په سرو غالیو هرکلی کېږي او علي وزیر د پوځي ښونځي د ډله اېزې وژنې یادولو لپاره نیول کېږي دا له شرمه ډک عمل دی.

شریکول
خپور شوی 17/12/2020 په 10:46am
اپډیټ شوی 17/12/2020 په 10:50am