Breaking

طالبان وايي ښځو ته به اجازه ورنکړي چې سپورت وکړي

ځانګړی رپوټ: طالبان وايي د کرېکټ په ګډون به ښځې په نورو برخو کې هم د ورزش اجازه ونلري.

A Taliban fighter keeps vigil as spectators watch a Twenty20 cricket match in Kabul earlier this month.

A Taliban fighter keeps vigil as spectators watch a Twenty20 cricket match in Kabul earlier this month. Source: Getty Images

طالبان وايي ښځو ته به اجازه ورنکړي ترڅو د کرېکټ په ګډون په لوبو کې ګډون وکړي. په دغه کار سره کېدای شي د افغانستان او آسټرالیا د نارینه و ترمنځ هم د کرېکټ لوبه ترسره نشي.

د طالبانو د فرهنګي‌ چارو کمیسیون مرستیال، احمدالله وثیق له اس بي اس نیوز سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې سپورت ته د هغه څه په توګه نه لیدل کیږي چې د میرمنو لپاره مهم وي.
ښاغلی وثیق وايي: "زه فکر نه کوم چې ښځو ته به اجازه ورکړل شي چې کرکټ وکړي ځکه چې دا اړینه نده چې میرمنې کرکټ وکړي."

"په کریکټ کې، دوی ممکن له داسې وضعیت سره مخ شي چیرې چې د دوی مخ او بدن پوښل شوی نه وي. اسلام اجازه نه وکړي ترڅو ښځې په دغه ډول ولیدلې شي."

ښاغلي وثیق تېره میاشت اس بی اس‌ پښتو راډیو سره په خبرو کې ویلي وه چې د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي کولای شي په داخلي او بهرنیو لوبو کې ګډون وکړي.
 

ټاکل شوې ترڅو د روان کال په نومبر میاشت کې د آسټرالیا او افغانستان ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه د هوبارټ‌ په ښار کې ترسره شي. مګر د نوموړي له ورستیو څرکندونو سره کېدای شي د لومړنۍ ټېسټ لوبې ترسره کېدل په شک کې واوسېږي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د قانون پر اساس هغه ټیمونه چې بشپړ غړیتوب لري کولای شي‌ ټېست لوبې ترسره کړي او دغه ټیمونه باید د ښځو د کرېکټ لوبډله هم ولري.
A woman bowls during a match in Herat in 2015.
A woman bowls during a match in Herat in 2015. Source: Getty Images
د دغې پوښتنې په ځواب کې که چېرې د ښځو د ټیم د نشتوالي له امله د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ لوبه لغوه  کړي، و ویل چې طالبان به پدې برخه کې جوړجاړی ونکړي.

هغه وايي اسلام ښځو ته اجازه ورکړې چې د اړتیا پر اساس بهر وځي لکه د پیرودلو لپاره. هغه وايي سپورت په اسلام کې اړتیا نه ګڼل کیږي.

اس بي‌ اس نیوز د همدغې موضوع په اړه د کرېکټ نړیوالې شورا سره اړیکه نیولې خو هغوی تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
Spectators wave Afghanistan's and Taliban flags as they watch a Twenty20 cricket match in Kabul on 4 September 2021.
Spectators wave Afghanistan's and Taliban flags as they watch a Twenty20 cricket match in Kabul on 4 September 2021. Source: Getty Images
د آسټرالیا کرکټ بورډ اس بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دغه اداره، د افغانستان وضعیت او د افغانستان نارینه کرکټ ټیم راتلونکي سفر په اړه د کرکټ نړیوالې شورا او آسټرالیا حکومت سره په دوامداره توګه په تماس کې ده.


شریکول
خپور شوی 8/09/2021 په 4:38pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 2:59pm
لخوا Abdullah Alikhil, Adrian Arciuli, Anna Henderson
وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb