طالبان: د افغانستان اوآسټراليا ترمنځ د کرېکټ لوبه ترسره کېږي

Rashid Khan

Noor's hero, Afghanistan's Rashid Khan celebrates after taking wicket at the 2019 Cricket World Cup Source: Getty

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

ټآکل شوې ترڅو د روان کال د نومبر د میاشتې په ۲۷ نېټه د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ د کرېکټ لومړنی ټېست لوبه ترسره شي. د طالبانو د فرهنګي چارو د کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق وايي افغان لوبغاړي کولای شي د کرېکټ داخلي او نړیوالې لوبې ترسره کړي.


 مهم ټکي: 

  • د روان کال د نومبر په ۲۷ نېټه د آسټرالیا او افغانستان د ملي لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه په هوبارټ ښار کې ترسره کېږي.
  • د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کولای شي لوبو ته دوام ورکړي او نړیوالو لوبو ته آمادګي ونیسي.
  • د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال وايي له بیرغ سره ستونزه نلري، اصلي مهمه اسلامي نظام ده.
  • د افغانستان د کرېکټ بورد ویاند وايي له آسټرالیا سره د لوبې لپاره به افغان لوبغاړي‌ پوره تیاری ونیسي
څو ورځې وړاندې د طالبانو د اسلامي امارت یو شمېر مشرانو د کرېکټ بورډ له چارواکو او د کرېکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره کتنه درلوده او همدا راز یې د شپږېزې کرکټ لیګ د ډرافټ یا د لوبغاړو د پېر په مراسمو کې ګډون کړی وه. 

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون غړی احمدالله وثیق وايي چې د دغه کار موخه داوه ترڅو لوبغاړو ته ډاد ورکړي چې کولای شي خپلو لوبو ته دوام ورکړي.
Ahmadullah Wasiq
د طالبانو د فرهنګي چارو مرستیال احمدالله وثیق Source: SBS Pashto
ښاغلی وثیق وايی: "زمونږ تر ټولو غټه موخه داوه، مقصد مو داوه چې خپلو لوبغاړو ته، د کرېکټ بورډ مسئولینو ته او همکارانو ته ټولو ته ډاډ او اطمینان ورکړو چې دوي دې بې له کومې وېرې، تهدید او تشویش څخه خپلو لوبو ته ادامه ورکړي." 

 "او خپل همکاران دې را وغواړي چې په ډاډه زړه سره لوبې ترسره کړي او داخلي او راتلونکو نړیوالو لوبو ته خپله آماده ګي ونیسي."

 " دوی ډېر زیات خوشحاله شول او اطمینان یې راکړ چې مونږ به د لوبو په برخه کې خپل نه ستړې کېدونکې هڅه کوو."

ښاغلي وثیق له اس بي اس پښتو راډیو سره‌ په خبرو کې ویلي چې  "مونږ له بیرغ سره ستونزه نلرو ځکه اصلي مهمه نظام ده." 

هغه زیاتوي چې "پدې اړه [ د ملي سرود او ملي بیرغ په اړه] باندې تراوسه خبره نده شوې، کابینه چې اعلان شي دا هرڅه به ورسره واضع شي."
CA
Source: Insidesport
'د آسټرالیا کرېکټ بورډ'

د آسټرالیا د کرېکټ بورډ ویاند اس بي اس پښتو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په هوبارټ ښار کې د افغانستان او آسټرالیا د لوبډلو ترمنځ د لومړنۍ تاریخې ټېسټ لوبې لپاره چمتووالی پلان سره سم روان دی.

د افغانستان او آسټرالیا د کرېکټ ادارې په ښه نیت هڅه کوي ترڅو دغه لوبه ترسره شي. 

"د آسټرالیا کرېکټ بورډ به، مخکې لدې چې د سږکال په وروستیو کې د افغانستان لوبډله راشي، د آسترالیا او تزمانیا له حکومتونو سره کار ته دوام ورکړي."
Afghanistan Cricket Board
Source: Afghanistan Cricket Board
'د افغانستان کرېکټ بورډ'

د افغانستان د کرېکټ بورد ویاند فرید هوتک وايي په راتلونکې کې افغانستان په نړیواله کچه ډېرې لوبې لري چې په هغې کې د نړیوال جام او همدا راز له آسټرالیا سره ټېسټ لوبه شامله ده.

هغه وايي " دغو لوبو لپاره به د افغانستان ملي لوبډله پوره تیاری نیسي او انشاالله چې په دغو لوبو کې به افغان ملي ‌لوبډله د پام وړ لاسته راوړنې ولري."

"د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ ټېسټ لوبه ډېره مهمه ده ځکه چې دا د یوه ډېر قوي او تاریخي هېواد پر وړاندې افغانستان لوبه ترسره کوي"

ښاغلی هوتک وايي چې د افغانستان او آسټرالیا د کرېکټ بورډونو ترمنځ د درې اړخیزو لوبو په اړه هم خبرې شوي دي چې هغه په نورو فارمټونو کې ترسره کېږي.

 

تاسو کولای شئ‌، لا ډېر جزیات د طالبانو د فرهنګي کمیسون د مرستیال ښاغلي احمدالله وثیق او د افغانستان د کرېکټ بورډ  له و یاند ښاغلي احمد فرید هوتک  سره په ترسره شویو مرکو کې واورئ. 

 


شریکول