په بریټانیا کې د کرونا وېروس د نوې بڼې له ثبت څو اوونۍ وروسته، د لومړي ځل لپاره د آسټرالیا په برزبن کې په نوې بڼه یو اخته کس پېژندل شوی دی.
په برزبن کې د نوې بڼې د یوې پېښې له ثبت وروسته ، یاد ښار د دریو ورځو لپاره قرنطین شوی او په دغه ښار کې د ماسک اغوستل جبري شوي دي.
په برزبن ښار کې د کرونا وېروس د نوې بڼې له ثبت سره، د آسټرالیا ملي کابینې پریکړه کړې ترڅو د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو د مخنیوي په موخه د سفر نوي محدودیتونه وضع کړي.
د حکومت د نوې پرېکړې پر اساس ټول هغه کسان چې غواړي آسټرالیا ته سفر وکړي، له سفر مخکې باید د کرونا وېروس معاینه ترسره کړي او معاینه یې منفي واوسېږي.
د دې ترڅنګ حکومت پرېکړه کړې ترڅو له بهر څخه د راتلونکو مسافر په شمېر کې هم کموالی راولي ترڅو آسټرالیا ته د ویروس د نوې بڼې د انتقال چانس کم شي.
هغه کسان چې غواړي له بریټانیا څخه آسټرالیا ته سفر وکړي، پکار ده ترڅو له پرواز مخکې د کرونا وېروس معاینه وکړي.
همدا راز د آسټرالیا ملي کابینې پرېکړه کړې چې تر دې وروسته په ټولو داخلي او بهرنیو پرازونو کې د ماسک اغوستل جبري دي.
هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو څخه کم دي، هغو ته لازمي نده ترڅو د سفر پر مهال ماسک واغوندي.
د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریس وايي، یو شمېر هغه کسان چې آسټرالیا ته له داسې هېوادونو څخه سفر کوي چې د کرونا وېروس کمې پېښې په کې ثبت شوي هغوی ته نده پکار ترڅو له سفر مخکې د کرونا وېروس معاینه ترسره کړي.
نیو ساوت ویلز، لویدیځې آسټرالیا او کوینزلنډ ایالت ته له بهر څخه د راتلونکو مسافر په شمېر کې ۵۰ سلنه کم والی راغلی دی.
له دې وروسته نیو ساوت ویلز ته په یوې اوونۍ کې ۱۵۰۵ کسان د سفر اجازه لري، لویدیځې آسټرالیا ته په یوې اوونۍ کې ۵۱۲ او کوینز لنډ ته په یوې اوونۍ کې ۵۰۰ کسان له بهر څخه راتللی شي.
د وېکټوریا ایالت ته تر دې وروسته هم په یوې اوونۍ کې ۴۹۰ کسان د سفر اجازه لري.
د آسټرالیا ملي کابینې د دغه هېواد د ایالتونو له مشرانو سره تر خبرو وروسته دغه پرېکړه نیولې ترڅو د فبروري د میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې هره اوونۍ کم کسان له بهر څخه آسټرالیا ته سفر ترسره کړي.
د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي چې، ۸۰ سلنه آسټرالیایان په داسې هېوادونو کې بند پاتې دي چېرته چې د کرونا وېروس نوې بڼه پېژندل شوې ده.
د آسټرالیا حکومت همدا راز پریکړه نیولې ترڅو د قرنطین هوټلونو ټول کارکونکي تر دې وروسته هر ورځ معاینه کړي.
همدا راز د هوايي الوتکو کار کونکي باید په هرو ۷ ورځو کې یو ځل د کرونا وېروس ټیسټ وکړي او د پروازونو د وقفې پر مهال په ټاکل شوي ځای کې پاتې شي.
اوسمهال شاوخوا ۳۸ زره آسترالیایان په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي او غواړي بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: