۲۰۲۰ کال نړۍ ته کومې نورې روغتيايي ستونزې پيدا کړې؟

A Flying Elephant, a Teacher’s Hugs: 12 Tales of Pandemic Resilience

(The New York Times) Source: The New York Times

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

۲۰۲۰ کال د نړۍ د اوسېدونکو لپاره له ستونزونو او کړاونو څخه ډک کال وه. د کرونا وېروس په دغه کال کې له شک پرته ستر روغتیایی بحران رامنځ ته کړ او د نږدې ۲ میلیونه انسانانو د مرګ لامل وګرځېده.


پداسې حال کې چې په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وېروس واکسین د نړیوالو پام ځانته اړولی وه، د نړۍ په کچه د نورو ناروغیو د واکسین پروګرامونه ځنډول شوي وه.

بله خوا د کرونا ويروس وبا رامينځته کيدو له وجې د نړۍ روغتيا ادارې ندي توانيدلي ترڅو نورو ساري ناروغيو لپاره انسانانو ته واکسين رسوي.

د روغتيا برخې پوهان وايي، د نړۍ له دریو برخو څخه دوه برخې هغه ماشومان چې واکسین یې ندی ترلاسه کړی، په هغو سیمو کې ژوند کوي چېرته چې شخړې شتون لري او دغه کار  نه یواځې د دوي په روغتیا د پام وړ ناوړه اغیز لري، بلکې د دغو ماشومانو نه واکسینیدل په نړیوالې روغتیا هم منفي اغیز لري.

تاسو ته د مو ۲۰۲۰ کال کې روغتيايي ننګونو رامينځته کيدو مسلې ته کتنه کړې او په اړه يې رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول