انګلستان او جنوبي افريقا هيوادونو کې د کرونا ويروس نوې بڼې رامينځته کيدو سره هره ورځ شاوخوا ۵۰ زره کسان په کرونا ويروس اخته کيږي. يادو هيوادونو کې د کرونا ويروس نوې بڼه له پخواني ويروس څخه ۷۰ سلنه ډير ساري ده.
د اسټراليا برزبن ښار نن شپې ۶ بجو څخه دريو ورځو لپاره تړل کيږي.
د انګلستان ويروس نوې بڼه د هوټل په يو کار کوونکې کې وموندل شوه او حال داچې ياد کس په کرونا ويروس اخته وه د برزبن ښار ځينو سيمو ته يې هم سفر کړی.
د برزبن ښار اوسيدونکي يوازې ضروري کارونو لپاره لکه، د خوراکي توکو اخيستل روغتيا، ضروري کار او ورزش لپاره له خپل کور څخه بهر وتلی شي.
برزبن ښار کې له کوره بهر کيدو سره بايد د مخ ماسک واغوستل شي.
"د کوينزليند ايالت مشرې انستيشا پالاشې نن خبريالانو ته وويل، دا ډير مهمه وخت دی چې د انګلستان د کرونا ويروس بڼې خپريدو مخه ونيول شي، مونږ بايد ژر لاس په کار شو او له نن څخه سخت محدوديتونه ولګوو."
ياد ښار کې په جنازو کې ۲۰ کسان او ودونو کې ۱۰ کسانو ګډون اجازه ورکول کيږي.
بله خوا يوازې ۲ کسان کولی شي د يو بل کور ته لاړ شي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن اسټراليايي ټولنه کې د نوي ساري ويروس پيدا کيدل د انديښنې وړ بللی او د برزبن ښار تړلو له پريکړې يې ملاتړ ښودلی.
له ۴ مياشتو هيڅ يوې مثبتې پيښې ثبتولو وروسته برزبن ښار له ستر خطر سره مخ دی.
برزبن ښار کې پر کرونا ويروس اخته ميرمنې ځينو ځايونو ته سفر کړی.
يادې ميرمنې په ۲ جنوری له التاندي سټيشن څخه روما سټريټ سټيشن ته په ۷ بجو د سهار سفر کړی. او بيا په همدې لار ۴ بجو باندې بيرته سفر کړی
په جنوری ۳ يادې ميرمنې کالامويل مارکيټ کې ولورتس ته له ۱۱ سهار څخه تر ۱۲ ماسپښين تللې.
- Altandi station to Roma Street station at 7am on 2 January, then returned on the 4pm service the same day.
- Woolworths at the Calamvale Central Shopping Centre from 11am to 12pm on Sunday 3 January.
- Coles in Sunnybank Hills for 30 minutes from 7.30am on Tuesday 5 January and a newsagent at Sunnybank Hills Shopping Town from 8am to 8.15am on the same day.