د جمهوریت له سقوط مخکې، لیزا عزیزی په دولسم ټولګي کې وه او تمه یې درلوده ترڅو له ښونځي څخه فارغه شي، مګر د طالبانو له راتګ وروسته د ښونځیو دروازې وتړل شوې.
له سقوط وروسته لیزا د کورنۍ له غړو سره آسترالیا ته راوستل شوې، چېرته چې هغه د کار او تعلیم حق لري.
لیزا اوسمهال د برزبن ښار د سینټ جیمز په کالج کې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده او ټاکل شوې ترڅو په راتلونکو څو میاشتو کې له ښونځي څخه فارغه شي.

لیزا عزیز (له ښي خوا دویمه) د برزبن په سینټ جیمز کالج کې د جایزې ګټلو په مراسمو کې.
"په راتلونکو ۱۰ کلونو کې زه غواړم یوه پیاوړې او فعاله ښځه شم. زه غواړم د حقوقو په برخه کې له لیسانس څخه تر دوکتورا پورې زده کړې وړکړم او بیا د ټولنې غړو ته دا پیغام ورسوم چې ښځې او نارینه مساوي دي."
په داسې حال کې چې لیزا په آسټرالیا کې د یوې روښانه راتلونکې لپاره پلان نیسي، په افغانستان کې میلیونونه انجونې د کار او تعلیم له حق څخه محرومې دي.
لیزا وايي: "له بده مرغه، کله چې زه په افغانستان کې د خپلو ملګرو په اړه فکر کوم چې د زده کړې حق نه لري، دا زما لپاره خورا ستونزمن کار دی."
"زه له خپلو ډېرو ټولګیوالو سره په تماس کې یم، خو له بده مرغه هغوی ډېر مایوسه شوي او هیله یې له لاسه ورکړې ده."
د طالبانو مشرانو په مکرر ډول سره ادعا کړې چې دوی به د ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانیزي، مګر ډیری دغو ژمنو نا امیده کړي او نور پر د طالبانو پر خبرو باور نلري.
'د دویمې درجې اتباع'
رویا دادرس په دې باور ده چې طالبان هیڅ اراده نه لري ترڅو ښځو ته د زده کړې لارې پرانیزي.
رویا چې شاوخوا شپږ کاله یې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ویاندې په توګه دنده ترسره کړې او اوسمهال د آسترالیا په برزبن ښار کې ژوند کوي، وايي چې طالبان ښځې "دوهمه درجه اتباع" ګڼي او پدې باور دي چې ښځي د ماشومانو پیدا کولو، روزنې او د سړیو د خدمت په موخه پیدا شوي.
هغه وايي: "[طالبان] لوستي خلک نه دي او د نورو خلکو د زده کړې پلوي هم نه دي."
"زما په اند، د حل یوازینۍ لاره دا ده چې نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي. هیڅ ښه حل لاره نشته. هغه هیوادونه چې اوس مهال د انجونو ملاتړ کوي کولای شي انجونو ته زیات سکالرشیپونه ورکړي ترڅو هغوي له افغانستان څخه ووځي."

رویا دادرس (منځنۍ) په افغانستان کې د ښځو د راتلونکي په اړه د یوه کنفرانس پرمهال.
زموږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له