یو شمېر افغان خبریالان له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د آسټرالیا د بشردوستانه ویزو په تمه دي

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته یو زیات شمېر افغان خبریالان پاکستان ته تللي او د آسټرالیا په ګډون یې د ځینو نورو هېوادونو وېزو ته غوښتنلیکونه سپارلي، مګر تراوسه د ویزو په ترلاسه کولو ندي بریالي شوي.

Afghan media workers in Pakistan

Afghan journalists and human right activists during a protest in Pakistan. Many media workers are currently living in exile. Credit: Supplied

مهم ټکي:
  • ه لسګونو افغان خبریالان په پاکستان کې د آسترالیا بشردوستانه ویزو ته انتظار باسي.
  • په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته لسګونه رسنۍ تړل شوې دي.
  • د بښنې نړیوال سازمان وايي، یوازې د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې تر ۸۰ ډېر خبریالان د سوله ییزو اعتراضونو د راپور ورکولو په تور نیول شوي او شکنجه شوي دي.
چې د ۲۰۲۱ کال په آګست میاشت کې د جمهوریت له سقوط وروسته په سلګونو رسنۍ تړل شوي او د رسنیو زرګونه کارکونکو په ځانګړې توګه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د طالبانو له خوا د رسنیو پر آزادۍ محدودیت او گواښونو د رسنیو سلګونه خبریالان د هېواد پرېښودلو ته اړ کړي‌ دي.

په داسې حال کې چې د آسترالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ دائمي ویزې ځانګړې کړي دي، د رسنیو کارکونکو او مدني فعالانو اس بي اس پښتو ته ویلي چې د دې پروسې سستوالی دوی له ناڅرګنده راتلونکې سره مخ کړي دي.
'واک ته له راتګ مخکې ګواښونه'


ګلاب زوى احمدزى يو افغان خبريال دى چې شاوخوا ١٤ کاله يې په افغانستان کې له بېلابېلو رسنيو سره کار کړى دى.

ښاغلی احمدزی وايي، د جمهوریت له سقوط مخکې ورته د طالبانو لخوا ګواښونه کېدل، خو کله چې طالبان پلازمېنې کابل ته ننوتل د هېواد له پرېښودلو پرته یې بله چاره نه درلوده.

"زه د جمهوریت په وخت کې د دوي [طالبانو] لخوا ګواښل شوی وم او د دوي له راتګ سره ما ځان امن نه احساسولو ځکه زه قابل د شناسایي وم او ډېرو هېوادوالو زه پېژندلم."

"په پیل کې، زما د کورنۍ غړو د پاکستان ویزې ترلاسه کړې، او ما دلته را واستول. په هرصورت، ما و نشو کولای ویزه ترلاسه کړم. له یوې نیمې میاشتې وروسته بالاخره و توانېدم چې ویزه ترلاسه کړم."

ښاغلی احمدزی وايي، د جمهوریت له سقوط وروسته یې د آسټرالیا بشردوستانه ویزو ته غوښتنلیک سپارلی، مګر د کیس نمبر له ترلاسه کولو وروسته هیڅ معلومات ندي ورکړل شوي.
Image.jpeg
Gulabzoi Ahmadzai (right) during an interview with the founder of Maryam University, Shahla Rasheed in Kabul. Credit: Supplied
'د غوښتنلیکونو د ارزونې پروسه خورا ورو ده'

فرزانه ایوبي هم د جمهوریت له سقوط وروسته پاکستان ته ګډه شوې. هغه وايي په افغانستان کې یې شاوخوا ۷ کاله له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی.

آغلې ایوبي وايي، د طالبانو له راتګ وروسته د یوې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شوه، مګر له ګواښونو سره مخ شوه او مجبوره شوه ترڅو هېواد پرېږي.

"نږدې دوه کاله کېږي چې په پاکستان کې یم او موږ په پاکستان کې هم ډېرې ستونزې لرو. دلته د افغانانو اساسي ستونزې د ویزې او د پولیسو لخوا د نیول کېدو ګواښ‌ دی."

"نږدې یو نیم کال کېږي چې د آسترالیا بشردوستانه ویزو ته مو غوښتنلیک سپارلی، مګر یواځې مو د خپل کیس نمبر ترلاسه کړی. پروسه خورا ورو ده، او موږ نور تازه معلومات نه دي ترلاسه کړي."
Image-3.jpeg
Farzana Ayubi (centre) Credit: Supplied
'په لسګونو خبریالان انتظار باسي'

جهانزېب ویسا په سویلي ولایت اروزګان کې د راډیو کوربه وو. د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې هغه له نورو خبریالانو او مدني فعالانو سره په یوه لاریون کې ګډون وکړ او وروسته د طالبانو لخوا په نښه شو.

ښاغلی جهانزېب اوسمهال په پاکستان کې مېشت دی او د آسترالیا له حکومته غواړي ترڅو د افغان خبریالانو او مدني فعالانو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړي.

"زما په شمول ډېرو افغان خبریالانو د آسټرالیا هېواد کیس نمبرونه له ۲۰۲۱ کاله وروسته ترلاسه کړي خو له هغه وروسته هېڅ داسی پرمختګ ندی شوی چي موږ ورته هېله ولرو."

" موږ غوارو چې پروسه چټکه شي او ټول افغان خبریالان ژر یاد هېواد ته انتقال کړي."

سره لدې چې اوسمهال یو زیات شمېر خبریالان له افغانستان څخه بهر د ویزو ترلاسه کولو په انتظار دي، ځینې افغان خبریالان دې ته مجبوره شوي ترڅو له قاچاقي لارو اروپا او یا نورو هېوادونو ته سفر پیل کړي او خپل ژوند له لاسه ورکړي.
Image-4.jpeg
Jahanzeb Wesa Credit: Supplied
د اس بي اس پښتو راډیو پخوانۍ خبریاله، تورپېکۍ امرخیل هم د هغو خبریالانو له ډلې څخه وه چې غوښتل یې په قاچاقي لارو ځان اروپا ته ورسوي، مګر پر لاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بښنې نړیوال سازمان اس بي اس پښتو راډیو ته ویلي، یوازې د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې تر ۸۰ ډېر خبریالان د سوله ییزو اعتراضونو د راپور ورکولو په تور نیول شوي او شکنجه شوي دي.
زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له 
 یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 9/05/2023 په 6:48pm
لخوا Mujeeb Muneeb, Carl Dixon
سرچینه: SBS