که څه هم له نړیوالو فشارونو سره سره یو شمېر طالب چارواکو ویلي، پر "یوې طرحې کار روان دی خو د نږدې یوویشت میاشتو په تېریدو لا تر اوس یې خپله دا خبره نه ده عملي کړې او نه يې هم د نجونو پرمخ دښوونځیو تړلې دروازې پرانیستي دي.
د نجونو ښوونځیو په تړاو د طالب چارواکو دغه دریځ ګڼ شمېر افغان نجونې ناهیلې کړې دي او ځینې اند دې ته اړ شوې چې د زدکړو لپاره له کورنیو سره یو ځای له افغانستانه ووځي.
حبېبه د کندز ولایت اوسیدونکې ده هغې اس بي اس راډیو ته وویل، خپل راتلونکې ته ناهیلې شوي او هغه هېلي يې چې پخوا درلودلې او غوښتل يې ورته ورسیږي د ښوونځیو تړلې پاتې کېدو سره يې په زړونو کې وژل شوي.
هغه د طالبانو له حکومت غواړي چې څومره ژر کیږي د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو بندې دروازې پرانیزي.
په افغانستان کې د طالبانو پر بیا واکمنېدو څه باندې شل میاشتې واوښتې، دې ډلې په دې موده کې تر بل هر څه ډېر فرمانونه او سپارښتنې، پر ښځو د بندیزونو په تړاو کړي دي.
له زدکړو د نجونو د بې برخې کولو په اړه یې لومړی ګام د "پوهنې وزارت" عملي کړ.
طالبانو هغه مهال نارینه زدکوونکو لپاره ښوونځي ته د تګ اعلامیه خپره کړه، خو د نجونو ښوونځیو هېڅ یادونه ونه شوه، چې بیا له هماغې ورځې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.
د ښکلا ځلاند په نوم د کابل ولایت یوې زدکوونکې اس بي اس راډیو ته وویل مخکې یې په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې، خو نژدې دوه کاله وشول چې له زده کړو بې برخې ده.
ښکلا ځلاند وايي د زدکړو بشپړول یې ستر ارمان دی او پر طالبانو غږ کوي چې نور دې د دوی د زده کړو مخه نه نیسي او د ښوونځیو تړلې دروازې دې پرانیزي.
له کابل څخه رحيم الدين اورياخيل بشپړ رپوټ لري چې دا او نور ډير پکې ځای شوي.
بشپړ رپوټ واورئ.