د روغتیا نړیوال سازمان: ۵۰ سلنه څخه زیات اروپایان به د کرونا وېروس پر اومېکرون بڼه اخته شي

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په راتلونکو شاوخوا دوو میاشتو کې به له ۵۰ سلنه څخه زیات اروپایان د کووېډ-۱۹ پر اومېکرون بڼه اخته شي.

Fifty per cent of Europeans  are expected to be infected with Omicron

Source: Reuters

د کرونا وېروس د اومېکرون بڼه په ټوله نړۍ کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایز مشر، هینز کلوګ وايي تمه کېږي چې په راتلونکو ۶-۸ اوونیو کې به له ۵۰ سلنه څخه زیات اروپایان د کرونا وېروس په اومېکرون بڼه اخته شي.

نوموړی وايي چې د اروپا او مرکزي‌ آسیا له ۵۳ هېوادونو څخه په ۵۰ هېوادونو کې د اومېکرون بڼې پېښې ثبت شوي دي او دغه وېروس په لویدیځه اروپا کې په اصلي وېروس باندې د بدلېدو په حال کې ده.

ښاغلی کلوک زیاتوي چې اوسمهال تائید شوي واکسیونه کولای شي خلک له جدي ناروغۍ او مرګ څخه وساتي، مګر په بې ساري توګه د واکسین خپرېده د دې لامل ګرځېدلي ترڅو په روغتونونو کې د ناروغانو شمېرې پورته ولاړې شي.


 


شریکول
خپور شوی 13/01/2022 په 10:37am
سرچینه: Reuters