له تېرو څو اوونیو راهیسې د آسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې د کرونا وېروس پېښې یو ځل بیا د لوړېدو په حال کې دي. وړاندوینه شوې چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لومړی ځل لپاره ۴۲ کسانو په نیو ساوت وېلز او وېکټوریا ایالتونو کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې د نیو ساوت وېلز ایالت مشر دومینیک پیتروت وايي، تر دې وروسته د دغه ایالت اوسېدونکو ته پکار ده ترڅو د کرونا د چټکې معاینې پایلې هم د سرویس نیوساوت وېلز اپ له لارې رپوټ کړي.
د جنورۍ د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه که چېرې څوک د چټکې معاینې د پایلو رپوټ حکومت ته ورنکړي ۱۰۰۰ ډالره جریمه کېږي.
ښاغلی پیروټیټ وايي دغه کار "یواځې څو دقیقې وخت نیسي".
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۱۳۴ زره او ۴۱۱ د کرونا ویروس د پي سي آر معاینې ترسره شوي چې له دغې ډلې څخه ۳۴ زره او ۷۵۹ پېښې مثبت ثبت شوي.
اوسمهال د نیو ساوت وېلز ایالت په روغتونونو کې ۲۲۴۲ کسانو تر درملنې لاندې دي.
په همدې حال کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۴۰ زره او ۱۲۷ نوې پېښې ثبت شوي او ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په نویو اعلان شویو پېښو کې د چټکۍ معاینې لارې شاوخوا ۱۸ زره پېژندل شوې پېښې هم شاملې دي.
د وېکټوریا ایالت د روغتیا ادارې له هغو کسانو څخه مننه کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا وېروس معاینې کړې او واکسینونه یې ترلاسه کړي.