د کووېډ-۱۹ تازه معلومات: په سویلي آسټرالیا کې نوي محدودیتونه وضع شوي او وېکټوریا کې قرنطین د یوې بلې اوونۍ لپاره تمدید شو

د ۲۰۲۱ کال، د جولای ۲۰ : په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Wynyard railway station

Commuters wait for buses at Wynyard railway station in the central business district in Sydney, Tuesday, July 20, 2021. Source: AAP Image/Mick Tsikas

مهم ټکي: 

  • په وېکټوریا ایالت کې قرنطین د جولای تر ۲۷ نېټې پورې تمدید شو.
  • نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۷۸ نوې پېښې ثبت شوي.
  • په سویلي آسټرالیا پنځمه درجه محدودیتونه وضع شوي.
  • تر دې دمه په آسټرالیا کې ۱۰ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.
وېکټوریا

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۳ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو فعاله پېښو شمېر ۹۶ پېښو ته رسېدلی

دی.

د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز نن (سه شنبه) په یوه خبری کنفرانس کې اعلان وکړ چې په دغه ایالت کې د قرنطین د تمدید پرېکړه یې کړې ده. ټاکل شوې ترڅو محدودیتونه د جولای د میاشتې په ۲۷ نېټه د شپې پر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو پای ته ورسېږي.

اوسمهال په وېکټوریا کې شاوخوا ۱۵۸۰۰ هغه کسان د قرنطین په حال کې دي چې له اخته کسانو سره یې اړیکه درلوده. 

په وېکټوریا کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو نقشه 

نیو ساوت وېلز  

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۷۸ نوې‌ پېښې ثبت شوي او یوې ۵۰ کلنې ښځې په دغه ایالت کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې دمه په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۶۱ کسانو د کرونا وېروس له امله خپله ژوند له لاسه ورکړی.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې کوچني‌او دمنځنۍ کچې کاروبارونه اوس کولای شي د قرنطین پرمهال مرستو ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري. د غوښتنلیکونو د تړلو چارې د روان کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ نېټه پاې ته رسیږي.

لا‌ ډېر معلومات  

په سیډني‌ ښار کې اوسني محدودیتونه د جولای د میاشتې په ۳۰ نېټه د شپې پر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو پای ته رسېږي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

  • په سویلي آسټرالیا کې د کرونا وېروس ۵ نوې پېښې ثبت شوي. د سویلي آسټرالیا ایالت مشر، سټیفن مارشل په یاد ایالت کې د یوې اوونۍ لپاره پنځمه درحه قرنطین اعلان کړی. 
ټاکل شوې ترڅو په وېکټوریا ایالت کې محدودیتونه د جولای په ۲۷ نېټه پاې ته ورسېږي.

  • په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۱ نوې پېښه ثبت شوې.
نن په آسټرالیا کې د اختر لومړۍ ورځ ده:

  • په خپلو کورونو کې لمونځ ادا کړئ
  • په لویو ناستو کې ګډون څخه ډډه وکړئ
  • ماسک واغوندئ
  • د لمانځل پرمهال خپل جای نماز وکاروئ
 


شریکول
خپور شوی 20/07/2021 په 7:07pm
اپډیټ شوی 20/07/2021 په 7:13pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS