د کرونا وېروس واکسینونه څومره ګټور دي؟

Francesca Paceri, a registered pharmacist technician, carefully fills the Pfizer-BioNTech COVID-19 mRNA vaccine at a clinic in Toronto, Tuesday, Dec. 15, 2020.

Francesca Paceri, a registered pharmacist technician, carefully fills the Pfizer-BioNTech COVID-19 mRNA vaccine at a clinic in Toronto Source: Nathan Denette/The Canadian Press via AP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په آسټرالیا کې د کووېډ-۱۹ واکسین چارې پیل شوي او تر دې دمه کم شمېر کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی. تمه کېږي ترڅو د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې د دغه هېواد ټول بالغه کسان د کرونا واکسین ترلاسه کړي.


د واکسین د تطبیق په وروستي پړاو کې له ۱۶ کلونو کوچني ماشومان هم کولای شي د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړي، مګر یواځې په هغه حالت کې چې ورته اړتیا ولري.

د آسټرالیا هېواد له فایزر، آسټرا زنیکا او نوواوکس شرکتونو څخه د کرونا واکسینونه اخلي او د دغه هېواد ټولو اوسېدونکو ته یې په وړیا توګه ورکوي.

د حکومت د پلان پر اساس به د آسټرالیا دیریو اوسېدونکو ته د آسټرا زنیکا واکسین ورکړل شي، مګر د دغه واکسین د اغېزمنتیا په اړه اندېښنې شتون لري.

کارپوهان وايي، په داسې حال کې چې د کرونا وېروس نوي واکسینونه د جوړېدو په حال کې دي، د آسټرا زنیکا واکسین لا هم یو مهم او ارزښتناک واکسین دی چې د آسټرالیایانو په ساتنه کې مرسته کولای شي.

د لومړۍ کرښې روغتیایي کار کوونکي، د قرنطین او سرحدي برخې کارکوونکي، د لوی عمر لرونکو او معلولینو د مرکزونو اوسېدونکي او کارکوونکي، هغه کسان دي چې د کرونا واکسین په ملي تګلاره کې ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی او ټاکل شوې ترڅو  د فایزر شرکت واکسین ترلاسه کړي.

 د فایزر شرکت واکسن ۹۵ سلنه ګټور دی او د آسټرالیا حکومت غواړي ترڅو له یاد شرکت سره د ۲۰ میلیونه ډوزه واکسین تر لاسه کړي.   مګر د آسټرا زنیکا شرکت واکسین ۶۲ سلنه ګټور دی او آسټرالیا غواړي له یاد شرکت څخه شاوخوا ۵۳ میلیونه ډوزه واکسین و پیري.

نور زمونږ د همکار مجيب منيب په رپوت کې واورئ.


شریکول