د کوېډ - ۱۹ ناروغۍ پرمهال کوم کسان تر نورو ډېر په خطر کې دي؟

هغه کسان چې له پخوا یو شمېر نورې ناروغۍ لري تر نورو ډېر په خطر کې دي او کېدای شي په روغتون کې جدي پاملرنې یا مراقبت ته اړتیا ولري.

Asthma medication

Asthma medication Source: Getty ImagesRgStudio

په کرونا وېروس (کوېد-۱۹) هر څوک اخته کېدای شي، مګر هغه کسان چې لوی عمرونه لري او له پخوا په ځینو ناروغیو اخته دي لکه، شکر، د وینې لوړ فشار او سالنډۍ کېدای شي تر نورو خراب روغتیايي حالت ولري او په روغتون کې جدي پاملرې ته اړتیا ولري. دغه وېروس، د سږو انساج په نښه کوي او داخلي التهاب زیاتوي او په هغه ډول چې د معافیت سیستم کار کوي‌د کرونا وېروس هغه ته زیات رسوي.

څېړنې ښه يي چې په نړیواله کچه د کوېد-۱۹ ناروغۍ پر مهال هغو کسانو جدي پاملرنې یا مراقبت ته اړتیا پیدا کړې چې له پخوا په نورو ناروغیو هم اخته و.

 په دغې لیکنه کې هغو ناروغیو ته کتنه شوې چې د دې لامل ګرځي ترڅو په کرونا وېروس اخته کسان د نورو په پرتله ډېر خراب روغتیايي‌ حالت ولري.

سالنډۍ (Asthma)

سالنډۍ یوه تنفسي ناروغي ده چې په بدن کې د تنفسي لارې د حساسیت او التهاب له امله رامینځته کېږي. د سالنډۍ یا  ساه تنګۍ پرمهال ناروغ کس نورې نښې هم لري لکه ، ټوخۍ، د سینې د خرهاري غږونه او د ساه اخیستلو پر مهال ستونزې.

اټکل کېږي چې اوسمهال د اسټرالیا شاوخوا ۱۱ سلنه اوسیدونکي د سالنډۍ په ناروغۍ اخته دي. بومي اسټرالیایان د نورو په پرتله په دغه ناروغۍ د اخته کېدو لوړ چانس لري. هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته دي، پکار ده ترڅو له ډېر احتیاط څخه کار واخلي ځکه د کرونا (کوېډ – ۱۹) وېروس هم د انسانانو پر تنفسي لارې برید کوي.

په انګلیسي ژبه د لا ډېرو معلوماتو لپاره  کلیک کړئ
د سږو یا ششونو ناروغي

په اسټرالیا کې د سالنډۍ ناروغۍ ترڅنګ د سږو یا ششونو نورې ناروغۍ عبارت دي له : ایسبیسټوس ، برونچیکټیسز ، سیسټیک فایبروسس ، امیسیسما ، د سږو سرطان ، فلوراییشن ، فلوریسي ، تنفسي سیلیکوسس او نری رنځ. د سږو ناروغیو په اړه نور معلومات (په انګلیسي ژبه)  لوستلی شئ.

د زړه ناروغي

نړیوالې څېړنې ښيي،  هغه کسان چې د زړه په ناروغۍ دي د نورو په پرتله له ډېر خطر سره مخ دي ترڅو د کوېډ- ۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. د زره ناروغان د دې لپاره په خطر کې نه دي چې دوي د نورو په پرتله ډېر په دغه ناروغۍ اخته کېږي بلکې د زړه ناروغي یو جدي ناروغي ده او د کرونا وېروس پر مهال د ناروغانو د مرګ لامل ګرځیدای شي.

د کرونا وېروس (کوېډ - ۱۹) د زړه عضلې التهابي کوي او زړه ته زیان رسوي چې دغه کار د زړه د حملې لامل ګرځي.

د زړه ناروغۍ په اړه نور معلومات (په انګلیسي ژبه)  لوستلی شئ.

د شکر ناروغي

د شکر ناروغان، په کرونا وېروس له اخته کېدو وروسته له لا ډېرو روغتیايي ننګونو سره مخ کېدای شي. په اسټرالیا کې له شکر ناروغۍ سره د مبارزې اداره له ناروغانو څخه غوښتنه کوي ترڅو د ریزش او زکام واکسین ترلاسه کړي، د ناروغۍ پر مهال خپله ورځ ښه مدیریت کړي او د وینې ګلوکوز کنټرول کړي.

ډیری هغه ناروغان چې د شکر په دویم ډول اخته دي، له اندازې زیات وزن لري او چاغي د شدید مکروبي کېدو لامل ګرځي.

د شکر او کوېډ- ۱۹ ناروغیو په اړه لا ډېر معلومات (په انګلیسي ژبه)  پیدا کړئ.
د پښتورګو ناروغي

هغه کسان چې د پښتورګو ناروغي لري باید په دې خبره پوه شي چې،  د انفلونزا په څېر دوي د کرونا وېروس پر مهال هم له لوړ خطر مخ دي.

 کوېډ-۱۹ کولای شي د پښتورګو په فعالیت اغیز ولري او د ناروغ حالت نور هم خراب کړي. کوم ناروغان چې خراب حالت ولري په روغتون کې تر جدي پاملرنې لاندې نیول کېږي.

د پښتورګو او کوېډ – ۱۹ ناروغیو په اړه لا ډېر معلومات (په انګلیسي ژبه)  لوستلی شئ.

په اسټرالیا کې د پښټورګو د روغتیا د مدیریت لپاره  کلیک کړئ. 

 

د سرطان ناروغي

د سرطان ناروغۍ پرمهال د خلکو د معافیت سیستم کمزوری کېږي، له همدې امله باید د روغتیايي متخصصینو مشورو او وړاندیزونو ته پاملرنه وشي، ترڅو د درملنې په جریان کې او تر هغې ورسته د ناروغۍ خطر کم کړي. 

دا خبره ډېره مهمه ده ترڅو د امکان تر حده د سرطان ناروغان په خپل کور کې پاتې شئ او له غېر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي. د یادولو وړ ده چې له ټرانسپلانټ‌ وروسته هم د ناروغانو د معافیت سیستم په ورته حالت کې وي.

د سرطان ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات (په انګیسي ژبه ) لوستلی شئ.


 په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي او د کورنۍ له غړو پرته له دوو څخه زیات کسان یوځای نشي.

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته کولای شئ تاسو په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ.


شریکول
خپور شوی 6/05/2020 په 11:50am
اپډیټ شوی 6/05/2020 په 2:02pm
لخوا SBS Radio
سرچینه: SBS