د اسټراليا روغتيا چارواکي، که چيرې د کرونا ويروس نښې لرئ روژه مه نيسئ

د اسټراليا طبي رئيس مرستيال له مسلمانانو غواړي ترڅو دې روژې مياشت لمانځلو دوران کې قوانين نه ماتوي.

Men gather to pray at Lakemba Mosque in Sydney, Friday, Aug. 22, 2014. (AAP Image/Tracey Nearmy) NO ARCHIVING, EDITORIAL USE ONLY

Men at the Lakemba Mosque in Sydney. Source: AAP

نن د نړۍ مسلمانانو د روژې مبارکې مياشتې پيل وکړ، دا مياشت له دوه ميلياردو څخه ډيرو مسلمانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د اسټراليا د مشر ډاکټر مرستيال اسټراليا کې له مسلمانانو وغوښتل ترڅو دې د يادې مياشتې لمانځلو وخت کې شته محدوديتونو ته درناوې وکړي او لکه پخوا دې د سږ کال روژه جلا ډول سره ونيسي.

دا خبردارۍ داسې مهال ورکول کيږي چې اسټراليا د کرونا ويروس وبا له پيل راهيسې تر ټولو لږې مثبتې پيښې ثبت کړې.

داچې اوس اسټراليا کې د کرونا ويروس پيچومی هوار شو، د اسټراليا ايالتونه او ټوله کې حکومت پر ځينو پلانونو کار کوي ترڅو ځيني لګيدلي محدوديتونه نرم کړي.
Principle Medical Officer Professor Michael Kidd gives an update on the coronavirus at a press conference at Parliament House in Canberra, Tuesday, March 24, 2020. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING
Deputy Chief Medical Officer Professor Michael Kidd. Source: AAP
د کرونا ويروس وبا له وجې عبادت ځايونه لکه جومات، کليسا او نور تړل شوي د اسټراليا مشر ډاکټر مرستيال پروفيسر ميکل کيډ له اس بي اس عربي ۲۴ سره خبرو دوران کې وويل، اوس وخت ددې ندی چې خلک قوانين او شته محدوديتونه مات کړي، ځکه چې اوس هم ويروس ټولنه کې شتون لري او خلک پرې هره ورځ مبتلا کيږي. 

“مونږ دا مهال لږ شمير مثبتې پيښې ثبتوو ولې دا ټولې پيښې نوي کسان دي، اوس هم خلک روغتونو کې بستر کيږي او عاجلې څانګې ته وړل کيږي مونږ اوس هم ګورو چې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.“

ښاغلی وايي، که تاسې شته قوانين مات کړئ نو پدې پوه شئ چې د خپل کورنۍ غړي مو له ستر خطر سره مخوئ او کيدای شي هغوی پر کويډ-۱۹ وژونکی ويروس مبتلا شي.

نو ځکه مهمه ده ترڅو تاسې له هر داسې کار څخه ډډه وکړئ کوم چې د ويروس خپريدو کې مرسته کوي.

ښاغلي اسټراليا کې له مسلمانانو مشرانو او امامانو وغوښتل چې کورونو کې دې لمونځ او نور عبادات وکړي او امامان او نور اسلامي عالمان کولی شي ډيجيټال له لارې له خپلو خلکو سره په اړيکه کې اوسي.
New Australian Grand Mufti, Dr Ibrahim Abu Mohammad
Australia's Grand Mufti, Dr Ibrahim Abu Mohammad, is planning to give lectures daily during Ramadan. Source: AAP
ښاغلي وويل، اسټراليايان له هرې خطا او قانون ماتولو سره د کرونا ويروس وبايي حالت دويمې څپې راتګ ته لار هوارولی شي معنی داچې که د کرونا ويروس دويم ځل لپاره چټکۍ سره په خلکو کې خپور شي نو دويم پړاو به ډير وژونکی وي.
Iftar at the Agar household on June 9.
Iftar meals are usually shared with families and friends. Source: SBS News
سينګاپور کې حکومت ګومان کاوه چې د کرونا ويروس يې کنټرول کړی او هماغه وه چې ځيني محدوديتونه يې نرم کړل او له هماغه نرمښت سره ياد هيواد د کرونا ويروس دويم پړاو سره مخ شو او ۱۰۰۰ نوې پيښې يې ثبت کړې.

روژه نيول

اسټراليا کې مسلمانان به تر ۱۲ ساعتو پورې روژه نيسي، ولې د کرونا ويروس خطر له وجي ځيني مسلمانان ويره لري چې روژې نيولو سره د کرونا ويروس باندې مبتلا کيدو له خطر سره مخ نشي.

پروفيسر کيډ وايي، کيدای کرونا ويروس او روژې په اړه بيلابيل نظرونه او يا عقيدې شتون ولري ولې زما له انده، هر هغه کس چې پر کرونا ويروس مبتلا وي هغه دې روژه نه نيسي.

“ حقيقت کې يو کس چې پر کرونا ويروس مبتلا وي او هغه د تبې، ساه تنګي او نور علايم لري نو روژې نيولو سره د هغه صحت ډير خرابيدلی شي، د بيمارانو وجود اوبه بايد پوره وي، او ډير ارام وکړي او هم ښه مناسب خوراک وکړي.“

“روژې نيولو په اړه دوه خواوې خپل نظر ورکوي، يوه خوا وايي د روژې نيولو سره ستاسو د بدن دفاعي حالت ښه کيږي، بله خوا بيا هغه کسان چې دايمي او سختې بيماريانې لري هغوی بايد روژنه ونه نيسي ځکه له جدي خطر سره مخ کيدلی شي.“

ښاغلی وايي، تر ټولو ښه او غوره لار ټولنيز واټن دی چې بايد يې ټول عملي کړي.
Iftar at the Agar household on June 9.
Iftar meals are usually shared with families and friends. Source: SBS News
 

د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ  کړي.

sbs.com.au/coronavirus

اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي.

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 

 


 


شریکول
خپور شوی 24/04/2020 په 11:44am
اپډیټ شوی 29/02/2024 په 9:31am
لخوا Peter Theodosiou, Fares Hassan, Abdullah Alikhil