د آسټرالیا د احصايې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال په آسټرالیا کې له یو میلیون څخه زیات کسان بې کاره دي او د بېکارۍ کچه ۷.۵ میلیونه ته پورته شوې ده.
د آسټرالیا چاروکي وايي چې له پخوا پوهېدل چې د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله به دبېکارۍ کچه لوړه شي.
خپاره شوي راپورونه ښيي چې دا په تېرو ۴۲ کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د بېکارۍ کچه ۷.۵ سلنه ته پورته کېږي.
د آسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې یواځې تېره میاشت ( جولای) شاوخوا ۱۱۴ زره آسټرالیایانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او د هرې ورځې په تېرېدلو سره د بېکاره کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
د آسټرالیا مرکزي بانک وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه به د بېکارۍ کچه په آسټرالیا کې ۱۰ سلنه ته پورته شي.
پدې اړه لا ډېر جزیات په رپوټ کې اوریدلی شئ.