د کورونا وېروس په اړه غلط معلومات او ناسم باورونه

coronavirus

Forget the rumours and myths! These are the facts on coronavirus Source: Getty Images/conceptual, fashion, advertising

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د کرونا وېروس یا کووېډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې په اړه په توله نړۍ کې ناسم معلومات خپاره شوي چې د خلکو روغتیا او سلامتیا یې له خطر سره مخ کړې. اس بي اس راډیو، د آسټرالیا د ملي پوهنتون د درملو او ساري ناروغیو له مرستیال پروفیسر ښاغلي سنجیا سیناناییک سره مرکه ترسره کړې ترڅو تاسو پوه شئ چې ساینس د کرونا وېروس د ناسمو معلوماتو په اړه څه وايي.


لومړی ناسم باور: که چېرې صحتمنده ځوانان په کرونا وېروس اخته شي نو هېڅ نه ورپېښېږي، یواځې لوی عمر لرونکي کسان او هغه کسان چې روغتیايي ستونزې لري په خطر کې دي.

پروفیسور سنجیا سیناناییک وايي:” مونږ په دې پوهېږو چې زاړه کسان په کرونا وایروس د اخته کېدو په لوړ خطر کې دي، په ځانګړې ډول هغه کسان چې عمرونه یې د ۶۵ او ۷۵ څخه ډېر وي او نورې روغتیايي ستونزې هم ولري هغه ډېر ځپي.  ولې په هر صورت، مونږ یقینا ځوانان او د روغتیا نه برخمن خلک هم لېدلي چې د کرونا وایروس ډېر ناروغ کړي، چې آن د ژورې پاملرنې څانګې کې بستر شوي دي او یا هم وایروس وژلي دي. که څه هم د ځوان او روغ کس په وایروس اخته کېدل اوله کبله یې ژوند ګواښونکي حالت ته رسولو چانس ډېر کم دی، ولې ځنې کسان چې دکرونا ویروس نه مړه شوي هغوی پوره روغ او صحتمند وو“.

دویم ناسم باور: د هوږې (ووږې) خوړل، د ویټامین ډي ګولۍ او یوناني دوا کولای شي په کرونا وېروس د اخته کېدو مخنیوی وکړي.

د آسټرالیا د ملي پوهنتون پروفیسور، سیناناییک په دې اړه وايي: هیڅ داسې کره ساینسي شواهد نشته چې دا قضیه دې سمه وي. که تاسو د هوږې او داسې نورو شیانو په خوړلو سره ښه احساس کوئ، نو دا ښه خبره ده، مګر دا شیان په دې ګومان مه خورئ چې دا به د کرونا ویروس مخنیوی وکړي.

دریم ناسم باور: ګرمې اوبه، الکول او د لیمو اوبه څښل به زما ستونی له ویروس څخه پاک کړي.

پروفیسور سنجیا سیناناییک پدې اړه وايي:” ګرمې اوبه او یا په اېشېدلو اوبو کې لیمو کېدای شي چې ستونی مو یو څه ښه کړي، مګر  دا د وېروس د لمنځه تللو باعث نه ګرځي. ځکه چې دا د وېروس د لمنځه وړلو خاصیت او توان نلري.

څلورم ناسم باور: د کرونا وېروس مخکې لدې چې سږو ته ورسېږي په لومړیو څو وروځو کې په ستوني کې پاتې کېږي او د تودوخې له امله له منځه ځي. که چېرې زه تودې اوبه وڅښم نو د ناورغۍ مخنیوی به وکړي.

د آسټرالیا د ملي پوهنتون د درملو او ساري ناروغیو پروفیسر ښاغلی سنجیا سیناناییک وايي: دا وېروس او میکروب  په ستوني او پوزې کې پیل کیږي ، مګر لکه څنګه چې مو ورته مخکې اشاره وکړه ، داسې هیڅ سند شتون نلري چې د خولې مینځلو مایع او یا ګرمې اوبه د کرونا وېروس ووژني.

پنځم ناسم باور:   په دوامداره توګه اوبه څښل کولای شي وېروس د رګونو پر ځای معدې ته انتقال کړي او هلته وېروس د معدې د اسیدونو لخوا له منځه وړل کېږي.

د دغه ناسم باور په اړه د آسټرالیا د ملي پوهنتون پروفیسور، سیناناییک وايي: هیڅ داسې شواهد شتون نلري چې دا قضیه ثابته کړي. ډیری صحي دلایل شتون لري چې د ډېرو اوبو څښلو ګټې ثابتوي، ولې دکرونا د ناروغۍ په اړه دا صدق نکوي، د کرونا ناروغانو په بولو کې کېدای شي چې کرونا ویروس وجود ولري، چې ددې نه دا ثابتېږي چې د معدې اسید د کرونا ویروس نه وژني.  

شپږم ناسم باور: د لوړې اندازې الهکولي مشروباتو څښل کولای شي، ستونی پاک کړي او وېروس له منځه یوسي.

پروفیسور سنجیا سیناناییک پدې اړه وايي: ” نه ، داسې هېڅ شواهد نشته چې د لوړې اندازې الکهول لرونکو مشروباتو څښل به ویروس ووژني، مګر دا کړنه ستاسو روغتیا ته زیان رسولی شي. زه فکر کوم چې دا آوازه کېدای شی د دې حقیقت څخه راوتلی وي چې موږ پوهیږو چې د الکهول لرونکو د لاسونو مېنځلو مایع استعمال د کرونا ویروس په وژلو کې ګټور دی، مګر دا د لاسونو لپاره دی نه ستاسو په بدن کې - دا دوه خورا مختلف شیان دي

اووم ناسم باور: د ملاریا ضد درمل هایدروکلوروکین کولای شي د کووېډ -۱۹ ناروغۍ درملنه وکړي.

د آسټرالیا د ملي پوهنتون د درملو او ساري ناروغیو مرستیال پروفیسر ښاغلي سنجیا سیناناییک وايي: دا باید وڅېړل شي ځکه په لابراتوار کې ښيي چې دا په وېروس باندې اغېز لري او  داسې یوه کلینیکي آزموینه و چې ښودل یې د کرونا ویروس وژني او ښه اثر ورباندې لري. مګر نورې څېړنې ښيي چې دا په وېروس اغیز نلري او د هایدروکلوروکین بله ستونزه داده چې جانبي غوارض لري، د زړه په ضرباتو اثر کوي.

اتم ناسم باور: په دوامداره توګه حمام کول د کرونا وېروس مخنیوی کوي.

د آسټرالیا د ملي پوهنتون پروفیسور، سنجیا سیناناییک وايي: داسې هېڅ شواهد شتون نلري، چې په مکرر ډول تود حمام کول د کرونا وېروس مخنیوی کوي

نهم ناسم باور: ۵ جي (5G) انټرنېټ د کرونا وېروس خپروي.

پروفیسور سیناناییک وايي:په دې نه پوهېږم چې د فایف جي ټیکنالوژي څنګه د ویروس په خپرولو کې مرسته کوي، دا خبره هېڅ د منطق سره برابره نه ده. د کرونا ناروغي په هغو هېوادونو او د هېوادونو په هغو برخو کې پېښېږي چې هلته هېڅ فایف جي شبکه شتون نلري.

لسم ناسم باور: د ۵ جي انټرنېټ د انسانانو د معافیت سیستم ضعیفوي، له همدې امله د کرونا وېروس په هر ځای کې خپور شوی.

د آسټرالیا د ملي پوهنتون د درملو او ساري ناروغیو پروفیسور ښاغلی سنجیا سیناناییک پدې اړه وايي: داسې هېڅ شواهد شتون نلري چې د فایف جي راډییشن یا څپې دومره قوي وي چې د بدن د معافیت او مقابلې سیستم کمزوری کړي.

د کرونا وېروس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې ده. هر ورځ په لسهاوو زره نوي کسان په کرونا وېروس اخته کېږي او زرګونه کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په خپله ژبه د کرونا وېروس په اړه د لا ډېرو معلوماتو  لپاره له  Sbs.com.au/coronavirusڅخه لیدنه وکړئ.

 

 

 

 

 

 


شریکول