آیا د واکسین له ترلاسه کولو وروسته به زه معافیت ترلاسه کړم؟
د ۲۰۲۰ کال له پیل څخه خلک د خوندي واکسین ترلاسه کولو په لټه کې دي ترڅو بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي. ټاکل شوې ترڅو د فایزر شرکت د کرونا واکسین تطبیق په راتلونکو اوونیو کې په آسټرالیا کې پیل شي ترڅو د دغه هېواد اوسېدونکي له کرونا وېروس څخه په امن کې پاتې شي.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې د خوندیتوب لپاره د کرونا واکسین دوه ډوزه خلکو ته ورکول کېږي. د واکسین د لومړي ډوز له ترلاسه کولو وروسته د کرونا واکسین دویم ډوز درې یا څلور اوونۍ وروسته ور کول کېږي.
د RMIT پوهنتون ایمینولوجسته ډاکټر کایلي کوېن وايي چې د واکسین د لومړي ډوز له ترلاسه کولو وروسته دوه اوونۍ وخت نیسی تر څو بدن د ویروس په وړاندی کافی انتی بادي تولید کړي.
نوموړې اس بی اس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې ځینې واکیسنونه د دې توان لري ترڅو مکروب په بشپړ ډول له منځه یوسي. دا هغه څه دي چې د Sterilising immunity په نوم یادېږي، مګر دا کار ډېر ګران ده ترڅو په واکسین ترسره شي.

Dr Kylie Quinn, an immunologist from RMIT. Source: RMIT
د معافیت بل پړاو داسې دی چې ښایي موږ و نه توانېږو ترڅو د مکروب مخنیوی وکړو نو ښایي ډېر پرمختګ و نه کړي چې د ناروغۍ لامل شي او یا د ناروغۍ احساس وکړو.
وروستی پړاو یې هغه دی چې، ښایي پرې اخته شو مګر کولای شو له پرمختګ څخه یې مخنیوی وشي چې د ناروغۍ لامل ګرځي.
آیا د واکسین له ترلاسه کولو وروسته، زه وېروس نورو ته خپروی شم؟
هو، د دې امکان شته.
دا له وخت څخه مخکې ده ترڅو وویل شي چې واکسین به په بشپړه توګه د وېروس مخه ونیسي یا به یواځې د دې مخه ونیسي ترڅو وېروس د جدي ناورغۍ لامل ونه ګرځي.
که چېرې ورستۍ برخه سمه وه اوسېږي نو دا پدې مانا ده چې واکسین به ستاسو د ناورغۍ مخنیوی وکړي مګر له تاسو څخه نورو ته د وېروس د خپرېدو مخنیوی نشي کولای.
کارپوهان وايي، دا چې د دغې پوښتنې صحیح ځواب تر اوسه نده مالوم نو دا خبره باید د دې لامل ونه ګرځي ترڅو خلک اندیښمن شي ځکه د هر واکسین د تطبیق پر مهال داسې پوښتنې پیدا کېږي.
د کرونا وېروس واکسین د څومره وخت لپاره تاسو خوندي ساتلی شي؟
دا یوه بله مهمه پوښتنه ده چې ساینس پوهان تر اوسه پدې ندي توانېدلي ترڅو د دغې پوښتنې ځواب پیدا کړي. مګر د واکسین د آزمایښت پایلې ښيي چې د واکسین له ترلاسه کولو وروسته په بدن کې معافیت رامنځ ته کېږي.
د واکسین له ترلاسه کولو وروسته د معافیت سیستم واکسین ته د یوه رښتیني ویروس او ګواښ په سترګه ګوري او له ویروس سره د مبارزې په موخه انټي باډي جوړل پیلوي.
دا په دې مانا ده که چېرې تاسې په راتلونکې کې په ریښتیني وېروس اخته شئ، نو ستاسې د بدن دفاعي سیستم پوهېږي چې له هغه سره څنګه مبارزه وکړي.
که چېرې د کرونا وېروس نوي ډولونه پیدا شي نو څه کېږي؟
په تېرو څو میاشتو کې د کرونا وېروس نوي ډولونه په بریټانیا، سویلي افریقا او برازیل کې پېژندل شوي. د کرونا وېروس نوي ډولونه د دې لامل ګرځېدلي ترڅو وېروس په ډېرې چټکۍ سره خپور شي. مګر تر اوسه پورې پدې اړه هېڅ اسناد نشته چې د کرونا وېروس نوي ډولونه د ناروغانو د وضعیت د لا ډېر خرابوالي لامل ګرځي.
د کرونا وېروس نوي ډولونه د دې لامل ګرځېدلي ترڅو د معافیت سیستم په آسانۍ سره پدې و توانېږي ترڅو د وېروس له نوي ډول سره مبارزه وکړي.
تر اوسه پورې صحیح نده مالومه چې د کرونا وېروس جوړ شوي واکسینونه څومره کولای شي د کرونا وېروس له نوي ډولونو سره مبارزه وکړي. مګر یو شمېر ساینس پوهان باور لري چې د فایزر او نوا وکس واکسین کولای شي د کرونا وېروس له نوي ډول سره هم مبارزه وکړي.

Professor Sharon Lewin. Source: The Peter Doherty Institute for Infection and Immunity
آیا د واکسین له ترلاسه کولو وروسته هم باید ټولنیز واټن وه ساتل شي؟
په آسټرالیا او له آسټرالیا څخه بهر د روغتیا برخې مسئولین له خلکو څخه غوښتنه کوي ترڅو ټولنز واټن رعایت کړي. همدا راز د واکسین له ترلاسه کولو وروسته نورو روغتیايي لارښونو ته هم پاملرنه وکړي.
پروفیسر لیون وايي، محدودیتونو او لارښونې به تر هغه وخت پورې پر خپل ځای پاتې شي ترڅو مسئولین لا ډېرو معلوماتو ته لاسرسی ولري او پوه شي چې واکسین بشپړ معافیت را منځ ته کولی شي.
څه وخت کولای شو له آسټرالیا بهر سفر وکړو؟
بدبختانه، تر اوسه پورې معلومه نده چې د آسټرالیا پولې به څه وخت خلاصې شي، مګر د کرونا واکسین له تطبیق وروسته به حکومت د دغې موضوع په اړه پرېکړه ونیسي.
اوسمهال له بهر څخه ټول راتلونکي مسافر باید د ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو کې قرنطین شي او تر هغې وروسته کولای شي خپل کورونو ته ولاړ شي. مګر د آسټرالیا اوسېدونکي اوسمهال له آسټرالیا څخه بهر نورو هېوادونو ته د سفر اجازه نلري.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[].
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: