سکاټ موريسن وايي، د روان کال تر پای د اسټراليا ۲۶ ميليونه نفوس واکسين کول به د اسټراليا تاريخ يو تر ټولو لوی کمپاين او لوجيستيک تنظيم کولو تجربه وي.
نن د اسټراليا لومړی وزير د اسټراليا ټول نفوس واکسين کولو پلان وړاندې کوي.
په پام کې ده چې لومړی وزير به پر کوويډ-۱۹ واکسين ترلاسه کولو ۱.۹ ميليارده نورې پيسې ولګوي چې لدې سره به اسټراليا ټوله کې واکسين ترلاسه کولو باندې ۶.۳ مليارده ډالر مصرفوي.
اسټراليايان به وشي کولی خپل ډاکټر يا GP، فارميسي او هم زرګونو نورو جوړو شوو مرکزونو څخه واکسين ترلاسه کړي.
د اسټراليا ملبورن ښار کې د CSL واکسين جوړولو کمپنۍ کولی شي چې د اوکسفورډ واکسين چې د استرا زينيکا په نامه ياديږي توليد کړي او ياده کمپنۍ د اسټراليا ټول نفوس ته واکسين جوړولی شي.
د اسټراليا حکومت تر اوسه يوازې د فايزر واکسين تصويب کړی او روانې مياشت پای کې پر اسټراليايانو کارول کيږي.
حکومت پلان لري ترڅو له څيړنو وروسته د استرازينيکا واکسين په مارچ مياشت کې تصويب کړي.
د اسټراليا حکومت د کرونا ويروس مخنيوي لپاره درې مهمې تګلارې خپلې کړي، د سرحدونو تړل او راتلونکو مسافرو قرنطين کيدل، معاينې کول، اسټراليا کې د کرونا ويروس سيمې معلومول او د اخته کس اړيکو څارل، فيزيکي واټن او د پاکوالي تدابير.
لومړی وزير وايي، روان کال کې سره لدې چې اسټراليايان به واکسين هم ترلاسه کوي ولې داسې نه بريښي چې شته تدابيرو کې نرمښت راوستل شي.
" دا به د اسټراليا تاريخ کې تر ټولو ستر لوجيستيکي تجربه وي، مونږ به ۲۶ ميليونه نفوس واکسين کوو او ددوی واکسين کولو لپاره مو ۱۴۰ ميليونه ډوزه واکسين ځانګړي کړي، دا به ټول نفوس لپاره څو وارې لپاره بسنه وکړي."
د واکسين ستراتيژی له مخه به د اسټراليا ټول نفوس ته چانس ورکړل شي ترڅو تر اوکتوبر مياشت ۲۰۲۱ کال پورې واکسين ترلاسه کړي.
په ټول اسټراليا کې د ټولنې غړو ترمينځ د کرونا ويروس هيڅ کومه پيښه نده ثبت شوې او بله خوا ۹۰ سلنه کارونه چې تير کال کرونا ويروس له امله له مينځه تللي ول هغه ټول بيرته ترلاسه شوي.
سکاټ موريسن وايي، سره لدې چې اسټراليا د کرونا ويروس پر وړاندې بريالی دی ولې د کرنا ويروس نوې بڼې ستونزې پيدا کړي او اسټراليايان بايد هر کله له احتياط څخه کار واخلي.