د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي چې په دغه ایالت کې د کرونا وېروس ۵ نوې پېښې ثبت شوي او ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دریو نویو کسانو له مرګ سره په یاد ایالت کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۷۸۷ کسانو ته او په آسټرالیا کې ۸۷۵ کسانو ته رسیدلی دی.
د روان کال د جون د میاشتې له ۱۲ نېټې وروسته دا لومړی ځل دی چې په وېکټوریا ایالت کې په یوه ورځ د کرونا وېروس کمې مثبت پېښې ثبتېږي.
د کم شمېر نویو پېښو له ثبت سره په دغه ایالت کې د ۱۴ ورځو پېښو شمېر په منځنۍ توګه ۲۰ ته راټېټ شوی.
په وېکټوریا ایالت کې د وضعیت له ښه کېدو سره په محدودیتونو کې هم کموالی راغلی دی. له نن شپې څخه ( دوشنبه) په ملبورن ښار کې د شپې ګرځبندیز نه عملي کېږي او خلک کولای شي د شپې له ۹ بجو وروسته هم له خپلو کورونو څخه بهر ووځي.
له تېرو ۸ اوونیو راهیسې په ملبورن ښار کې د شپې ګرځبندیز لګول شوی و ترڅو د کرونا وېروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز وايي چې د شپې ګرځبندیز لرې کول پدې مانا ندي چې خلک کولای شي د کور دننه او بهر سره راټول شي او د نورو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د نویو محدودیتونو له کمېدو سره به د وېکټوریا ایالت په لسهاو زره اوسېدونکي وکولای شي خپلو کارونو ته ستانه شي.
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس د پېښو له کموالي سره د آسترالیا په پېښو کې هم کموالی راغلی ځکه په وروستو څو میاشتو کې شاوخوا ۹۵ سلنه نوې پېښې یواځې په وېکټوریا کې ثبتېدلې.
خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر دې مهاله په ټوله آسټرالیا کې ۲۷،۰۴۴ کسان په کرونا وېروس اخته شوي. له دغې ډلې څخه ۲۴،۳۱۷ کسان بېرته ښه شوي، ۸۷۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: